Categories

اعلان

Loading…

رایه ورکول حق دی که مسوولیت/ شنونکی: قاضی نجیب الله جامع

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو او پرځانګړې ډول د ملی شوراء او ولایتی جرګو بیا بیا ټاکنو پر افغانستان او ټولو هغو هیوادونو کې چی تازه له جګړو راوتلی وی او په اکثریته هغه کې چې لا اوس هم سیاسي ثبات او ټولیز یوالې د بیلابیلو لاملونو له امله خوندي نه وی، په ځانګړی ډول په هغه ټولنو کې چې د یو ځانګړي تاریخي هویت سره نه شلېدونکی اړیکې ولری ستونزه بدیل ریفورم نه بلکی د موجود بهیر څرنګوالي او پر معیارونو ولاړ صالح  میکانیزم نشتوالی ده.

دهغه څه پایله چې د دې سبب شوی، تر څو له یوی خوا د ټاکنو پر عمومي بهیر باندی د خلکو عامه باور راټیټ شی او بل لورته د سیاسی رژیمونو قانونی اصل او مشروعیت چې له ټاکنو تر لاسه کیږی تضعیف کړای شی، د مثال پر ډول په ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندېدو ډول او دهغه حقوقي او د صلاحیت منلو د بهیر ستونزې، چې رای ورکونکې په ځانګړی ډول چې د پوهی کچه یې هم ټیټه وی، د غلط ګمان او ژر قضاوت ښکار کیږی او فکر کوی چې له سره ټاکني حل لاره نه دی، او موږ د دی څرګنده بیلګه پر تیرو دوه پړاونو د ملی شوراه او ولایتي جرګو په ټاکنیزو پړاونو کښي ولیدل چې ملت او حکومت په څه ډول ستونزه کې راګیر ول.

اوس خبره دلته دی چې، له یوي خوا د ولسی جرګې ټولټاکنو ته کمه موده پاتی دی او بل لورته په ټاکنیزو قوانینو په ځانګړي ډول د یو نوماند د صلاحیت منلو پر برخه کښي بی کچې قانونی او حقوقی ستونزو سره لاس او ګریوان یو، نوپه داسی اړمنو او حتمی شرایطو کښې څنګه شونی دي ترڅو عام هیوادوال له یوی خواه خپله رایه هغه چاته ورکړي چې صالح او د لوړی  وړتیا درلودونکې شخص وي او بل لورته موږ له سره په ټاکنیزو بهیرونو باندی خپل ټولیز عامه باور هم را ژوندی کړای شو.

په داسی حالاتو کښې د معمول په شان پر نورو په اصطلاح له دغه ګردابه وتل یو پرمختللو ټولنو کښې ټاکنیز بنسټونه او د حکومتونو ټولنیز سیاستونه پر یو شمیر داسی منل شوي ارزښتونو غور کوی کوم چې د هغې ټولنی خپل منځې نظم ټینګ، ثبات تضمین او راتلونکی ډاډمنه کړی، د هغه څه څرک چې دلته له سره نه لیدل کیږی، خو زه غواړم پدې اړوند د یو شمیر داسی محوری  بحثونو باب پرانیزم کوم چې موږ یې د یوی غنی او تاریخي ملت پر حیث لرو، او هغه لری نه بلکي د دینی یا اسلامي اصولی ریفورمونو څخه  ګټور او د حل وړ بدیل په توګه کار اخیستل دی.

پدې اړوند د موخی وړ بحث متن ته ځم، هغه داچې ایا خلګ باید رايه د یو حق پر ډول چې  د اساسی قانون د عمومي احکامو پر سیوري کښې یې تشریح شوئ ورکړی، کنه پردی اړوند څه نور فکر کول هم یوه رایه ورکونکې ته په پام کښي ساتل اړین دی، ترڅو له یوې خوا یې سمه او پرځای ټاکنه کړي وی، او بل لورته توانیدلی وی، ځان د وجدان له ملامتیا، د دنیاوالو له پیغوره او د اخرت له مسولیته او پوښتني خلاص کړی، ځکه کله چې موږ د معاصرو ټاکنو دودیز سیسټم تر کتنی او مطالعی لاندی نیسو نو وینو چې پردی سیسټم کښې (رایه) اچول په یوه لویه معنا او مفهوم کښې د (شهادت) ورکولو په معنا دی، یعنی شهادت ورکول د نوماند پر هغه صلاحیت او ځانګړتیاوو چې نوموړی یې باید ترجیحًا ولری.

دا ځکه الله ج  , فرمایی: (وَ أَشْهِدُواْ ذَوَی عَدْلٍ مِّنکُمْ )[ الطلاق:۲] ژباړه : د عدالت لرونکې  له خپل منځ څخه په  شهادت وټاکی.

مګر شاهد یو شمیر دغه شرعي اصل پردې برخه کښی دومره نږدي له موضوع سره ونه ګڼی او عدالت داسی تعبیر کړی چې یو شخص معلوم جرم او خلاف عمل نه وی کړی، خو مګر دلته اصل دادی چې شهادت یو فردي اصل دی، او اړتیا دی چی رایه ورکونکې یې باید په پام کښی ونیسی، مګر لدې سره بیا هم معلوم او د پام وړ نصوص شته چې د عدالت په شهادت ترڅنګ د زیات څه په اړوند بحث کوی، او هغه عبارت دی له شخصیتی او فردی ځانګړتیاوو څخه، کوم چې (رایه) ورکونکې باید  صالح او د صلاحیت وړ استعداد لرونکې نوماند ته چې تخصص او تقواه دی خپله رایه د یوه لوړ ټولنیز امانت په ډول ورکړی، ځکه (رایه) شهادت دی، او شهادت په دروغو او ناوړه کارونو کښي رواه نه دی، او څوک چې پر پوهه او ناپوهی سره دا عمل ترسره کړي قران هغه د شرک پر کټګوری کښي شمیرلی دی.

الله متعال ج , پردې اړوند فرمایی: (فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ) [الحج – ۳۰]  

له دینه په لویه کچه قران او اسلام په ټوله کښې کوښښ کړی، ترڅو دمسلمانانو برخلیک متخصیصو او متقیانو ته د ورکړی پر موخه او داچي د مسلمانانو د چارو واګې اخیستونکې باید د لوړو  معنوی وړتیاوو لرونکې وی، پر مسلمانانو غږ که وی چې خپلولی، ملګرتیا او یا شخصی ګټی په مادی او معنوی کچه د دی لامل نشی چې تاسو الله , مه کړه خپل اصلی دنده چی د ایمان او د مسلمانانو د ټولنیزې ښېګڼې غوښتنه دی دیته اړ باسی ترڅو لایقه او د صلاحیتونو وړ اشخاصو ته رایه ورنه کړی او پورتني نفسی غوښتنی د دې سبب شی، چې پر ناحقه شهادت یعنی (رایه) ورکړی، اودا د الله ,  د امر او فرمان نه یوازی د الله ج د امر خلاف کړنه دی بلکه په لویه کچه دا د  باطل پیروی دی.

دا ځکه چی الله ج , په دی اړوند فرمایی: (وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ۚ)الطلاق: ۲)

ژباړه : یوازی د الله,  لپاره شاهدی ورکړي.

له دینه اخوا اسلام د یو انسان پاله او د ټولشموله دین په حیث چې  پیغام یې نړیواله بڼه لری، خلګ پر ټاکنو کښې د ګډون له پاره هڅوی ځکه چې  یوځلی په (رایه) ورکولو کښې که انسان خطا هم وکړی او عمل یې قصدی نه وی، د توبی او عبرت په ډول باید دویم ځل رایه ورکړی، او د بیا بیا پر ټاکنو کښې د ګډون څخه موخه او د حکمت فلسفه دادی، چې خدای,  مه کړه د یو ناصالح  او بد شخص له امله د ټول ملت برخلیک د شریرو او نالایقو خلګو پر منګولو کښې ولویږی، بنا باید بار بار کوښښ وشی، ترڅو  د ځواک یعنی تخصص او امانت یعنی تقواء پر بنسټیزو اصولو ولاړ شخصیتونه د یو مسلمان ولس استازی شی، او کوښښ وکړی ترڅو د خپل مسلمان ولس ګټي د یو ستر اعتقادی او باورمند اصل په توګه چې ولس یې ورته سپاری نه یوازی وساتی بلکه په اړوند یې تر توانه پورته هڅې او سرښندنی وکړی.

الله متعال,ج  په د ی اړوند فرمایی: وَلا يَأبَ الشُّهَداءُ إِذا ما دُعوا) البقره: ۲۸۲)

ژباړه : کله چې شاهدان راوغوښتل شی له (شهادت) دی خود داری نه کوی) او فرمایی: ( ولا تکتموا الشهادة و من یکتمها فانه آثم قلبه)البقره: ۲۸۳)

د پورتنیو اسلامی اصولو او بنسټیزو قرآنی ارشاداتو پر پام کښی نیولو سره مونږ اړتیا نه لرو چی، حکومتونه او نوماندان دی پر ولس د دوی له ارادی او وجدانی عقیدوی اصلاحی اصولو اخواه څه تحمیل کړی، او یا دی مافیایی ډلې او نا لایقه اشخاص د ولس د ټولیزو غوښتنو او ارزښتونو خلاف کړنو ته لاس واچوی دا ځکه چې تا د یو ژمن او ویښ مسلمان پر حیث خپل فردی  تکلیف درک کړی، کوم  چی په ترسره کولو سره یې  د ثواب او په پریښودلوسره  یې د جزاء وړ ګرزی.

په درنښت

93 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *