Categories

اعلان

Loading…

داعش د سره صلیب ۶ کارکوونکي ووژل

تاند- د اسلامي دولت یا داعش جګړه مارو د افغانستان په شمال کې د نړیوال سره صلیب ۶ کارکوونکي ووژل.

په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې نن /چهارشنبه/ په دغه ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې لږترلږه ۶ کارکوونکي وژلي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی توماس ګلاس وویل چې د دوی دوه نور کارکوونکي له حملې وروسته بې درکه دي.

داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د جوزجان یوې امنیتي سرچینې وویل چې ۶ تنه وژل شوي کارکوونکي افغانان دي او د داعش د قوش تېپې د سیمې د مسوول قاري حکمت کسانو وژلي دي.

دا برید په کابل کې د سترې محکمې په دروزاه کې له حملې یوه ورځ وشوه چې په لړ کې یې ۲۰ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ژوبل شول.

د کابل د حملې مسوولیت تراوسه پوري کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

70 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *