Categories

اعلان

Loading…

پر ځان میین/ اسدالله غضنفر

 هسې وایي چې یوه ځانغواړي لیکوال خپل ګاونډي ته د ځان په باره کې خبرې کولې. خبرې یې اوږدې شوې او متوجه شو چې ګاونډی یې له یو اړخیز مجلسه په تکلیف دی نو ویې ویل: وبخښه، ټولې خبرې ما وکړې، اوس به تا واورم، دا راته ووایه چې زما د وروستي کتاب په باره کې دې څه نظر دی؟

 په دې حکایت کې د یوه نسبتا ساده سړي شدیدې ایګو او ځانغوښتنې ته متوجه کېږو خو ګڼ کسان د خپلې منفي خودخواهي د پټولو په چل پوهېږي او ځینې بیا دا قدرت هم لري چې خپلې شدیدې خودخواهي ته د ایثار او فداکاري جامه ورواغوندي او ټولنه په ځان پسې روانه کړي.

د بشر په اخلاقي فلسفه، ادبیاتو او فرهنګ کې خودخواهي غندل شوې او فداکاري ډیره ستایل شوې ده. دا غندنه او ستاینه طبیعي ده. ټولنه د هغه چا قدردانه ده چې د بل خیر غواړي او برعکس هغه څوک غندي چې نورو انسانانو ته د وسایلو په سترګه ګوري او د خپلو ارزوګانو د پوره کولو په لاره کې  د نورو خپګان او خوشحالي، عزت او بې عزتي یا شتون او نه شتون ورته یو شان ښکاري.

 څرنګه چې ټولنه ځانغواړو او ځانمارو ته په سپکه سترګه ګوري، نو خودپرسته کسان ممکن د خپلې خودخواهي دایره پراخه کړي او مثلا د ځان د ستایلو په ځای خپل قام وستایي.

 د خودخواهي د دایرې له پراخېدو سره هم د ځانغواړي کس خپله اصلي روحي تنده ماته شي او هم ټولنې ته د زغملو شي او بلکې ډېرو ته نور یو خودخواه نه بلکې فداکار کس واېسي.

هغه خودخواهي چې وګړی پکې یوازې تر ځان راچورلي، په اخلاقي لحاظ منفي ده او دا دویم ډول خودخواهي چې دایره پکې وسیع کیږي، په اخلاقي لحاظ ممکن مثبته وي یا منفي.

 که څوک د خپلو خلکو خیر غواړي او دغه خیر پردو خلکو ته په تاوان رسولو کې نه ویني، په اخلاقي لحاظ مثبت عمل کوي، خو هغه څوک چې د نورو ټولنو په ځبلو بوخت وي او ادعا یې دا وي چې دا کار د خپلې ټولنې د خیر لپاره کوي، خودخواهي یې منفي ده.

 د اخلاقو طلایي قانون راته وایي چې نورو ته هم هغه څه غواړه چې ځان ته یې غواړې. هغوی چې د نورو ټولنو په ذلت او تباهي کې د خپلې ټولنې او خپلې اجتماعي ډلې کامیابي لټوي، د اخلاقو د دغه بنیادي اصل په اساس، بد اخلاقه او ظالمان دي.

 هیتلر به ویل چې د جرمن قوم د نیمکرغي لپاره د یهودو، روسانو او ځینو نورو قومونو ځبل پکار دي. د ده د خودخواهي دایره لویه وه او په ظاهره ټول جرمن قام پکې شامل و خو فکرونه او عملونه یې په اخلاقي لحاظ منفي وو. دغسې کسان چې د نورو ټولنو په بې خیري کې د خپلې ټولنې خیر ویني، د دوی د خودخواهي دایره یوازې په ظاهره لویه ښکاري. دوی د خپل ضمیر او د ټولنې د تیرایستلو لپاره ګومان او تبلیغ کوي چې د خپلې ټولنې غم ورسره دی، حال دا چې د فکرونو او عملونو اصلي انګیزه یې منفي خودخواهي ده چې بهتره ده خودپرستي یې وبولو.

 اروا پوه فرویید وایي چې نو ږیری ماشوم یوازې خپلې غوښتنې پیژني او د نورو پرغوښتنو ړوند او کوڼ وي. ماشوم د وخت په تېرېدو سره پوه شي چې که څه هم د پیالې په ماتولو کې خوند دی خو مور یې ورته په قهرېږي نو احتیاط پکار دی. فرویید د بنیادم د شخصیت دغه دویم اړخ ته، چې خپلې غریزې او غوښتنې د چاپیریال د تقاضاوو په چوکاټ کې راولي، ایګو وایی. ایګو هغه څه ته ورته بللای شو چې عقل یې بولو. د فرویید په نظر په څلور، پنځه کلنۍ کې د ماشوم د شخصیت د دریم اړخ وده پیلېږي. دی دغه اړخ سوپر ایګو بولي. کله چې ماشوم د مور وپلار او نورو لارښوونې، له وېرې نه بلکې د زړه له تله ومني، معنا یې دا ده چې په شخصیت کې یې د سوپر ایګو اړخ پیدا شوی دی. سوپر ایګو تر ډیره حده د ټولنې له اقدارو، باورونو او ارزښتونو سره سمون خوري او تقرییا هماغه شی دی چې وجدان یې بولو.

 ایګو چې تعادل ونه ساتي او وجدان تر پښو لاندې کړي، بنیادم د خودپرستي په مرض مبتلا شي. که خودپرست یو څه معلومات ولري او د استدلال قوه یې یو څه پیاوړې وي نو بیا شاید خپلو شخصي تمایلاتو ته د معنویت او د یوه اجتماعي ګروپ د ګټو او خیر نوم ورکړي او په دې ډول خپل ضمیر او ټولنه دواړه تیرباسي. د وجدان تیرایستلو ته هم ځکه اړتیا وي چې ناکراره وجدان بنیادم ناکراره کولای شي.

 د شوروي اتحاد مشهور دیکتاتور ستالین خپله خودپرستي له ګارګرې طبقې سره د مینې په جامه کې پټه کړې وه. ده که له کارګرې طبقې سره د مینې ظاهري احساس نه لرلای، بیا به ورته د نورو په ځبلو او وژلو کې د خپل وجدان قانع کول ډیر سخته وو او ذهني ناکراري به خوب و ارام ته نه و پرې ایښی.

 البته د شدیدې خودخواهي په ناروغي مبتلا بنیادم که هر څو هم ځان او ټولنه تېر باسي، د وخت په تېرېدو سره یې روحي ناکراري زیاتېږي. دی چې د هغه حکایت د لیکوال غوندې له ځانه د راوتلو وس نلري، له ټولنې سره یې حقیقي رابطه وار په وار کمېږي او دغه احساس ورباندې ورو ورو غلبه کوي چې نور خلک له ده سره مینه نه کوي، نور خلک ده ته غوږ نه ږدي او نور خلک بد دي.

119 total views, 2 views today

1 comment

  1. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    اخلاقي بحث دي ښې خبرې دى او بشپړ استدلال.رښتيا هم د ستالين له بريتو داسې معلوميږي چې دکتاتور وه زموږ چپيان هم بريتور وه. له هغه نه اوچت مارکس هم په چرسو او شرابو کې ورک او داسې ښکاري چې دده د فيلسوفي لقب سره په تضاد کې وه ځکه يو فيلسوف د تولستوى په شان په ټولنه کې ځاى او مقام لري.ستا ليکنه بشپړ رنګ او خوند لري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *