Categories

اعلان

Loading…

له امریکا او سلواکیا پیل شوی هنري سفر/ فرشته غني

له دې سره سره چې ځينې نجونې په افغانه سینما کې کار کول نه خوښوي خو داسې ښځینه فلم جوړونکې پیژنی چې دې هنر ته د صداقت له کبله له خپل ژونده تیرې شي؟

زه په همدې تړاو له دوه تنه هنرمندانو سره غږیدلي یم، چې په بهر کې یې خورا هوسا ژوند درلود، له ډیر امتیازونو څخه برخمنې وې خو په افغانه سینما کې د یوه نوي بدلون لپاره یې هیواد ته له راستنیدو سره سم د ژوند رنګ بدل شوی دی.

دغه هنرمندانې او فلم جوړونکې د هغو په ډله کې راځي چې ممکن همالته په بهر کې زیږیدلي او لویې شوي وي خو هیلې یې افغانۍ وې، زړه یې د افغانستان لپاره تپیده.

ددغو هنرمندانو له ډلې یوه هم صحرا کریمي ده چې د سینما په برخه کې دوکتورا لري.

صحرا یوه با جراته، زړوره او ښکلې میرمن ده.

صحرا، کوچنۍ وه چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه، د هغې لپاره کډوالي یوازې د هیواد بدلیدل نه و، بلکې نوې نړۍ وه چې ورسره مخ شوه نوې هیلې وې چې په زړه کې یې راژوندی شوې.

مهاجرت د صحرا پر هیلو او غوښتنو ژور اغیز وکړ، هغه شاوخوا ۱۳ کلنه وه چې د لومړي ځل لپاره ورته په ایران کې د مریم شهریار له خوا وړاندیز وشو چې په دختران خورشید فلم کې کار وکړي.

صحرا وایې په کوچنیوالي کې یوه شوخه ماشومه وه چې ډیر کله به یې خپله مشره خور ځوروله، خو اوس یې د ټولې اروپا په کچه نړیوالې جایزې ترلاسه کړي دي.

صحرا کیسه کوي”هغه ورځ مې ښه یاده ده، د خور سره مې په یوې موضوع لفظي شخړه وکړه، ډیره په قهر وم، له کوره ووتم، همدا چې د کور دروازه مې وتړله مخې ته مې یو ټکسي ودریده ما کله هم فکر نه کوو چې دا ټکسي به مې د ژوند لاره بدله کړي، په ټکسي کې ناست څو تنو رانه وپوښتل مونږ په یوې افغانې نجلۍ پسې ګرځو ته داسې څوک پیژنې چې ایران ته مهاجر شوي وي، ما وخندل چې زه خپله افغانه یم، نو سم د واره دغو کسانو مې د کور پته رانه واخیسته، کور ته راغلل، ډاریدم چې ګواکې خور مې په قهر ده راته، اوس به مې شکایت وکړي خو خور مې وویل صحرا ښه ممثله ده او دغه جملې مې په ژوند کې رنګونه وشیندل”

هغه وایې تل له خپلې کورنۍ شکر ګذاره ده چې ایران ته کډوال شوي دي ځکه که چیرې په افغانستان کې وای نو نشوای یې کولای دا بریاوې تر لاسه کړي.

صحرا او کورنۍ یې د شوروي په وخت کې ایران ته سفر کړی صحرا که څه هم د مهندسي او معمارۍ سره ځښته زیاته مینه درلوده خو په ناڅاپی توګه یې سینما ته مخه کړې او وروسته یې آن د دوکتورا په کچه خپلې زده کړې په دې برخه کې سرته ورسولې.

صحرا، ددې لپاره چې د افغانې سینما لپاره کار وکړي په افغانستان کې د سینما په صنعت کې مثبت بدلون راشي، نو اړه کیږي افغانستان ته راشي خو افغانستان د هغې ژوند داسې بدل کړ، چې کله یې فکر هم نشوای کولای.

میرمن کریمي وایې “افغانستان یوازینۍ هیواد و چې  زه نه یوازې د عامو خلکو له ناسم چلن سره مخ شوم بلکه افغان هنرمندانو مې هم د کار پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي و”

صحرا کریمي په ۲۰۱۲ م کال کې د سینما (ډاریکتري او فلنامې لیکلو) په برخه کې په چک سلواکي کې دوکتورا تر لاسه کړه، په لسګونه لنډ هنري او مستند فلمونه یې جوړ کړي دي چې تر ټولو مشهور فلم یې د نسیمه په نوم دی.

نسیمه د یوې افغانې نجلۍ د ژوند هنداره چې سلواکیا ته مهاجره کیږي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.

نسیمه فلم (د یوې افغانې مهاجرې نجلۍ د ژوند خاطرې) یو ۵۰ دقیقه ی لنډ فلم دی چې په خپله دې فلم جوړونکې په مرکزي نقش کې لوبیدلې ده.

دغه فلم وتوانید په سلواکیا کې د «د سلکواکیا د فلم او تلویزیون آکادمۍ » له خوا د غوره لنډ داستاني فلم جایزه تر لاسه کړي، دغه فلم له ددې تر څنګ داسې ډیر جایزې په اروپایې جشنوارو کې تر لاسه کړې دي.

هغه په افغانستان کې پاتې شوه، خو دلته په خپل هیواد او خپله خاوره کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.

صحرا وایې ” کله چې افغانستان ته راغلم نو د ډیرو خلکو له خوا د سپکاوي او بې احترامۍ سره سره داسې حسادتونه مې ولیدل چې هکه پکه پاتې شوم، حتا په خصوصي او شخصي ژوند کې مې د خلکو مداخلې ډیرې شوې، کوم زیانونه چې مې ولیدل حیرانونکي آن خواشینونکی و، افغانستان ته راتګ راته په یوې بدې خاطرې بدل شو هغه بده خاطره چې ما باید په ایران او یا چک سلواکي کې لیدلې وه، مګر په خپل هیواد مې ولیده، دغه څه مې کله کله دې ته اړه کوي فکر وکړم، کوم کلونه چې مې دلته تیر کړل واقعن ارزښت یې درلود”

خو صحرا کریمي له دې ټولو ننګونو سره سره په افغانستان کې پاتې شوه، د نورو ځوانو فلم جوړونکو سره یې هنري فعالیتونو په برخه کې مرسته وکړه، دوه ځله یې د عکسونو نندارتون په لاره واچاوه.

صحرا د ماشومانو د حقونو په برخه کې کلونه كيږي په خدمت بوخته ده، هغې  په افغانستان کې د نا امنیو سره سره بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

دا یوازې صحرا نده چې په سلواکیا کې خپل ښه ژوند د هنر لپاره پریږدي، د یوه افغاني فلم د افتتاحیه غونډه ده، داځل د افغانستان له یوې مشهورې اداکارې سره راووتم، هغه چا چې بهر زده کړې کړي دي، له هیواده بهر یې سینما هنر ته مخه کړې او په بهرنیو ژبو یې فلمونه هم جوړ کړي دي.

مشهور فلم یې سر زمین بیګانه په نامه یادیږي چې ددغه فلم نوم هم د یوې کډوالې د زړه هیلې او ارمان له ورایه بیانوي.

دا ځل له لینا علم سره یم، هغه له دې سره سره چې د ډیریو افغانانو د خوښې وړ اداکاره ده خو د کابل په لارو او کوڅو کې اړه ده مخ پټې وګرځي، ښکلې سترګې یې له شین رنګه څادره له لیرې د خلکو زړونه تخنوي او خبرې یې دومره خوږې دي چې غواړې څلورویشت ساعته له هغې سره په خبرو بوخته وسې.

لینا کوچنۍ وه چې له خپلې کورنۍ سره هندوستان ته کډواله شوه وروسته له ۹ میاشتو تیرولو د امریکا په لور وخوځیدل او هلته د ډیرو کلونو  لپاره میشت شول.

لینا علم له ۱۹۹۸ میلادي کال راهیسې د سینما په نړۍ کې په بیلابیلو برخو کې ډیره ښه ځلیدلې ده.

 لینا، هغه نجلۍ وه چې په امریکا کې یې ښه ژوند درلود، د ډیزاین او مډلینګ په برخه کې یې همالته زده کړې کړي دي، خو داچې څنګه سینما ته راغله او د کابل خړو کوڅو کې یې څنګه سر شو په خپله وایې ” د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو ځل کابل ته راغلم، له هغو وروسته مې هیوادنۍ مینه او احساس دومره لوړ شو، چې غوښتل مې بیا بیا دلته راشم”

له هغې مې وپوښتل چې ته د فلم جوړولو لپاره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال كابل ته راغلې وې که بلې کومې موضوع مجبوره کړې دلته راشې، ځکه هغه وخت ډیریو کورنیو غوښتل له افغانستانه ووځي؟

لینا سم د واره ځواب راکوي ” نه نه هغه وخت چا نشوای کولای فلم جوړ او یا نندارې ته وړاندې کړي، زه په خپله له امریکا لومړۍ پاکستان ته ولاړم هلته مې خپلوان اوسېدل، هغه ورځ مې ښه یادیږي، پاکستان کې د (کچه ګلي) په نامه یوې سیمې ته لاړم چې هلته افغان کډوال اوسیدل، جالبه دا چې د هغوی په کورونو کې مې د خپل (سر زمین بیګانه) فلم انځورونه ولیدل، په همدې سره مې نظر بیخي تغیر وکړ، یو ډول خاص احساس مې په زړه مې را ژوندۍ شو، پریکړه مې وکړه افغانستان ته لاړه شم او خپل خلک له نیږدې ووینم”

لینا علم په ۲۰۰۷م کال کې افغانستان ته راغله او تر ننه همدلته پاتې ده، لینا واېې افغانستان ته راتګ یې یوه له لویو هیلو څخه وه.

هغه کابل ته څنګه راغله او ولې یې خپل ښه ژوند په امریکا کې پریښود په خپله وایې

“زه چې کله افغانستان ته راغلم هغه وخت د فلمونو کتل بند شوي و، خو هنري مینه په زړونو کې پاتې وه، دا راته جالبه وه، چې خلکو له پاکستانه افغاني فلمونه راغوښتل او په پټه به یې لیدل، ما په لومړي ځل د خلکو درد احساس کړ، غم ، فقر او بې وسي مې یې په خپلو سترګو ولیدل همدې زه اړه کړم کابل ته خپل سفرونه ډیر کړم، تر هغه چې په ۲۰۰۷ م کال کې راغلم او کله هم بیرته ونه ګرځیدم”

هغه همدا راز کیسه کوي”ما چې کله تصمیم ونیوه چې خامخا به افغانستان ته راځم، لویه ستونزه مې موټر و، هغه مې په امریکا کې له یوې کمپنۍ په قسط اخیستۍ و، یو څه پیسې مې ورکړې وې خو نورې یې پاتې وې او باید هره میاشت مې ورکړې وای، خو که چیرې زه افغانستان ته د تل لپاره راتلم نو اجازه ددې نه وه چې موټر پیسې په نمایې کې پریږدم، ډیره اندیښمنه وم چې څه وکړم، خو تصادفي مې په دې ورځو کې موټر ټکر شو، په دې پیښه کې که څه هم زه ژوبله نشوم خو کله چې مې موټر د جوړولو لپاره بیرته هغې کمپنۍ ته یوړ نو هغوی وویل چې موټر نور د کار اخیستو ندی، که څه هم موټر مې له لاسه ورکړ خو خوشحاله په دې وم چې کابل ته ځم او وروستۍ مانع یا خنډ مې هم له مخې لیرې شو”

شاید ددې ډول کیسو اوریدل د هغو کسانو لپاره چې د خپلو تلویزیونو د پردې تر شا فلمونه ګوري دومره سخت نه وي خو د ډیریو افغانو ښځینه فلم جوړونکو په وینا که چیرې ښځه وې په سینما کې کار وکړې، وروسته له ګڼو محدودیتونو او بې ځایه حسادتونو سره مخ شې،  کولای شې فکر وکړې سینما کې د ښځو کار کول څومره ګران کار دی.

فرشته نجيم غني

55 total views, 1 views today

1 comment

  1. Omargol sediqi Reply

    صحرا جانې تاخو تل دا ویلې چې زه خپل هېواد سره مينه لرم خوتاسو وڅ هغه خبره په یو حققت تبديله کړه دا یو پټ حققت خبره ده په افغانستان کې خلک ده خلکو شخصی ژوند کې لاس کوې وهنې ستاسو زحمتونه ده قدر وړدې مننه
    اوڅ خلک پوهیږې چې تاسو تل ده افغانیت چلند کوې او منم دې مننه زه عمرګل ده آلمان هېواډ کې ژوند کوم
    مننه ده تاند مشر نه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *