اعلان

Categories
اعلان

ولې ملحدان ملګري؟ /مجید قرار

یوه دوست را ته لیکلي ته چې کله د ملحدانو په مقابل کې یو څه لیکې، که څه هم لیکنه دې د دوی پر خلاف وي، ولې دوی ته د ملحدانو ملګرو خطاب کوې. ته د ملحدانو ملګری یې.

هو، زه د ځینو ملحدانو ملګری یم، خو د الحاد ملګری نه یم. د ګناهګارو ملګری کېدای شم، خو د ګناه ملګری به یې نه یم. که زه د یوه ملحد نجات غواړم او نه غواړم چې بې لاري شي، لامل به یې دا وي چې زه خواخوږي ورسره لرم، زه مینه ورسره لرم، او زه نه غواړم چې لاره ورکه کړي. که مې له هغه څخه کرکه درلودای نو بیا به یې زه هم لکه زموږ اخوندان، تر هدایت پر بېلاریتوب او ګمراهۍ خوشاله، تر مسلمانۍ پر الحاد خوښ او تر جنت ته تګ په دوزخي کېدلو خوشاله وای.

ځینې خلک له دې ستر دیني حقیقت څخه ناخبره دي چې د مسلمان جګړه یواځې له هغه چا سره ده چې جګړه او تجاوز پرې کوي. نور د مسلمان معنا ده د ټولو انسانانو خواخوږی، دوست، د ټولو انسانانو ملګری، د ټولو انسانانو لپاره د نېک عاقبت امید لرونکی، د ټولو انسانانو د هدایت هیله مند، د ټول انسانیت لپاره د بریا هیله او د ټول انسانیت نجات. پوښتنه دا ده چې آیا دا ټولې نېکي هیلې خلک د دوست لپاره لري که د دښمن لپاره؟

په اسماني دینونو کې وایي یواځې تحریف شوی یهودیت د برترۍ پر احساس بناء دی، یهود څوک خپل دین ته نه وربولي، ځکه فکر کوي نور خلک د دې دین مستحق نه دي. (دا خبره مې هم له یهودو نه ده اورېدلې)

نور ټول دینونه د نورو ځان ته د وربللو هڅه کوي. جاذبه او تنافر دوه متضاد مفاهیم دي. یعنې که څوک ځان ته در جذبوې، نفرت به نه ورڅخه کوې. دا مفهوم په ګڼو آیتونو او نصوصو کې ذکر شوی خو دلته یې ځکه نه ذکر کوم چې نه غواړم زه هم لکه د ځینو دیني مداريانو، خلکو ته په بازار کې د وعد د غوړیو او وعید د مارانو نمایش ورکړم. نه غواړم زه هم د قرآن کریم د نن زمانې د انټرنیټ په زرګونو خپلسریو مفسرینو کې یو مفسر و اوسم. زما باور دی چې د دې دین عمومي روح درک شي، بیا خلک په هره هره مسأله کې د یوه یوه متن او نص د ترجمې او تفسیر لپاره په ملایانو پسې نه ځغلي.

موږ له ګناه په کرکه مکلف یو، له ګناهګاره په کرکه مکلف نه یو. له ګناهګار سره باید مینه وکړو، له ګناه یې کرکه وکړو. د کافر په کرکه مکلف نه یو، له کفر څخه یې په کرکه مکلف یو، خو که له کافره کرکه وکړو، نو بیا د دعوت او او نجات دعوه غلطه ده، ځکه چې له یو چا څوک کرکه کوي، هغه ته بیا جنت نه غواړي. د خدای پاک پیغمبر ته چې رحمة للعالمين ويل شوي هلته عالمین جهان ته هم نه، بلکې جهانونو ته ویل شوی. رحمت غضب او کرکه نه وي. له یو چا چې څوک کرکه کوي، هغه ته نجات نه غواړي، حال دا چې موږ دعوه کوو چې دین مو د بشریت د نجات دین دی. که دغسې وي، نو بیا ولې خپلو اولادونو ته د انسانانو کرکه ور زده کوو؟ ولې خپل شاګردان د شرق او غرب او شمال او جنوب په کرکه روزو؟

دا الحاد، زندیقیت او اعتزال په اسلامي ټولنه کې نوي ښکارې او حقیقتونه نه دي. دا له هماغې لومړۍ ورځې موجود ول. د صالحو سلفو له زمانې له ملحدانو، زنادقه و، معتزله وو سره مناظرې شوي، له دوی سره بحثونه شوي، خو دوی زغمل شوي دي. د اسلامي نړۍ ستر ستر علماء او فلاسفه چې اوس له هغوی پرته زموږ تمدن نیمګړی دی، یا معتزله و، یا حتی په الحاد او زندیقیت متهم و، یا ریښتیا همداسې و. له ابن سینا، فارابي، ابن خلدون او ابن عربي را نیولې، تر وروستیو او معاصرو متفکرینو، آن زموږ تر نیږدې حمزه شینواري پورې هره یوه یوه دوره د الحاد تېره کړې یا پرې متهم و خو د دوی هر یوه له وجود پرته زموږ تاریخ او زموږ مدنیت نیمګړی دی.
په کومه ټولنه کې چې فکري خوځښت، علمي خوځښت او د قلم او کتاب بوختیا ډېره شي، هلته د افکارو تنوع او د افکارو له تنوع سره د عقایدو تنوع طبیعي ښکاره ده.

د دې تر څنګ باید کله کله سړی په عواملو او انګېزو هم وغږېږي. د یوه مشهور عالم له خولې یې وایم. هغه وایي، د نن زمانې د جنګ ځپلیو هېوادونو ملحدان اکثره د ټولنې تر ټولو حساس، دردېدونکي او د ويښ وجدان خاوندان دي چې له حالاتو دردېږي، فکر کوي، جرأت کوي او خپل سوالونه مطرح کوي. هغه وایي، دا سمه ده چې دوی بې لاري دي، خو د دوی د بې لارېتوب لامل ویښ وجدان او څک احساس دی. دوی له هغه څه چې د دین او وینو د تجارانو لخوا د دین په نامه ترسره کېږي، کرکه لري، خو دوی دا نه درک کوي چې دغه خلک د دین استاځي نه دي او دین له دوی کرکه لري.

بله خبره دا ده چې اکثره دلته هغو وګړیو ته ملحد ویل کېږي چې پوښتنه کوي. پوښتنه نه کفر ده، نه الحاد. کفر او الحاد ځواب وي، پوښتنه نه وي. پوښتنه له غیرشعوري حالته شعوري حالت او عقیدې ته د انتقال سمه لاره ده. تر کومه چې موږ پوښتنه ونکړو، پوهېدلای نشو، او تر څو چې پوهېدلي نه یو، شعوري مسلمانان، شعوري یهودان، شعوري مسیحیان، شعوري کمیونسټان، شعوري… نشو کېدای. په دې اعتبار، ډېری ځوانان پوښتنې لري، چې دې پوښتنو ته یې نسواري اخوندان ځواب نه شي ویلای نو د ځواب پر ځای ښکنځلې ورته کوي او د کفر ټاپې پرې لګوي.

بله مسأله دا ده چې انسان خدای پاک ابتلاء او امتحان ته پیدا کړی. امتحان او ابتلاء شرطونه لري. لومړی شرط یې دا دی چې کله ته امتحان کېږې، نو ته باید ازاد وې. مثلا، که تا ته وویل شي چې په دې پتنوس کې خرما او شراب دواړه ایښي دي، ته یو در واخله، ته به معلوم شې چې سم سړی یې که غلط شرابي یې. خو په دین وخت کې ستا لاس شا ته در وتړي نو د دې امتحان بیا معنا څه شوه؟ کله چې ته ازاد نه یې نو ستا امتحان معنا نه لري. یا مثلا، تا ته د څلورو ځوابونو یو سوال مخې ته اېښي وي، تا ته وویل شي چې په څلورو کې یو انتخاب کړه چې علم دې معلوم شي خو بیا درته ووایي چې که دې دا اول انتخاب نه کړ نو وژنو دې. آیا دا امتحان دی؟ آیا ته د خپل انتخاب مسؤول یې؟ آیا که تا غلط انتخاب وکړ، ملامتي به ستا وي؟
نه، واضحه خبره ده چې انسان خدای پاک د عقیدې په مسأله کې حتی له خپل جبر څخه هم ازاد پیدا کړی او همدغه د ثواب او عقاب، او د آخرت د میزان حکمت دی چې انسان باید ازادي ولري. له انسان څخه د امتحان او ابتلاء په منځ کې د ژوند اخیستل، هغه وژل یا رټل دا معنا لري لکه له یو چا چې د امتحان په منځ کې په نیم وخت کې د امتحان اخیستونکي نه، بلکې د درېیمګړي لخوا پارچه واخیستل شي. که یې امتحان اخیستونکی واخلي، ښایي پروا ونه لري ځکه چې هغه د امتحان په حدودو پوهېږي خو که یې زه او ته ورڅخه اخلو نو دا له امتحان ورکوونکي او امتحان اخیستونکي، یعنې د کافر او مسلمان په قضیه کې، له خدای پاک سره جفاء ده.

که څه ګڼ مشهور علماء، د شیخ یوسف القرضاوي په شمول په دې عقیده دي چې مرتد شرعا نه وژل کېږي، خو دا مسأله په خپل ځای لا هم پېچلې او د اختلاف وړ پاتې ده، خو دا ښکاره ده چې د اسلام په پیل کې د ارتداد ځپنه د دې دلیل نشي کېدای چې هر مرتد دي ووژل شي، ځکه هغه وخت ارتداد سیاسي او د نظام پر خلاف بغاوت او د قیام حرکت و چې جګړه یې کوله او نظم یې خراباوو. هغه افراد هم چې تر دې نامه لاندې وژل شوي، د همدې جریان په تړاو وژل شوي دي. البته زه په دې اړه مذهبي فتوا نه صادروم، نه یې ظرفیت لرم، خو خپله د ګڼو دیني شواهدو، او د اسلام او قرآن کریم د عمومي روح، او د دعوت د مفهوم پر اساس وایم چې د کافر له شخص او ذات سره تر هغو چې تجاوز یې نه وي کړی، کرکه نه کېږي، بلکې له فکر او ناوړه عقایدو یې انکار کېږي. البته د انکار معنا یې دا نه ده چې پر معبدونو به یې برید کېږي. تر هغو چې عابد موجود وي، په اسلام کې د یو چا د معبد ړنګولو اجازه هم نشته. مسلمانانو چې په مکه کې بتان ړنګ کړل، هغه وخت بت پرست نور نه و، خو په جلال آباد او غزني کې د هندوانو د معبد ړنګولو اجازه نشته.

د نورو د حذف، له نورو د کرکې او د نورو د قتل او شړلو تصور یواځې له هغو خلکو سره وي چې پر دین یې لاس را تاو کړي وي، دین د خلکو د جنتي کولو نه، د خلکو د دوزخي کولو لپاره کاروي. له دعوت څخه یا منکر وي، یا د دعوت او جګړې په تفاوت نه پوهېږي.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

8 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    ټول انسانیت ته سلام ! زموږپه مومن به کې راغلی ( لآاکراه فی دین) دپورته لیکنې دثقم دپاره بس ده -په قلم دې برکت شه – تا غوندی ځوانان روشنګری کولی شو – راغلو دښاغلی فیصل بې ادبه لیکنې ته چې په خواشینۍ سره دقلم عفت یې په نظر کې نه ده نیولی – خدای دې هغه ته هم هدایت دنیکۍ وکړی .

  2. Attal Reply

    سلا م فیصل
    گران وروره بدی خبری د مدرسی سبکاوی کوی
    او داسی بکار نه دی

  3. توریالی ملیار Reply

    د ښاغلي قرار لیکنه یو تحقیقي بحث دی، یو علمي لکچر دی، دغسې لیکنې د هر چا د وس خبره نه ده، د اذهانو او افکارو د روښانتیا لپاره موږ په خپله ژبه کې دغسې علمي مواد بیخي کمې لرو، د قرار زحمت د ستایلو دی.

    د قرار د لا بریا په هیله

  4. عزیز نورانی Reply

    که قرار صاحب د زړونو قرار دا پوسټ لولی زه دا پوښتنه ځنی کوم
    زه ستا د پوسټو تر هر چا ډیر منیوال یم خو بیا دی هم بلاک کړی یم نه پوهیزی پور کمه ګڼا ه

  5. Sayed Hashimi Reply

    ښاغلی فيصل،
    د منافق يوه نښه دا ده چې ځواب ورسره نه وي، نو ښکنځل کوي.
    داسې برېښي چې د قرآن له ترمينالوژۍ هډو خبر نه يې.
    په ايها الناس کې ټول انسانان رانغاړي.
    په يايها الکافرون کې مختص کفارو ته په زغرده اعلان دی.
    او داسې نور، مسلمان ته لا څه ان تر دې چې غيرمسلمو ته هم ښکنځل منعه دي.
    ايا ښه به دا نه وي چې د يو چا خبره په علمي توګه ځواب کړئ؟
    تاسې په خپلې بې ادبه خبره کې د بل چا وينا رااخلئ چې دا خپله له اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. په دې هيله چې يو ځل خپل ځان پخپله هېنداره کې ووينئ او لږ دې خپل ګرېوان ته سر ښکته کړئ او لږ له ځان سره سوچ وکړئ چې څه مو ويلي دي.

    1. تاند Reply

      د فیصل نومي کنځلمار تبصره ډیلټ شوه (تاند)

  6. Dr.Atal Reply

    د قرار صاحب لیکنی د لوستلو وړ او ګټوری بولم د دعوت او قناعت له ژبی سره آشنا او مؤدب الفاظ کاروی ، د دعوت ژبه خوږه ،په ښه استدلال او شفقت مزینه وی .
    مګر څنګه چه وروڼو لیکلی ښکنځل ،لیونتوب ،تخریب ،غصب ، انحصار ،جاهلی تعصبات ، منفی رقابتونه ،تباهی او وژنه کوم انسانی ارزښت نه بلکه تر هر نامه لاندی چی وی ؛ وحشت او ارذلیت دی .

  7. mawlawi khadim Reply

    قرارجانه
    الله دې د خیر په کارونو کې نور هم توفیق درکړي
    خو که له طالبانو ورونو سره مو هم همدغه د حکمت او موعظة الحسنة طریقه کارولای وای نو ښه به نه وه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان