Categories

اعلان

Loading…

جمال او فضيلت د ښو اخلاقو او بد ويل د ناوړه اخلاقو

ژباړه او زیاتونه:پوهنمل مومنه دارنۍ –

الله تعالی په داسې حال کې چې خپل حبيب او پيغمبر په دې مبارک آيت کې فرمايي:

[وَاِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِيْمٍO](القلم سورت،۴ ايت)

ژباړه: او يقيناً ته د نيکو اخلاقو خاوند يې.

بي بي عايشه رضي الله عنها فرمايي: د پيغمبر صلی الله عليه وسلم خلق او اخلاق قرآني وه، کله چې دغه مبارک آيت ورته نازل شو:

[خُذِ الْعَفْوَ وَاْمُرْ بِالْعُرْفِ وَاَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِيْنَO](سورت الاعراف،۱۹۹ ايت)

ژباړه: اى پيغمبره ! د نرمۍ او تېرېدنې لاره غوره كړه، د ښو چارو ښوونكى اوسه  او له ناپوهانو سره مه نښله

د دغه آيت موخه او هدف څه دی، هغه وويل: زه نه پوهېږم، وروسته کله چې آسمانونو ته ولاړ او بېرته راستون شو، نو يې وفرمايل: ای محمده! هدف او مقصد دا دی که چېرته يو کس له تا سره خپلې اړيکې وشلوي، تاسو يې بېرته وصل کړئ او که چېرته کوم کس له تاسو سره د ژوندانه په راکړه او ورکړه کې غلطي وکړي او تاسو محروم او نا اميد کړي، تاسو هغه ته بښنه وکړئ او که چېرته يو کس پر تاسو ظلم او تېری ترسره کړي، تاسو هغه وبښئ.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: زه نه يوازې د اخلاقو او ښو کړو وړو د بشپړولو لپاره  پر دغه دنده ټاکل شوی يم، بلکې په حقيقت کې زما بله دنده به دا هم وي، چې زه بايد تاسو ته دا څرګنده او واضحه کړم، چې د قيامت په ورځ د ستاسو د نورو اعمالو ترڅنګ د درنو اعمالو د ترسره کولو محاسبه هم ترسره کېږي او په تله د ميزان کې تلل کېږي، چې هغه عبارت له تقوا، پرهېزګارۍ او د اخلاقو ښه حسن او جمال دی.

يو شخص حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته نژدې ورغی او پوښتنه يې ځنې وکړه، چې دين څه شی دی؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښو اخلاقو حسن، ښکلا او جمال، بيا نوموړي شخص د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ښۍ لور څخه را روان شو او پوښتنه يې تکرار کړه. دين څه شی دی؟ حضرت پيغمبر صلی الله  عليه  وسلم بيا هم همدا ځواب ورکړ، بيا شخص د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د کيڼ لور څخه را روان شو او پوښتنه يې وکړه، دين څه شی دی؟ بيا هم پيغمبر صلی الله عليه  وسلم هماغه ځواب ورکړ، شخص د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له شا څخه د هغه مبارک مخ ته راغی او پوښتنه يې تکرار کړه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ايا نه پوهېږې چې دين عبارت له دې څخه دی، چې په ټول ژوندانه خپل نور او روښنايي وساته، تل تجلا او روښنايي ولره، ځلېدونکی اوسه، نه د تيارو راوړونکی، په همدې ډول له مبارک پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه داسې پوښتنه وشوه، چې (شوم) څه ته وايي؟ پيغمبر صلی الله  عليه  وسلم وفرمايل: بد او خراب اخلاق.

يو شخص له حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه هيله وکړه، چې ماته د ښو اعمالو د ترسره کولو پر وړاندې نصيحت وکړه، مبارک وفرمايل: د ژوندانه په هر حالت کې بايد له خپل الله تعالی څخه وېره وکړې، شخص وويل: په دې اړه نورو توضيحاتو ته اړتیا لرم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د بد اعمالو له ترسره کولو وروسته ښه او نېک اعمال ترسره کړه، ترڅو هغه ترسره شوي بد اعمال محوه او نابود کړي، شخص وويل نور هم تفصيل ته اړتيا لرم، حضـرت مبارک صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له خلکو سره په راکړه- ورکړه کې له ښو او نېکو اخلاقو څخه کار واخله.

بيا هم له حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه، چې کوم عمل د نېکو اعمالو څخه دی؟ مبارک وفرمايل: نېک خوی.

په همدې ډول حضرت مبارک پيغمبر صلی الله  عليه  وسلم فرمايلي دي: که چېرته الله تعالی د خپل بنده سيرت او صورت ښه او نېک وګرځوي، نوموړی بنده به د دوزخ اور هم ونه سوځوي.

يو عالم وايي: حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته وويل شول، چې يو کس ټوله ورځ په روژه نيولو او صيام کې تېروي او ټوله شپه په ولاړې لمونځونه ادا او قيام کې تېروي، مګر بد او ناوړه اخلاق او چلند لري، ګاونډیان ورڅخه په اذيت او ازار کې دي، حضرت مبارک وفرمايل: دغه کس هيڅ ډول ښه او نېک اعمال نه لري، بلکې د دوزخيانو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

له ابو درداء څخه روايت دی: پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي، چې ويل به يې لومړی اعمال چې د انسان د ميزان په تله کې ايښودل کېږي او حساب ورسره کېږي، هغه سخاوت او نېک اخلاق دی، کله چې الله تعالی ايمان خلق کړ، نو ايمان ورڅخه پوښتنه وکړه او ورته يې وويل خدايه ماته غښتلتيا راوبښه، نو الله تعالی د سخا او نېکو اخلاقو له لارې هغه ته غښتلتيا ورکړه او کله چې الله تعالی کفر له نشت نه هست او خلق کړ، نو کفر هم په خپل وار سره وويل: چې ماته قوت راکړه، هماغه وه چې الله پاک د بخل، بدبينۍ او بدو اخلاقو په ذريعه هغه ته قوت وروباښه.

په يو بل روايت کې راغلي: د حضـرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو له جملې څخه يو دا دی، چې فرمايي: الله تعالی دغه دين د خپل ځان لپاره سپېڅلی ګرځولی دی او ستاسو د دين لپاره پرته د شخا او نېکو اخلاقو څخه بل څه شان او شوکت نه دی ښودلی، نو تاسو خپل دين ته له دې لارې زېب او زينت وبښئ.

د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی: ښه اخلاق، حسن او جمال د الله تعالی له اوصافو څخه دی.

کله چې له حضرت پيغمبر صلی الله  عليه وسلم پوښتنه وشوه، کوم ډول مسلمانان د ايمان د راوړلو له کبله پر نورو مسلمانانو لوړوالی او برتري لري؟ ځواب ورکړل شو، هغوی چې له ټولو څخه زيات د ښو اخلاقو لوړوالی او برتري ولري.

حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: تاسو نه شئ کولای د خپلو سرمايو او مالونو له لارې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، بلکې کولای شئ، چې د ورين تندي، حسن، جمال او ښو اخلاقو له لارې د هغوی زړونه ترلاسه کړئ او هم يې وفرمايل: بد اخلاق د انسان اعمال داسې فاسدوي او له منځه يې وړي، لکه سرکه چې د عسلو کيفيت له منځه وړي او فاسدوي له جرير بن عبدالله څخه روايت دی، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ماته وويل: تاته الله تعالی ډېر ښه او نېک صورت درکړی دی، هڅه او کوښښ ولره، ترڅو خپل سيرت دې هم لکه د صورت په شان ښکلی او نېک کړې.

له براء بن عازب څخه روايت دی، پيغمبر صلی الله عليه وسلم به د ټولو خلکو پر وړاندې نېک صورت او سيرت درلود.

له ابي مسعود بدري څخه روايت دی: پيغمبر صلی الله عليه وسلم به په خپلو دعاګانو کې تل داسې دعا کوله، خدايه! تا خو زما صورت او خلقت نېک هست کړ، نو زما اخلاق هم د هغو پر وړاندې نېک لره.

عبدالله ابن عمر څخه رايت دی: پيغمبر صلی الله عليه وسلم به زياته دا دعا کوله او ويل به يې، خدايه! له تا څخه صحت، روغتيا، عافيت او د ښو اخلاقو حسن او جمال غواړم.

د ابي هريره په روايت پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي: د يو انسان کرامت د دين او شرافت پر وړاندې د هغه په ښو اخلاقو دلالت کوي او د نارينتوب برخه يې په عقل پورې.

اسامه بن شريک رضي الله عنه فرمايلي دی: يو عربي شخص د حضـرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم درانه حضور ته ورغی او پوښتنه يې ورځنې وکړه، چې د ښو او عالي صفاتو له جملې څخه چې يو بنده يې بايد ولري کوم دي؟ ويې فرمايل: نېک خوی.

په يو بل روايت کې ذکر شوي، چې حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: د قيامت په ورځ به د تاسو له ډلې څخه هغه کسان ماته ډېر نژدې او عزيز وي او له نورو څخه به وړاندې له ما سره د خبرو کولو او صحبت موقع ورکړل شي، چې نېک اخلاق ولري.

ابن عباس رضي الله عنه له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چې ويل به يې: درې خصلتونه دي چې دا ټول خصلتونه او يا هم يو خصلت په يوه شخص کې موجود وي، د هغه شخص هيڅ اعمال د اعتراض او نيوکې وړ نه دي، لومړی هغه دينداره او پرهېزګاره شخص چې د بل انسان د ګناهونو د نه ترسره کېدو مانع وګرځي، دويم هغه شخص چې د ناپوهو او نادانو خلکو پر وړاندې له برده بارۍ او صبر څخه کار اخلي، درېيم هغه شخص چې د خلکو پر وړاندې نېک خوی او خصلت ولري او له ښو اخلاقو څخه کار واخلي.

د حضرت محمد صلی الله  عليه وسلم د لمانځه د ادا کولو په وخت کې کله به يې چې لمونځ پيل کړ، يواځينۍ دعا يې دا وه، چې خدايه! ماته د نېکو اخلاقو د ترسره کولو لارښوونه وکړه، ځکه هيڅوک پرته له تا څخه موږ ته د ښو اخلاقو د هدايت کولو ضامن او عهده داره نه دی او د بدو او ناوړه اخلاقو زموږ مخنيوی وکړه، ځکه د دې کار عهده دار هم ته يې.

انس رضي الله  عنه فرمايي: يوه ورځ کله چې د الله پاک له پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره وم، هغه وفرمايل: د انسان نېک خوی د هغه ګناوې محوه کوي، لکه لمر چې ږلۍ په اوبو ويلوي او هم حضرت مبارک له ارشاداتو څخه دا هم دي، چې ښه حسن، رفتار او اخلاق د انسان سعادت او نېکمرغي ده.

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ابو ذر رضي الله عنه ته وويل: ای ابو ذره! هر عقل چې څومره تدبير او سنجش ولري او هر ډول شرف چې څومره عزت ولري د ښو اخلاقو، حسن او ښکلا سره سمون نه لري، له انس رضي الله عنه څخه روايت دی، چې ام حبيبه رضي الله عنها حضـرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته وويل: په دې دنيا کې که چېرته يوه ښځه څو ځلې واده وکړي او هغه ټول مړه شي، په آخرت کې به له کوم يوه سره وي؟ پيغمبر مبارک وفرمايل: له هغه سره چې د نورو پر وړاندې يې ښه حسن او اخلاق لرل، نېک خوی او خواص د دنيا او آخرت لپاره د خير ښېګڼې ضمانت کوونکي دي، دا هم د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ويناوو له جملې څخه دي، چې بريالی او موفق مسلمان د حسن، ښو اخلاقو او د نرم خوی له وجهې د روژې لرونکی او لمونځ ادا کوونکي درجه ترلاسه کوي، که څه هم په عبادت کې ضعيفه وي.

عبدالرحمن بن سمره فرمايي: کله چې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره نژدې وم، هغه مبارک ماته وفرمايل: نن شپه ما يو حيرانوونکی خوب وليد، داسې چې يو شخص زما د امتيانو له ډلې څخه يو کس وليد، چې په دواړو زنګنونو باندې ناست و، د ده او د الله تعالی ترمنځه يو حجاب موجود و، داسې چې ده نه شو کولای الله پاک ته ځای نژدې کړي، په دغه مهال کې د هغه کس حسن، ښه اخلاق او نېک اعمال راغلل او هغه يې د الهي بارګاه ته وردننه کړ.

انس رضي الله عنه د حضرت پيغمبر صلی الله  عليه  وسلم څخه روايت کوي: يو بنده کولای شي د خپلو نېکو اعمالو، حسن او ښو اخلاقو په مرسته د آخرت د ورځې لوړه درجه ترلاسه کړي او په هغه ځای کې يې لوړه مرتبه او ځای نصيب شي، که چېرته دينداره هم نه وي.

له عمر رضي الله عنه څخه روايت دی: يو ځل مې له مبارک پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه هغه ته د ورتللو اجازه وغوښتنه، په داسې حال کې چې د مبارک ترڅنګ يو شمېر قريشي مېرمنې ناستې وې، چې له سره يې په لوړو آوازونو خبرې کولې، عمر رضي الله عنه وايي: کله چې ما د ننوتلو اجازه  ترې وغوښته، کله چې نژدې شوم، ناستو ښځو له ما څخه مخونه پټ کړل، ترڅو زه هغوی ونه وينم، کله چې وردننه شوم،  حضرت مبارک موسکی شو، ما له هغه څخه د دغې موسکا پوښتنه وکړه، مبارک وفرمايل: زه دې ښځو ته حيران يم، کله چې يې ستا آواز واورېد، خپل ځانونه يې پټ کړل، ما وويل: ای د الله تعالی پيغمبره! ته نسبت موږ ته د درناوي وړ يې، له تا نه بايد ټول حيا ولري، وروسته مې ښځو ته وویل: ای د خپل ځان دښمنانو، ايا تاسو له ما څخه حيا کوئ او له پيغمبر مبارک څخه يې نه کوئ، هغوی وويل: هو ته د مبارک پر وړاندې لږ څه د ځېږ او ټينګ خوی خاوند يې، په دغه ترڅ کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بس کړه ای د خطاب زويه، قسم په هغه رب چې زما د نفس او روح قبضه د هغه په لاس کې ده، هر وخت چې شيطان ستا مخې ته راځي، ژر تر ژره خپله تګلاره بدلوي او لاره تاته پرېږدي.

يو بل ځای کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: بد او ناوړه اخلاق د هغې نه بښونکي ګناه حيثيت لري، چې بنده د هغې ګناه په وجه دوزخ ته ننوځي.

د لقمان حکيم زوی خپل پلار ته وويل: د انسان کوم خوی او خصلت ستا په نظر د لوړې مرتبې حيثيت لري، ويې ويل: دين، ځواب يې ورکړ، که چېرته دوه وي، بيا يې وويل: دين او مال، ويې ويل: که چېرته درې وي، ويې ويل: دين، مال او حياء، پوښتنه يې وکړه، که چېرته څلور وي، ويې ويل: دين، مال، حياء او اخلاقو ښه حسن، ويې پوښتل: که چېرته پنځه وي، ويې ويل: دين، مال، حياء، د اخلاقو حسن او نېکمرغي، بيا يې هم وپوښتل، که چېرته شپږ وي، ويې ويل: زما زويه که چېرته دا پنځه خصلته په يوه شخص کې راټول شي، هغه به پرهېزګار، سپېڅلی او د الله تعالی د هغو دوستانو له جملې څخه وي، چې له شيطان او شياطينو څخه به بېزاره وي.

حسن وايي: هغه څوک چې بد اعمال، خوی او خواص ولري او ناوړه کارونه ترسره کوي، خپل ځان تل په زجر او شکنجه کې احساسوي.

انس ابن مالک رضي الله عنه څخه روايت دي: بنده د خپل ښه حسن او اخلاقو له لارې کولای شي د جنت لوړه درجه ترلاسه کړي، که چېرته عابد او پرهېزګاره هم نه وي، مګر که چېرته عابد او پرهېزګاره هم وي، خو چې د ښو اخلاقو او ښه حسن خاوند نه وي، د دوزخ هغه درجه به يې په نصيب شي، چې له ټولو درجو څخه ټيټه وي.

يحيی بن معاذ فرمايي: په ښو اخلاقو کې د رزق او روزۍ ګنجينه او سرمايه نغښتې ده.

وهب بن منيه فرمايلي دي: بد اخلاقه شخص هغه ډول مات لوښي ته ورته دی، چې بېرته د پيوند کېدو وړ نه وي او هم نه شي کولای بېرته په خټه باندې واوړي.

يو عالم او فاضل شخص فرمايلي: که چېرته يو شخص بد او ناوړه کارونه ترسره کړي، مګر د نېکو اخلاقو او خواصو خاوند وي، له ما سره صحبت او خبرې وکړي، زه هغه بهتر ګڼم له هغه چا څخه چې ځان به عابد ګڼي، مګر د بد اخلاقو خاوند به وي.

ابن المبارک له يو بد خويه شخص سره په سفر کې مخامخ شو، له هغه سره به ګرځېده او راګرځېده، د هغه د اذيتولو او ځورولو په وړاندې يې له صبر او طاقت څخه کار اخېست، کله چې له هغه څخه جلا شو، نو ژړل يې پوښتنه ورځنې وشوه، چې ولې ژاړې؟ شخص وويل: د هغه په حال مې وژړل، ځکه زه ورڅخه جلا شوم، مګر د هغه خوی او عادت له هغه سره ملګری دی.

جنيد رحمه الله ويلي دي: څلور خصلتونه دي، چې انسان د هغو په ترلاسه کولو سره کولای شي لوړې پوړۍ ترلاسه کړي او يو مقام ته ورسېږي، که څه هم د هغه علم او عمل کم وي، دغه څلور خصلته عبارت دي له حلم، تواضع، سخاوت او د ښو اخلاقو حسن، چې دا ټول د ايمان تکميل کوونکي او بشپړوونکي دی.

کتاني ويلي: تصوف عبارت له اخلاقو څخه دی، که چېرته څوک په اخلاقو کې بشپړتيا راولي، داسې څرګندېږي، چې په تصوف کې يې بشپړول راوستي.

عمر رضي الله عنه فرمايلي: له خلکو سره په ښو اخلاقو معاشرت وکړئ.

يحيی بن معاذ فرمايلي: بد خوی هغه ډول ګناه ته ورته ده، چې که هرڅومره نېک کارونه ترسره کړئ، ګټه او فايده نه لري او د ښو اخلاقو حسن بيا هغه ډول ښه خصلت دی، چې هر څومره ګناه زياته شي، هغه ته زيان نه شي رسولی.

له ابن عباس څخه پوښتنه وشوه، چې بخشش څه ته وايي؟ ويې ويل: کرم او بخشش هغه دی، چې الله تعالی په خپل ستر کتاب قرآن عظيم الشان کې داسې فرمايلي دي:

[اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْ](الحجرات سورت،۱۳ ايت)

ژباړه:يقيناً د الله جل جلاله پر وړاندې هغه څوک ډير غوره دی څوک چې ډير تقوی داره وي.

پوښتنه وشوه، چې شرف څه ته وايي؟ ويې ويل د ستا نېک اشخاص د ښو اخلاقو له وجهې د ستا با شرفترينه اشخاص دي او هم يې وفرمايل: چې هر شی د بنا لپاره اساس او بنسټ په کار دی، د اسلام د مقدس دين اساس او بنسټ د ښو اخلاقو او ښو حسنونو مجموعه ده.

ابن عطا ويلي دي: هيڅوک لوړو پوړيو ته نه شي رسېدلای، ترڅو د ښو اخلاقو، حسن او کمال خاوند نه وي، دا ډول خصلت يوازې محمد صلی الله عليه وسلم ترلاسه کړی دی، نو له دې وجې هغه کسان الله تعالی ته نژدې دي، چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د حسن او ښو اخلاقو څخه پيروي وکړي.

137 total views, 3 views today

3 comments

  1. . ع.شريف زاد Reply

    سلام
    هو! اخلاق د انسان لپاره د ژوندانه په ټولو برخو کې:
    ګفتار نيک
    اخلاق نيک
    کردار نيک
    حتي نورو اديانو زموږ د مقدس کتاب اخلاق په خپلو کارونو کې په کارولي دي چې يو مثال ګاندي دى او د عدم تشدد له لارې ېې خپله مبارزه مخ کې بوله
    بل پوهاند کريسوفر د اکسفورد پوهنتون استاد دي چې داسلامي اخلاقو په هکله ېې کتاب ليکلي
    بل تولستوي دي چې اخلاق د انسان په ژوند کې ستر رسالت بولي
    اعلامه اقبقل لاهورئ د اخلاقو په برخه کې ډيرې ښې خبرې لري
    کور موودان ډيره عالي موضوع او زمونږ د غني فرهنګ يوه ستره برخه ده

  2. یوسفزی Reply

    سلامونه،

    د ژباړني تخلص به درانۍ وي، نه دارنۍ ..

  3. Dr. Atal Reply

    ښه خوی به دی سلطان کړی ـ بد خوی به دی په ځان پوری حیران کړی
    رښتیا هم سړیتوب یا آدمیت د اخلاقو سره تړلی دی، ځینی چه کوم منصب ته ورسیږی ددی پر ځای چه دروند ،متواضع یا د سړیتوب او آدمیت درجه یی لوړه شی ، لدی نه چی تربیتی قاعده یی ضعیفه وی بیا پر خپل دوستانو ، وروڼو او حتی پلار هم شرمیږی نو ځکه روابطو ته پر ضوابطو ترجیح ورکوی او ځان غوندی، پسی ګرځی او بیا خلک وایی وزیر شدن آسان است ولی آدم شدن مشکل است، دا پدی معنی چه هر موقف ځان ته د سړیتوب یا اخلاقو درجه لری چه باید ورسره متناسبه وی یعنی وزارتی ملی اخلاق ولری یا داچی عالی مقام وزارت ته رسیدلی خو اخلاق یی د کاتب هم نه وی، له بده مرغه زموږ اکثره حکام همدا نقیصه لری چه دکرسی سره متناسب کریمه ملی اخلاقو کمی سره مخ وی او همدا علت دی چه حکومت د ملت د جذب توان ضعیف او ملی وحدت خواته حرکت ډیر بطی دی او نشو کولی ټول ملت راټول،یو موټی او خوشحاله وساتو
    ننی نړی کی بیا خصوصا افغانستان کی د ښو اخلاقو زیور ډیر اهم دی که موږ فردی ،اجتماعی ،حکومتی ، ملی ، نړیوال او بشری اخلاقو د ودی لپاره ، اسلامی اخلاقو ته رشد ورکړو ، زموږ ملی او نړیوال ډیری ستونزی له مینځه تلی شی خو متأسفانه چی شر پسند عناصر او کړی اخلاقی حدود پایمالوی او بشریت آرام او اخلاقی ژوند ته نه پریږدی
    نو د محترمی خور ته، ورته لیکنی او د محترم شریف زاد صاحب ته ورته متممی تبصری ډیری اړینی او مهم رول لری خو ای کاش دا پندار نیک،ګفتار نیک او کردار نیک د امراء او علماوو په عمل کی ، ملت ته وښودل شی دا د ښو اخلاقو د ترویج اساسی او مؤثره لار ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *