Categories

اعلان

Loading…

دافغانستان د پوهنیز نظام( معارف) د لوړپوړوچاروکود پام وړ

نصاب مو تر یوه حده جوړشو.

  1. ښوونکي موتریوې اندازې مسلکي شول.
  2. مکتبونو مو نسبي په امکاناتو سمبال شول.
  3. د ښوونکيو تنخوا هم نسبي شته.
  4. کتابونه هم تریوه حده شته.
  5. امنیت نشته X
  6. تعمیر د یوشمیر مکتبونو نشته #
  7. په لرې پرتو سیمو کې یوشمیر مکتبونوته د اوبوسیستم نشتهX
  8. خیر زه وایم داټول به وشي.
  9. په ۳۴ ولایتونوکې وګرځۍ ښوونکيو نه پوښتنه وکړئ چې د شاګردانو کتابونه د کال ترپایه ولي ټول نه تدریس کیږي علت يې څه دي که څه ستونزه وي تاسو يې په ګوته کړئ ترڅو په راتلوونکي کې داستونزه حل شي.

معلومات: زما ماشومان په تېروکلونو کې په شخصي مکتبونو کې زده کړې کولې خو د روان کال راهیسې مې ټول په دولتي ښوونځيو کې شامل کړي دی کتابونه يې ترآخره نه خلاصیدل.

داخو مې د کابل، وردګو او غزني له څو زده کوونکونه پوښتنه وکړه چې کتابونه يې ترآخره نه دی تدریس شوي.

یو ملګری مې د دایکندي نه مې پوښتنه وکړه هغه هم ویل چې دایکندي کې هم کتابونه د کال ترپایه تول پای ته نه رسیږي.

بل ملګری مې د نورستان دی چې خپله ښونکی دي هغه هم وايې چې ټول کتابونه د کال ترپایه نه تدریس کیږي او هلته په یوشمیر سیمو کې دا ستونزه هم شته چې مکتبونه د ټوپک دارانو لخوا بند شوي.

ننګرهار کې مې له خپل ملګري سره تماس کې شوم هغې راته وویل چې هلته هم همداسې حال دي.

تخار ، بدخشان او کندوز ولایتونو کې مې له خپلو ملګرو سره تماس کې شوم هغوی هم راته وویل چې کتابونه د کال ترپایه نه خلاصیږي.

دکونړکې ولایت کې مې هم له یوه ملګري سره تماس کې شوم هغې هم راته ویل چې ټول کتابونه نه تدریس کیږي.

له بامیانو مې هم معلومات ترلاسه کړل هلته هم همدا حال دی.

کندهار، زابل، هلمند، فراه بادغیس غور او هرات کې مې له خپلو ملګرو سره تماس ونیو، هغوی ویل يې چې داستونزه هم رښتیا دلته هم شته او کاشکي مرکزي حکومت په دې خبر شي او دا ستونزه حل کړي.

پکتیا کې مې هم له یوه ملګری سره تماس کې شوم هلته هم همداسې ده.

حقیقت به وایو دا پورتني  معلومات په یادو شویو ولایتونو کې د هلکانو په ښوونځيو کې وو ولې خال خلا د ښځینه وو په ښوونځیو کې تریوه حده کتابونه پای ته رسیدلي دي او ترآځره تدریس شوي.

ښه هدف: راځۍ له خپل هېواد او خپلو خلکو سره مرسته وکړی!

 د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي؛

 د پارلمان وکیل صاحبان.

د پوهنې وزارت چارواکي او خدمتکاران.

 د ښوونځيو قدرمن ښوونکي چې ترټولو خلکو زیات دوی ډیر د قدر وړ شخصتیونه دي او په ډیرو سختو شرایطو کې قرباني ورکوي او راتلوونکي نسل له تیارې څخه رڼا ته راوباسي.

د ښوونځيو مدیران د ولسوالیو د پوهنې مدیران سرښوونکي او اجرائیوي مدیران او آمرین ټول.

بالاخره والدین د زده کوونکيو مور، پلار، وروڼه، خپلوان او د پوهنې مینه وال.

زه وایم راځۍ دې ستونزې د حل لپاره لاس په کارشو او ټول لاسونه سره ورکړو ترڅو پرمختللی افغانستان او نیکمرغه راتلونکې مو په نصیب شي.

بریاموپه برخه د یو خپلواک، پرخپلوپښو ولاړ، آزاد افغانستان په هیله

۰۷۹۹۰۲۴۹۷۲

حبیب الرحمن ابراهیمي

43 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *