Categories

اعلان

Loading…

سيوری/ ليکوال: ضمير څار

زړه مې ستوني ته راتکیه شوی و.

په خيال کې مې راتلل چې کانګې کوم، زړه مې له خولې راوځي او پر ځمکهلوېږي. نور نه پوهېدم چې، له دې وروسته، څه کېدل. ساه مې په ګرانه تېره کړه. زړه مې لا هم په ستوني کې و. کانګې مې وکړې خو زړه مې له خولې ونه وت. په اړخ واوښتم. تېره شوې ساه مې راووېسته:

“اوف!”

په بله ساه کې مې وويل:

“دا څه وشول؟ زه به له کوره دباندې څنګه وځم؟”

زمونږ د کور لوړ خټين دېوالونه وو. د باران له امله به وه که څنګه، سرونه نري وو. د کوڅې په لور دروازې دوې پلېدرلودې. په يوه کې يوه بله وړه دروازه وه. مونږ به ډېر تګ راتګ په همدې کاوه.

له کوره دباندې، زمونږ کلی و؛ او د کور دننه زه وم– زما پلار، مور او وروڼه هم وو؛ خو – يو بل څوک، هغه اوس نه و.

په بل اړخ شوم. ځان مې راټول کړ؛ لکه مور به چې زما لانده کالي ونښتېځل. سينې مې درد وکړ.

***

د مور غږ پسې مې مخ واوښت. په سر پورې مې ولاړه وه – نه پوهېدم چې څه وخت راغلې وه، د دروازې په پرانيستلو يې، اصلاً، پوه شوی نه وم. او، خواړه يې راوړي وو:

“زویه پورته شه! کېنه.”

کېناسته:

“قريب غرمه شوه.”

ما د بالښت پر څنډه سر ايښی و، مخ مې د فرش په لور و. پر فرش مې نظر تت لګېده. ما کړل:

“وږی نه يم مور.”

چې خبرې مې کولې، ساه مې پر مخ بېرته لګېده. د مور غږ مې ډډ شو:

“تا خو له څو ورځو راهيسې سمه ډوډۍ نه ده خوړلې.”

وږی به وم، نه پوهېږم. خو زړه مې لا هم په ستوني کې و. ډوډۍ مې څنګه تېره کړې وای؟ مور مې غبرګه کړه:

“په ټولو وګرځېدم، يو هم ډوډۍ نه خوري.”

غږ يې لړزېده. په زور کېناستم. مور مې دسترخوان زما مخ کې هوار کړی و. د غوري پر څنډه يې نيکلي کاشوغه پړمخې تکيه کړې وه. يوه کاشوغه شوله مې په زوره تېره کړه. پوهېدم چې په ستوني کې مې زړه ورته مزاحمت وکړ. مور مې رانږدې شوه:

“ستونی دې درد کوي؟”

ما وروکتل:

“نه. ولې؟”

“نو مړۍ چې تېروې، سترګې ولې ټولوې.”

يو دوه کاشوغې شوله به مې نوره هم خوړلې وه چې بېرته ولوېدم، سر مې بالښت ته برابر شو. نور نه يم پوه شوی چې مور مې څه ويلي و، او څنګه تللې وه.

شېبه وروسته، له کوټې ووتم او بيا مې کانګې وکړې. دا ځل مې له خولې يو څه راووتل، خو زړه نه و. هغه لا هماغسې بند و. يوازې درې کاشوغې خوړلې شوله وه. شايد، زما د وجود دننه کنډوالې ته به د ټېکې نه وه.

***

ماسپښين و؛ خو قضا نه و – د دېوالونو سيوري لنډ وو. زه په کړکۍ کې ناست وم. دباندې، زمونږ د کور په انګړ کې يوې يوازېنۍ ونېته مې کتل اوپه اړه يېفکر وړی وم.په همدې وخت کې، يوې عجيبې خبرې ته مې پام واوښت: ونه لکه زمونږ کورنۍ داسې وه. تنه يې، لکه زما پلار او مور، تر سره پورته شوې وه او له اړخونو يې ډډونه، لکه مونږ، جلا شوي وو. پلار مې د تنې لاندې برخې ته تشبېه کړ، هماغسې جسور او زمونږ د ټولو غم او درد، او ان ژوند، د هغه په اوږو بار. عمر يې هم له نورو ډېر و او ګونځو يې ښودله چې د ژوند ډېرې لوړې ژورې يې تحمل کړي. د تنې پاسنۍ برخه، لکه زمونږ مور، له پلار سره مې په يوه کرښه کې وه او د تنې له لاندينۍ برخې، پلار، نازکه وه. د ونې پنځه ډډونه لکه زمونږ د مور او پلار اولادونه – حساب برابر و. يو په کې زه وم، درې نور زما وروڼه او يو بل، هغه زما خور وه او لکه هغه له نورو باريکه و. د خور د باريکوالي لامل به بيولوژيکي مسئله وه؛ خو د ونې دا ډډ، چې ما مې خور ته تشبېه کړ، وچ شوی و، پاڼې يې زېړې او راټولې شوې وې. خو زمونږ له خور سره يې يو توپير درلود؛ د ونې دا وچ ډډ لا هم په ونې پورې و خو زمونږ خور له مونږ سره نوره نه وه؛ د دې توپير په موندلو يو ځل بيا ونړېدم.

***

زمونږ خور پلوشه نومېده. په مونږ ټولو ګرانه وه. مور او پلار ته مې په دې خوږه وه چې د هغوی په قول خدای ورته له څلورو زامنو وروسته ورکړې. په ما او نورو وروڼو په دې ګرانه وه چې له مونږ کشره او له مونږ ډېره ګلالۍ وه. فکر کوم، د ګرانښت لاملونه به نور هم و. ما به سبق ورکاوه او دې به ډېر زر زده کاوه او، لکه په ټولګي کې يو تکړه شاګرد، په ما ډېره ګرانه وه. پلار به مې ويل:

“په يوه زوی هم دومره ګران نه يم څومره چې په پلوشې ګران يم.”

پلار به مې کله کله د قند خطاب ورته کاوه. د کور په کارونو کې به مې له مور سره اخته وه. هغې به وخت ناوخت ويل:

“پلوشه مې لاس او پښې ده.”

***

پلوشه څو ورځې وړاندې زمونږ له يوه کليوال سره وتښتېده. او، چې هر ځل دا خبره راياده شي، دننه، ځای په ځای ونړېږم – داسې لکه يو څو پوړيزه ودانۍ چې يو ناڅاپه په ځان راپرېوزي او ګرد ترې وخېژي؛ اسوېلی به مې، لکه د داسې غورځېدلې ودانې ګرد، له خولې راووت. پلوشه او هغه کليوال ورک و. نه پوهېږم چېرې تللي وو. خوشحاله به وو او که نه؟ خو شا ته يې يوه نړېدلې کورنۍ پرېښودې وه او يو خبرلوڅ کلی. زه پوهېدم چې زمونږ د خور تېښتې زمونږ د کلي د ټولو ورځ‌پاڼو سرليکونه وو او هر چا به په خوند لوستل او خندل. دې خبر به حتماً زمونږ د کلي پر ګردي ميزونو تادوه بحثونه هم جوړ کړي وو.

مور مې راته کړل:

“د پلوشې هغه هلک خوښېده او د هغه هم خوښېده.”

په دې زه هم پوهېدم. څوک ليوني نه دي چې دومره لوی شرم دې په ناحقه په غاړه واخلي. پوهېدم چې له هغه سره به يې مينه درلوده. خو د زړه په کومه برخه کې مې دا خبره منلی نه شوای چې هغه دې له چا سره وتښتي. پوهېدم، هغه دومره ظالمه کېدای نه شوه. ته به وايې چې هغه به نه پوهېده، چې که وتښتم، خلک به مې پلار او وروڼو ته پېغورونه ورکوي؟

ما نور مخ نه درلود. نپوهېدم له کوره څنګه ووځم او له خلکو سره څنګه مخامخ شم. او له دباندې تګ پرته ژوند ممکن نه وو – لکه د روانو اوبو مخې ته چې بند واچوې، دا څو ورځې مې ژوند په خپل ځان راټول شوی و او پوهېدم، که دا حالت بدلون ونه کړي، يو ورانی به کېږي.

***

د کړکۍ شاته، يو ځل بيا، کېناستم او ونې ته مې وکتل. پلار مې ونې ته نږدې شو، اره يې په لاس کې وه. مور مې هم راغله او د لاسونو له حرکتونو يې پوه شوم چې پلار ته مې غږېږي. هغه په پټه خوله د ونې پر هماغه ډډ اره کېښوده چې له خور سره مې تشبېه کړی و. زړه مې يو درب وکړ؛ او کړکۍ ته  نور هم نږدې شوم. پلار مې چوپ و او رنګ يې تور اوښتی و، لکه کوم جرم چې ترسره کوي.

ناڅاپه مې تلفون وشرنګېد. ور لنډ شوم. پر سکرين مې د ټولګيوال نوم او شمېره ښکاره شوه. پر ځای وچ ودرېدم. لاسونه او پښې مې بې حرکته شوې. له ځان سره مې کړل:

“څنګه داسې بې‌وخته يې زنګ راوهلی؟ د خور پېغور به راکوي.”

تلفون مې اوچت نه کړ. اصلاً، ډارېدم ترې. که يې ويلي وای چې بې‌غيرته! خور دې څنګه وتښېده؟ ما به ورته څه ويلي وای؟ زه د همدې خبرو له ډاره له کوره دباندې وتلی نه شوم. له زنګ وروسته، تلفون مې هم پسې خاموشه کړ.

بېرته کړکۍ ته راغلم. پلار مې اره پاس او لاندې کشوله. له مخ يې اوبه څڅېدلې. له ځان سره مې کړل:

“مونږ يوه ته هم ابرو پاتې نه شوه.”

شېبه وروسته، د ونې وچ ډډ کوږ شو او په ځمکه ولوېد. نور نو ونه هم، زمونږ کورنۍ په څېر، بشپړه نه وه – يو ډډ يې پرې شوی و. نور نو زمونږ په کور کې هيچا او هېڅ څه ته ابرو پاتې نه وه. زه بېرته بالښت ته ولاړم. سر مې له ډېر فکره دروند شوی و. مجبوره وم چې پر بالښت مې ايښی وی.

نپوهېدم، زمونږ کور په کومه خوا روان و.

***

ما له څو ورځو راهيسې د هغې د تېښتې او نه‌تېښتې دلايل لټول. له ځان سره به ګډ وم: که دا شوې وای يا هغه شوې وای، پلوشه به تښتېدلې نه وای.

د مور خبره مې په ياد شوه:

“پلار دې پلوشه د تره زوی ته ورکوله. خبره خلاصه وه…”

بيا مې کړل:

“که مو د تره زوی ته نه وای ورکړې، دا شرم به يې نه را اړوه.”

په هر صورت، که هر څومره فکرونه مې کړي وای، يو حقيقت نه بدلېده: هغه تښتېدلې.

او زه له کوره دباندې وتلی نه شوم.

***

زه، بالښت، کړکۍ او ونه، اوس‌، ښه ياران و. خو، ونه بيا تر ټولو ډېره را ته نږدې وه او تر ګردوزما په درد ښه پوهېده. خپله، د هر درد او غم په وړاندې، لکه زه او زمونږ کورنۍ، نه نړېده،حتی که يو ډډ يې هم له لاسه ورکړ. له کوټې راووتم. د ونې تر خوا ودرېدم. له ځان سره مې کړل:

“دا به څنګه کېږي اخر؟”

سر مې ښکته ځړېده. په بدن کې مې يوه خاليګاه احساسوله – لکه يوه څاه. زما ټول فکر، هيلې، او که ووايم هر څه ورښويېدل. په ځان مې ووېرېدم. هسې نه ټول دې کندې ته ورولوېږم او پسې ورک شم. يوه خبره مې په ذهن کې راجوړه شوه:

“که په کور کېنم، اخر به ټول ورک شم.”

د ځان د ورکېدو په غم کې نه وم؛ خو دا ورکېدنه دومره اسانه نه وه – لکه پر اوږو مې چې غرونه، يو په بل پسې، بار شوي وي او په يو نامعلوم لوري روان يم. نه‌پوهېږم چې په ما کې دومره طاقت له کومه شو چې غرونه پر اوږو يوسم؟ ولې په ځمکه خښېدم نه؟

پاس مې وکتل. لمر مې سترګو ته برابر شو. زه د پرې شوي ډډ لاندې درېدلی وم. د ونې نور څلور واړه ډدونه هماغسې په خپل ځای او په خپل ډول ولاړ و او د هاغه پرې شوي ډډ په اړه، فکر نه کوم، لکه زه دومره په تشويش کې وو.

د کور د دروازې په لور مې وکتل. هغه لکه لاس چې را ته ښوروي او د ځان په لور مې غواړي. دروازه به حتماً په مونږ پسې خفه شوي وي، څوک پرې په اسانه نه وتل او راننوتل. ورغلم. پښې مې په زوره کش کړې. لاس مې ورغزاوه، پرانيستله مې، خو بېرته مې راونيو. يو ګام شاته شوم. فکر مې کاوه چې ټول کليوال مې د دروازې شا ته ولاړ دي او زما انتظار باسي. ټولګيوال او همزولي مې تر ټولو مخکې ولاړ دي. شاته یې مشران او سپين‌ږيري او له هغوی ټولو شاته زمونږ د کلي بامونه را اوږده او زمونږ د کور په لور کاږه شوي دي. بېرته راوګرځېدم. سترګې مې ونې ته پورته کړې. يوازې هغه پوهېده چې زما حالت څه دی.

د وتلو جرأت مې ونه‌شو کړای.

***

ونه مې له سره تر پښو وارزوله. له ليرې، د ونې لاندې برخه راته توره ښکاره شوه. سترګې مې راټولې کړې:

“هغه يې سيوری دی.”

د کور دېوالونو ته مې وکتل:

“هغوی هم سيوری لري.”

په کور کې هر څه سيوری درلود.ځان ته مې وکتل. زما هم سيوری و. يو ګام مخ ته ولاړم، سيوری هم راپسې راغی. له ځان سره مې کړل:

“دا دومره وخت دا سيوری راسره و؟”

کوټې ته ولاړم؛ پښې مې درندې نه وې او سر مې هم پر غاړه نه غمېده.

يو څرک سر راښکاره کړی و.

***

مازیګر و. په ځان مې اوبه تېرې کړې. اندېښنې ورسره تويېدلې. ډوډۍ ته کېناستم. د ستوني لار مې لږه غوندې پرانيستل شوې وه. له کوټې راووتم. له ځان سره مې کړل:

“که چا رانه وپوښتل چې خور دې چېرته ده، زه به ورته ووايم چې تښتېدلې ده.”

مسکی شوم؛ پوهېدم چې نه څوک داسې پوښتنه کوي او نه به زه هم داسې ځواب ورکړم. خو دې پوښتنې او داسې يو ځواب يو ډول انرژي راکوله. له ونې تېر شوم. ور ومې کتل:

“مننه ونې!”

دروازې راته هماغسې د پرانيستلو اشاره کوله. لاس مې ور وړ. لږ ولړزېد. لا هم ډېر ډاډه نه و. ومې ويل:

“امکان لري! کېدای شي هغوی لا هم د دروازې شا ته ولاړ وي.”

لږ تم شوم، بيا مې زياته کړه:

“هېڅوک دونه وزګار نه دي.”

دروازه مېورو پرانيسته. دباندې مې وکتل. څوک نه ښکارېدل. سر مې ترې وکېښ. د کلي بامونه هم په خپل ځای وو. پښه مې ترې تېره کړه. تاسې دا حدس لګولی نه شئ چې په هاغه وخت کې څومره تشويشونه رانه ولوېدل. لکه يو غيبي لاس چې زما پر اوږو بار غرونه پورته کړي او په خپل ځای بېرته ايښې وي. څو ګامه وړاندې ولاړم.

په کوڅه کې، له خپل ټولګيوال سره مخامخ شوم. ويې خندل. زما زړه، يو دم، لاندې ولوېد:

“اوس به درته پېغور درکړي.”

غوښتل مې ځمکه څيرې شي او زه په کې غيب شم. هغه رانږدې کېده او زما سر لا پسې ټيټېده. غيږه يې راته پرانيسته او ټينګ يې ونيولم:

“ته ښه يې؟”

زما سر لا هم ټيټ و:

“هو.”

“زنګ مې درته وهلی و، اوکې دې نه کړ.”

زړه مې ولوېد. هغه غبرګه کړه:

“په مکتب کې اول‌نومره شوی يې.”

“څه؟”

لږ خوشحاله شوم؛ خو له زړه مې لاندې يوه کنده وه او هغه هر وخت په کې لوېدای شو.

وړاندې ولاړم. کلی هماغه کلی و. هر څوک په خپل کار پسې و. د چا بېل په اوږه و. څوک په بایسکېل و. يوه مېږې مخ ته کړې وې. نورو د واليبال توپ په هوا کړی و.

خو زه؟

که څه هم د کلي په غيږ کې وم او چا را ته، لږ تر لږه، مخامخ پېغور نه راکاوه؛ خو زه هاغه نه وم چې پخوا وم. زه، زما د پلار، مور، او وروڼو په څېر،شرمېدلي وم؛ خو له هغو ښه وم. ما خپل شرم ته غاړه ورکړې وه – زه او هغه نور پخلا شوي وو او له دې سره د ژوند يو بل پوړ ته ختلی وم: ماخلک له سيورو سره ليدل.

او

تر دې ډېر، خپل سيوري تهمتوجه وم.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *