Categories

اعلان

Loading…

ډالۍ (لنډه کيسه) ليکوال: محمد خالص اديب

کمپیوټر یې روښانه کړ، درېیمه، دې لنډو کیسو ټولګه يې چاپ ته چمتو کوله، دې ټولګې دې نورو په پرتله توپیر درلود. ( نوم، کمپوز، ډیزاین …) یې په خپله کړي وو.

 دې کتاب نوم یې”نیم ژوند مې ته یې” کېښود، دا نوم دده د یوې لنډې کیسې و، هغه کیسه ده ته تر ټولو په زړه پورې وه، ډیزاین یې ساده و، دومره راښکونکى نه و، خو پر پښتۍ یې د یوې نجلۍ انځور اېښی و، نوره پټه وه، یوازې سترګې یې ښکارېدلې.

  تور اوږده باڼه یې په اننګو کې داسې خښ وو لکه یو په بل کې چې اوبدل شوي وي، د سترګو شاوخوا تور رانجه، لکه د نرګس پانې چې لمر سوځولې وي؛ له کېبورد څخه یې ګوتې پورته کړې.

له ځانه يې وپوښتل:

_ “دا به چاته ډالۍ کړم!”

سر یې په زنګنو کېښود، له ځانه سره چورت په خپله مخه ښه کړ

– “لومړۍ ټولګه مې مور ته ډالۍ کړه، دويمه پلار ته، دا درېیمه به چاته ډالۍ کړم؟ ملګرو ته به یې ډالۍ کړم، نه ورکه باید یو بېل کس وي، خاله ته به یې ډالۍ کړم، ورکه دا کار هم نه کړم، هغه نورې به ګیلې کوي، ترونو خو مې هسې هم ښه نه دي راسره کړي، تر ټولو مې خپله جانکه ښه ده چې د ژوند ملګرې مې ده، دا چې ورته ډالۍ کړم ، څومره به خوشحاله شي، خدای دې وکړي چې پس له دې له درس ویلو سره مینه هم پیدا کړي، د کتاب تر چاپ وړاندې يې نه خبروم، ناڅاپه ورته وایم، څومره به خوشحاله شي.”

  سر یې له زنګنو پورته کړ، په موس یې ګوتې کېښودې، سکرین روښانه شو، کېبورد ته یې ګوتې جوړې کړې، ویې لیکل: “ډالۍ زما د ژوند ملګرې ته!”

  دا جمله یې له ځانه سره څو ځله تکرار کړه، برېښناليک یې واز کړ، مطبعې ته یې ايمل کړ، هغې درې ورځې وروسته ځواب کې ورته لیکلي وو: ستا له کتاب سره مې څلور نور کتابونه هم یو ځای کړل، ان شاءالله په لسو دولسو ورځ کې به له چاپ څخه راووځي

درنښت

چټ يې ورته وليکل:

مننه

سمه ده

کمپيوټر يې بند کړ، اوږد وغځېد، پورته شو، ورمېږ يوې او بلې خواته قات کړ، دې د چايو پياله ورته ډکه کړه، ښه شېبه يې خوږ مجلس وکړ، پورته شوه، خو پسې غږ يې کړ:

ګوره! هغه د ګل رحمن رحماني انتقام ناول خو راوړه، لږ یې وییم.

ورو یې وویل: څه رقم کايه يې ده؟

خپه شو، له ځانه سره یې دا جمله څو ځله تکرار کړه:

_ “څه رکم کایه یې ده، څه رکم کایه یې ده، څه رکم کایه یې ده….

په زړه بوږنونکي غږ یې وویل: ګوره په قایه یې دې یوه سړی او ښځې عکس دی، د سړی سور عربي غوندې څادر په سر دی، ښځې خپل لاس په تندي اېښی.

هغې ځواب  ورکړ

سمه ده. راوړم یې.

روانه شوه ، له کوټې ووته د المارۍ پله، یې راخلاصه کړه، “په غم کې تانه کمه نه یم” ناول يې را واخیست< په ا نځور یې سترګې ولګېدې، ویې ویل:

 دادي پیدا مې کا، د ښځې عکس خو په امدې کتاب دی.

د المارۍ پله یې په زوره بنده کړه، ګړندي قدمونه یې را واخیستل، ور یې ورو خلاص کړ،  پلو یې سم کړ،  په ارام غږ يې وويل:

دغه! نه نه ته راشه.

 د موبایل په سکرین يېګوته کش کړه، ګالري یې له نظره تېره کړه، د کتاب عکس یې راواړولو ، ورته یې وویل:

دې عکس ته ښه وګوره، د کتاب په شا همدغه عکس دی، خو مخکې مې درته وویل، ښځه او سړی دي، سړي سور څادر په سر اچولی دی لکه د اربو او ښځې لاس په تندي اېښی.

پیاله یې پورته کړه، د چایو څخه یې غوړپ وکړ، په شونډو یې ژبه کش کړه، پلو یې واچولو زیاته یې کړه:

  “اوس رانه نه غلطېږي”

روانه شوه، دروازه یې خلاصه کړه ، له لږ ځنډ وروسته د وره غنګ شو، کتابونه یې لاس کې رانیولي وو، مخې ته کېښودل، وويل:

ښه نو په دې کې کوم يو دى؟

بيا يې لاس ور اوږد او زياته يې کړه

مینه دې سپېره مه شه، خو دغه دی، دا دومره کتابونه دې څه کول؟

مخامخ ورته کېناسته، دی چورت بیا په منډو کړ:

کاشکی چې درس یې ویلی وای، ما دې کتاب نوم ورته اخیستی، دې خپله راته راوړلی.

په همدې فکر کې د خیال سمندر په اوږو کړ،  څپو د سمندر تل ته ښکته کړ ، اوبه يخې وې، یخې یخې سلګۍ یې ورباندې وکړې، د سترګو له جامونو څخه یې اوښکې ورو – ورو را روانې شوې.

د کتاب پاڼو ورسره خپله خواخوږي پيل کړه ، دده په سینه پروت کتاب زر زر اوښکې زبېښلې، نه یې پرېښودې، چې په ځمکه تویې شي، نور کتبا هم لکه ژوندى انسان د هغه اوښکو ته حيران او ګوته په غاښ پاتې و، د اوښکو هر څاڅکى يې په تندي داسې منډې وهلې، لکه د موټر په مخکينۍ ښېښه چې لګېدلى وي.

***

 جیب کې یې موبایل لړزه وکړه، را ویې کښ، نمبر ته یې وکتل، نا اشنا و، غوږ ته یې نږدې کړ، ورو یې وویل:

  “بلې”

زر یې وغبرګه کړه

 له مطبعې څخه مې زنګ وهلی

پر شونډو یې موسکا  وغوړېده، په یوه اړخ را پورته شو ، ځواب ته یې ځان جوړ کړ

هو، ومې پېژندې

مقابل لوري د خبرو له اوږدولو پرته وويل

کتاب مو چاپ شوى، سبا يې زموږ له مطبعې تر لاسه کولى شې.

واسکټ یې واغوست، موټر یې را بهر کړ، خپله کوچنۍ لور اوښ:ه يې هم د مخې په سېټ کې روسره کېنوله او ګړندى روان شو.

***

د چاپخونې  مخې ته موټر ورتاو کړ،دروازې یې په درب سره ورپورې کړې، د چاپخونې له مشر سره یې روغبړ وکړ، هغه ورته د نوي کتاب مبارکي وویله، خوشحاله شو، مننه يې ورڅخه وکړه، اوښکه یې غیږ کې ونیوله له جیب څخه یې سلګون را ويوست، خو اوښکې خپل پلار ته وکتل، وشرمېده او د هغې له پښو يې لاسونه تاو کړل.

د چاپخونې له مشر نه يې د څو ټوکه کتابونو له اخيستلو وروسته مخه ښه وکړه او روان شو، په لارو له ځان سره لګيا و.

“اوس چې ناڅاپه ورته وایم چې دا کتاب مې تاته ډالۍ کړی، څومره به خوشحاله شي.”

د کوڅې سر ورسېد،، دروازه یې ورته خلاصه کړه، موټر یې د ننه کړ، ښېښه یې کښته کړه، په مېرمن یې غیږ وکړ:

 -اوښکه در واخله!

دا ور روانه شوه، د موټر په سېټ کې یې په کتابونو سترګې ولګېدې، ورو یې وویل

“بیه دې دومره کتابونه اخستي؟!”

ده ورته وویل:

اوښکه در کوزه کړه

دواړه  له موټر څخه کښته شول، کتاب یې لاس کې واخیست، ویې وویل:

دا کتاب مې تاته ډالۍ کړی.

کتاب يې ترې واخيست، د کتاب پر پښتۍ يې د نجلۍ انځور ته وکتل، شونډې يې بوڅې کړې، پاڼې يې يوه بله خوا واړولې او ورو يې وويل:

“زه کتاب څه کوم”

سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، سوړ اسويلى يې وکړ، په ستوڼي کې يې لاړې بندې شوې، جونيل يې سترګو ته ودرېده، خپل پلار ته يې په بيا بيا ور ياده کړه، خو هغه ورسره ونه منله او همدا يې ورته ويل چې “پوهنتونۍ” ده.

د هغې له ګوتو يې کتاب بېرته کش کړ او خپلې کوټې ته روان شو!

پاى

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *