Categories

بې قدره مشتریان/ محمد نعمان دوست

د پارک دیواله ته یې ډډه وهلې وه. د پښو پر سر ناست و. زوړ جامپر کې یې زنګنونه پټ کړي وو. له پلاستیکي چپلکو یې خیرنې ګوتې راوتلې وې. د باران څاڅکي یې په جړو  ویښتانو کې ورکیدل. خدای خبر ځوان له کوم وخت راهیسې دلته ناست و او تر کومې به ناست و؟ نو هغه به چیرته تللی و؟ د هغه څوک وو؟ هغه ته خو شاعر هم دا غږ نشو کولای چې: راشه د ننه یاره بیرون باران دی – هر مساپر چې ګورم ماښام حیران دی

دی هم مساپر و؛ خو د یو طرفه جادې. د داسې واټ چې بیرته راګرځیدل پکې نه کیږي، باید د ژوند تر پایه همدې ستړي کوونکي مزل ته ادامه ورکړي.

دا سفر تر ډیره اختیاري نه دی، دا د حالاتو جبر دی او دا جبر به ځکه ادامه لري چې د نورو پکې ګټې دي او په کوم شي کې چې سود مطرح وي، هلته په اوسنۍ اصطلاح هیڅ ارزښت (انتن نه ورکوي).

خپل یو ګاونډی را یاد شو: میرویس میدان کې اوسیدو، دا د حامدکرزي د لومړۍ واکمنۍ دور و. شاوخوا کورونه ټول ړنګ شوي وو، دا مخروبې د تنظیمي غوبل میراث وې. خلکو ویل چې دلته به څنګه د جګړې له ویرې کډه بار شوه، نو د وخت مجاهدینو به پر کور هجوم ور وړ. کړکۍ، دروازې او آن خښتې به یې غنیمت کړې.

ګاونډی مو د یوه مرکزي ولایت اوسیدونکی و. د ژمې سړه شپه وه. انګړ له واورې داسې تک سپین و لکه نداف چې پاغونده ډانډس کړي وي. بیرون راووتم، د اوبو غږ مې واورید. شیبه ودریدم. غږ د ګاونډي له کوره راته. مسلسل له څاه اوبه را ایستل کیدې او بیا خالي کیدې، له دې سره غیر ارادي غږونه هم راتلل. سهار مې له ګاونډي پوښتنه وکړه، راته ویل یې: برادره! کوښښ کوم پوډر پریږدم، خو بدن کې مې سور اور لګیدلی، داسې وخت راشي لکه اور چې اخلم. بیګاه نیمه شپه له همدې حالت سره مخ شوم، رامنډه مې کړه او له کوهي مې اوبه راویستلې او پر ځان مې اړولې!

دا اور د ډیرو ځوانانو په سینو کې بل دی، اوس یې شمیره شاوخوا دوه میلیونو ته رسیږي. ممکن دا شمیره کال په کال لوړه شي. په انسان کې لا تغییر نه دی راغلی، لا خپل وحشت او د نورو په سینو کې اور بلولو ته توجیهات لټول کیږي. لا پر همدغه انسان سوزونکي مادې شرعي امتیاز (عُشر) اخیستل کیږي. لا په همدې پیسو عبادات ( حج) تره سره کیږي او لا…

د دغې انسان سوزونکې مادې سره د مبارزې په نوم وزارت جوړ شوی، په میلیونونو ډالر مصرفیږي، خو لا د وزارت شاوخوا له پوډریانو پاکه نه ده، خدای خبر د وزارت په منځ کې به څه حال وي!

په هر صورت، دا زهرجن کاروبار به روان وي. بزګران به خپل دلایل وايي، عشر اخیستوونکي به خپل دلایل وايي او…. خو دا دلایل به هغه اور ته څه ګټه وکړي چې زموږ د شاوخوا دوه میلیونه خلکو په سینو کې بل دی او لا هم نورو ته د سرایت په حال کې دي؟

له دې لارې ډیرې پیسې ترلاسه کیږي، د خارجیانو هم پکې ښه ساعت تیر دی. نو شاید څوک یې د ګل کولو لپاره مټې را ونه نغاړي. اور به همداسې بل وي او زموږ د ځوانانو غوښې به سوزوي.

خیر دی، د پوډرو بیلابیل کاروباریان  دې په ګډه  یو کار وکړي. لږ تر لږه د خپلو مشتریانو خیال دې هم وساتي. خپلو مشتریانو ته دې په لویو ښارونو کې لویې خونې جوړې کړي، داسې خونې چې د هماغه ځای هغه خلک پکې له باد او بارانه په امن شي چې د دوی کارو بار یې په سینو کې اور بل کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *