Categories

اعلان

Loading…

مخدره مواد د فکري سلامتيا لپاره لوی ګواښ

عاشق الله اخلاص يار / پکتيا

دا مهال افغانستان په ټوله نړۍ کې د نشه يې توکو ستر توليدونکی هيواد دی ، خو د دې ترڅنګ يې د نشه يي توکو په مصرف کې هم لومړی مقام خپل کړی دی.

 د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدېدنې کچه تر ټولو هيوادونو لوړه ده ، چې په هرو دېرشو تنو کې يو کس په نشه يې توکو روږدی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان دا يوه ناروغي ګڼي، دوی په نشه يي توکو د روږدېدنې عوامل کورنۍ او شخصي ستونزې، ژور خفګان، د جګړو له امله روحي او رواني فشارونه، بې کاري او د بې اسرې کېدنې په څېر ګڼو لاملونو ته ګوته نيسي.

د ځينو معلوماتو له مخې په هيواد کې د روږدو کسانو شمېر دوه نيم مليونو ته رسيږي خو دا کره نه ده مګر په باور سره چې دغه شمېره له يو ميليون څخه هم ډېر دی .

 د نشه يې توکو استعمال يوه داسې ستونزه ده چې له امله يې زمونږ د هيوادوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي.

 مناسب چاپيريال ، زه کړه ، کار اود روغتيا په څېر اساسي مسايل چې هر انسان حق لري له هغې برخمن واوسي تر اغېزې لاندې راولي.

دغه خطرناکه پديده زمونږ له خلکو هره ورځ دغومره قرباني اخلي لکه څومره يې چې جګړه اخلي.

 مادي او معنوي خطرات يې هم د جګړې د خطراتو برابر دي ، که روغتونونو ته ځو وينو چې د زياتره ناروغانو ناروغي د مخدره توکو د استعمال له اغېزو څخه ده.

 که په کورنۍ کې يو تن په مخدره توکو روږدی وي ، د ټولنې کورنی ژوند يې ورخراب کړی او فکري سلامتيا يې خرابه کړي وي ، پخپله په مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره هېڅ ډول فکري سلامتيا وجود نه لري، هغوی د حلالو او حرامو توپير نشي کولی، کار او روزګار نه لري ، د ځان نظافت او  روغتيا ساتلو په کار کې بې پروا دی، د خپلې کورنۍ په وړاندې کوم د مسؤليت احساس هم نه لري، دوی د مخدره توکو د رانيولو  لپاره د ټولو هغو اعمالو په ترسره کولو اقدام کوي چې د اسلامي، ملي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دي ، لکه غلا ‎، قتل، قطاع الطريقي او نور غير اخلاقي مفاسد چې ټوله افغاني ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي او تر ټولو د تشويش وړ خبره دا ده چې ورځ تر بلې د دغو روږدو کسانو شمېر زياتيږي او د مخنيوي لپاره يې ترسره شوي اقدامات ډېر لږ حسابيږي.

د چارو کارپوهان په دې نظر دي که چېرې قانون پلی شي، د بديل ژوند اسانتياوې چمتو شي، او د روږدو کسانو د درملنې بهير چټک شي اود نشه يې توکو بازارونه کنټرول او بند شي ، دا به د روغتيا د ناوړې پديدې په مخنيوي کې د مختلفو اشخاصو خپل رول وي، لکه: ديني علما، قضايي او حقوقي کارکوونکي، استادان، د ټولنې مشران، والدين، ډاکټران، او  داسې نور.

ولې کوم رول چې ديني علماء سر ته رسولی شي، هغه ډېر مهم او اغېزمن دی، ځکه د علماوو اثر او رسوخ په ټولنه کې د هر چا څخه ډېر او د ډېر درناوي وړ دی.

 نو که چېرې د علماوو سره قضايي او حقيقي کارکوونکي خپله پاملرنه دې ته راوګرځوي نو په باور سره چې د نشه يي توکو د ناوړه استعمال په مخنيوي کې به ډېر ګټور ثابت شي او ټولنه به د ډېرو لويو مصيبتونو څخه په امان کې پاتې شي.

ارامه او سوکاله ټولنه به رامنځته شي او هر فرد به د فکري سلامتيا له حق څخه برخمن شي، په دې اړه محترم ديني علماء خپل رول داسې ادا کولی شي چې د اسلام مقدس دين د احکامو په رڼا کې د امر باالمعروف اونهي عن المنکر د وجېبې په اساس په جوماتونو کې وعظ وکړي او د مخنيوي لارې چارې يې ولټوي.

دويم: علماء کرام دي چې ټولنې د نور با رسوخه مشرانو او نيکو خلکو په راخپلولو سره د دغه منکر په وړاندې خلک مقابلې ته وهڅوي.

دريم: ديني علماء بايد والدين دې ته متوجه کړي چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې اولادونه يې د داسې خلکو سره ناسته ولاړه پيل کړي چې په نشو او منکراتو اخته وي.

همدا شان ښوونکي په مدارسو او مکاتبو کې شاګردانو ته د مخدره توکو د بدو عواقبو په اړه معلومات ورکړي او ورته ووايي چې همدغه معلومات د ټولنې نور افرادو ته هم نتقال کړي .

 د مدني ټولنو، ټولنيزو سازمانونو، علمي مرکزونوو رسنيو، روغتيايي ښوونکو او ټولو بنسټونو لخوا بايد د پوهاوي خپرونې ډېرې شي.

له بده مرغه چې د دغه پوهاوي په برخه کې لږوالی د پوره انتقاد او نيوکې سره مخ دی.

که د دې ترڅنګ د دولت لخوا په ولايتونو او ولسواليو کې د درملنې مرکزونه ډير شي ډېره مثبته اغېزه به ولري .

 د مخدره توکو سره د مبارزې د ارګانونو څخه د مسؤليت ادا کونې او لاسته راوړنو حساب واخيستل شي، چې څنګه د دوی په موجوديت کې په بازارونو کې په ښکاره ډول د مخدره توکو پلور او پير کيږي يا يې کشت او قاچاق کيږي هغه هم په ښکاره ډول او پرته له وېرې.

يو وړانديز بل دادی چې :

د مخدره توکو پرضد د مبارزو ادارې بايد دلاندې ټکو دعملي کيدا دپاره اوچت ګامونه واخلي :

  • د مخدره توکو د قاچاق پرضد کړنې ترسره کول .
  • د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راوستل .
  • د مخدره توکو تقاضا کمول او پر مخدره توکو د روږدو کسانو تداوي کول .
  • د ولاياتو او ولسواليو پر کچه د دولتي ادارو وړتياوې لوړول .
  • عامه پوهاوی، سيمه‌ييزه او نړيواله همکاري .
  • د کوکنارو تر کښت لاندې سيمې خرابول، .
  • د قانون عملي کول .
  • د مخدره توکو الترناتيف (متبادل) توکي رايجول.

د مخدره توکو د استعمالونکو ځايونه معلوم دي ، معتادين پکې هره ورځ مخدره توکي استعمالوي، دوی پرې سترګې پټوي او خلک وايي چې د مخدره توکو د خرڅوونکو سره معاملې روانې دي چې له هغوی سره په ګټو کې شراکت لري او يا دا چې د مخدره توکو پلورونکي او قاچاقبران نيول کيږي او بېرته ازاديږي ، دوسيې تر محکمې پورې نه رسيږي ، ورځ تر بلې د معتادينو  شمېر ډېريږي او خطرناکه خبره دا ده چې د مخدره توکو د همدغو روږدو کسانو څخه د دولت د مخالفينو لخوا په مسلحانه او ځانمرګي بريدونو کې کار اخيستل کيږي او په ډېره اسانۍ د څو پيسو په مقابل کې د جګړو ليکو ته جلبيږي.

د ټولنې له ځوانانو څخه هيله ده چې په خپلو سيمو کې د مخدره توکو پر ضد مدني ټولنې جوړې کړي او د علماوو په لارښوونه دې د دغه منفوزې پدېدې په وړاندې مبارزه وکړي .

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *