Categories

اعلان

Loading…

روسیه د طالبانو لپاره په پاکستان کې د رسمي دفتر د پرانستل کېدو غوښتنه کوي

تاند- راپورونه وايي، روسیې، چین او پاکستان موافقه کړې چې په پاکستان کې دې وسله والو طالبانو ته رسمي دفتر جوړ شي. ویل شوي چې روسیه په ځانګړې ډول په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستل کېدو اصرار کوي.

که څه هم طالبان په ۲۰۰۱ کې له افغانستانه له تېښتې وروسته په پاکستان کې اوسي او هلته دفترونه، محکمه او شورا لري خو دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د دې ډلې لپاره د قطر په شان د ښکاره دفتر د جوړېدو خبره کېږي.

د افغانستان ګڼو رسنیو د باوري سرچینو په قول ویلي چې د روسیې، چین او پاکستان په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې طالبانو ته د یوه نوي سیاسي دفتر د جوړېدو او یا له قطره یوه بل هیواد ته د دوی د سیاسي دفتر د لېږدېدو پرېکړه شوې ده.

طالبان حاضردمه د قطر د دفتر ترڅنګ په پېښور او کوټه کې شوراوې لري او یو شمېر مشران یې په کراچۍ کې مېشت دي.

ایراني خبري اژانس تسنیم هم تایید کړې چې له قطر څخه د طالبانو د اوسني دفتر د انتقال او یا دې ډلې ته د یوه نوي سیاسي ادرس د جوړولو لپاره پاکستان د کوربه هیواد په توګه په پام کې نیول شوی دی.

دا اژانس وايي، روسیې، پاکستان او چین د مسکو په غونډه کې له سلامشورو وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي مشروعیته بې برخې وباله.

دا په داسي حال کې ده چې پخوا طالبانو په ځلونو ویلي چې د قطر دفتر د دوی استازیتوب کوي او هره پرېکړه چې دغه دفتر کوي، دوی ته د منلو ده.

د قطر دفتر له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و.

په همدې حال کې په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او مدني ټولنو استازو څو ځلې د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي او دې مسلې د پاکستان غوسه پارولې ده.

راپورونه وايي چې روسیه په ځانګړي ډول په پاکستان کې د طالبانو د رسمي دفتر د برتانستنې غوښتونکې ده.

روسي چارواکي د طالبانو د ملاتړ په اړه ظاهراً دا دلیل وړاندې کوي چې دا ډله د داعش پر ضد جګړه کوي او د داعش مخه نیولی شي.

15 total views, 2 views today

4 comments

  1. SAS Reply

    طالب يعنى د باكستان بخوانى غلام خو أوس غواري جى د جين او شوروي غلام شي. شرم دوى ته بكار ده . ه

  2. ببرک Reply

    لنډی له برګي کم نه دی
    طالب یعنی ییروی د شیدو یعنی زمونږ د غلو او غاصبو مجهدو غوره اوقیمتي برخه ده
    اوس خبره د ملت دعوی له قاضی سره ده او قاضي د رحمن بابااولولامر دي چی وایی
    اطاعت د اولولامر ځکه نه کړم
    اولولامر د زمانې په زړه کافر دی

  3. Alakozay Reply

    تر پورونه د تور مخو مزدوران او س د سور مخو مزدوران ددوی او د کمونیستانو موږ ته فرق نشته او س خبره دادو چی ددوی په مقابل کښی جهاد اعلان کړی کاش یو مهدی آخر زمان پیدا شوی وای چی دا بی علمه او بیسواده د وطن دښمنان یی ټول تر تیغ تیر کړی وای لعنت دی په دی سپږنو وطن فروشانو شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *