Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان اوبو ته لنډه او اجمالي کتنه/ اسدالله میلاد

د افغانستان روانې اوبه په دې ورستیو کې یو ځل بیا د ګرمو بحثونو او شننو موضوع ګرځیدلې او په اړه یې حکومتی چارواکي، کارپوهان او سیاسی شنونکي بیلابیل نظریات وړاندې کوي‌ او د هغوی په مختلفو اړخونو باندې رڼا اچوي. وروستۍ پیښو زه هم وهڅولوم چې په دې اړه خپل درک او نظرونه له خلکو سره شریک کړم. خو په دې لیکنه کې یوازې غواړم د هیواد د روانو اوبو پر څرنګوالي، اهمیت، مدیریت او ستونزو باندې په ټولیز ډول خبرې وکړم.

په افغانستان کې د اوبو مدیریت د سیندیزې حوزې (River Basin) د اصولو او اسالیبو پر بنسټ ترسره کیږي، دلیل یې دادی چې نوموړۍ موډل کولای شي د نړۍ په کچه د اوبو زیرمې په ښه ډول سره مدیریت کړي. نوموړی موډل د نړۍ په ټولو هیوادونو کې کارول کیږي اما د پلي کولو کچه یې په بیلابیلو هیوادونو کې له یو بل سره توپیر درلودلای شي، هر هغه هیواد چې نوموړی مدیریتي موډل په بریالیتوب سره پلی کړي کولای شي د خپلو اوبو زیرمي په سمه توګه حفاظت، استفاده او پرمختګ ورکړي. له همدې امله د افغانستان د اوبو قانون همدې مدیریتي موډل ته مشروعیت ورکړیدی.

 سیندیزه حوزه (River Basin):

د اوبو د ډنډ (ټولیدو) هغه ساحې دي چې اوبه یې په طبیعي توګه یوې ګډې مجرا ته ورتوئیږي[1]. د افغانستان د جغرافیې او د دې تعریف په نظر کې نیولو سره په آسانۍ سره کولای شو د هیواد ټولې اوبه په سیندیزو حوزو باندې وویشو. دا یو واضح حقیقت دی چې د افغانستان ټولې اوبه یوې واحدې مجرا ته نه توییږي بلکې بیلابیلو مجراګاتو کې تويیږي. د بیلګې په توګه د کابل سیند د افغانستان له خاورې وځي‌ او د اندس له سیند سره یوځای کیږی، د هلمند سیند په همدې ډول د ۱۲ مایل پولې جوړولو سره سره د ایران خاورې ته ننوزي‌ او د سیستان په دښته کې هامونونو ته توییږي. د هریرود سیند له پولې جوړولو وروسته د ایران او ترکمنستان تر منځ پوله (سرحد) جوړوي‌ او د دوستۍ بند کې راټولیږي. د پورته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې د هیواد اوبه باید بیلې بیلې سیندیزې حوزې ولري، له همدې کبله دي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د هیواد ټولې اوبه په پنځو سیندیزو حوزو باندې ویشلي دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي (الف شکل):

  1. د کابل سیندیزه حوزه
  2. د هلمند سیندیزه حوزه
  3. د هریرود-مرغاب سیندیزه حوزه
  4. د پنج – آمو سیندیزه حوزه
  5. د شمال سیندیزه حوزه

پورتنۍ ویشنه دا روښانوي چې د هیواد ټولې د ځمکې پر مخ (Surface Water) اوبه پنځو مشترکو مجراګانو ته توییږي چې هرې یوې ته یې سیندیزه حوزه ویل کیږي.

د کابل په سیندیزه حوزه کې ټولې هغه سیمې شاملیږي چې اوبه یې د کابل له سیند سره یوځای کیږي، ځکه خو د کابل سیند له پیل څخه تر پای پورې د ګډې مجرا ځای خپلوي‌ او د کابل سیندیزه حوزه جوړوي. په دې حوزه کې د کابل سیند او د هغه ټول کوچني‌ او لوی معاونین شامیلیږي، د بیلګې په توګه د پنجشیر سیند، د پغمان سیند، د لوګر سیند، د میدان سیند، د کنر سیند او داسې نور.

په اصلیت کې د کابل سیندیزه حوزه له بیلابیلو کوچنیو او فرعي سیندیزو حوزه څخه جوړه شوې ده. یعنې د کابل د سیند هر معاون سیند د یوې فرعي حوزې بیلګه لري، مثلا د کنر سیند چې د کابل د سیند یو معاون دی ځانګړې فرعی سیندیزه حوزه لري چې ورته د کنر فرعي سیندیزه حوزه(Kunar Sub-River Basin) وایي.

د سیندیزې حوزې د مفهوم په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې امکان لري هغه سیمې چې د هیواد له خاورې د باندې پرتې دي هم زمونږ د سیندیزو حوزو برخه وي، ځکه چې د نوموړو سیمو اوبه هم هغې مشترکې مجرا ته توییږي کومې ته چې د هیواد د مشخصو سیمو اوبه توییږي، د بیلګې په توګه د کابل د سیندېزې حوزې د کنر فرعي حوزې په سیمه کې د دیورند له کرښې هاخوا څخه د چترال سیند کنر ته را د ننه کیږي او د کنر له سیند سره یو ځای کیږي، بیا د کنر سیند د کابل له اصلي سیند سره یو ځای کیږي او د دیورند له کرښې څخه د پاکستان خاورې ته تیریږي.

همدارنګه د هریرود-مرغاب په سیندیزه حوزه کې د ایران له خاورې څخه د کشف رود او جام رود سیندونه له هریرود سره يوځای کیږي او بیا د دوستۍ د بند په لور بهیږي. د آمو‌ په سیندیزه حوزه کې هم د تاجکستان هیواد څخه د وخش او ځینې نور سیندونه د آمو له سیند سره يوځای کیږي. د هلمند په سیندیزه حوزه کې کله چې د هلمند سیند د ایران خاورې ته د دننه شي، د شور، حسین آباد او لار سیندونه د هلمند له سیند سره د هامونونو په سیمه کې یو ځای کیږي او بیرته د افغانستان خاورې ته د ګودزرې هامون ته توییږي.

د پورتنیو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ویلای شو چې د سیندیزې حوزې یوه برخه کیدای شي په ګاونډي هیوادونو کې پرته وي. نو له دې امله سیندیزې حوزې په لاندې دوه ډوله ویشل شويدي:

  1. کورنۍ سیندیزې حوزې (Domestic River Basins): هغې حوزې ته وایې چې ټولې سیمې یې د هیواد د ننه واقع شوي وي.
  2. له پولې هاخوا سیندیزې حوزې (Transboundary River Basins): هغې حوزې ته وایي چې ځینې سیمې یې له هیواده بهر پرتې وي، په بل عبارت هغه سیندیزه حوزه چې په دوو یا دوو څخه زیاتو هیوادونو کې موقعیت ولري.

د پورتنۍ ویشنې پر بنسټ افغانستان یوه کورنۍ سیندیزه حوزه او څلور له پولې ها خوا سیندیزې حوزې لري، چې کورنۍ حوزه یې د شمال حوزه ده او د کابل، هلمند، آمو او هریرود-مرغاب سییندیزې حوزې له پولې هاخوا حوزې بلل شوې دي ځکه چې یوه برخه یې له هیواده بهر پرته ده.

دا چې دولتونه مسؤولیت لري تر څو د هیواد د اوسیدونکو ستونزې حل او د هغوی د اقتصادي، ټولنیز او صنعتي پرمختګ لپاره کار وکړي، اوبه د پرمختګ د پروسې یو مهم عنصر ګڼل کیږي. دا ځکه چې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند په اوبو پورې تړلی دی او له اوبو پرته ژوند امکان نه لري. خو د هیواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې د اوبو رول تر ټولو مهم بلل کیدای شي. هغه هیوادونه چې کرنه یې د ملي عوایدو په تولید کې بنسټیز رول لري، اوبه ورته حیاتي ارزښت لري، ځکه خوږې اوبه دي چې د غلې، میوې، او بیلابیلو خوراکي توکو کښت او تولید ممکن کولای شي، هغه هیوادونه چې د خوږو اوبو ډیرې زیرمې او پراخه کرنیزې ځمکي لري کولای شي د خپلو اوسیدونکو خواړه په دایمي ډول تیار کړي، بلکه کولای شي خپل تولید شوي خوراکي توکي بهر ته هم صادر کړي. دا ډول هیوادونه نه یوازې خپل غذايي امنیت تامين کړی بلکې د صادراتو له لارې کولای شي ډیرې پیسې لاس ته راوړي. له بله پلوه په هیواد کې د کرنې د سکتور وده خلکو ته شغلونه ایجادوي چې په فردي او عامه اقتصاد کې لویه برخه لري. دا ټول مسائل د هیوادونو په ملي اقتصاد کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي او ددې ټولو حیاتي رګ د خوږو اوبو د زیرمو شتون دی.

د اقتصادي پرمختګ بل بنسټیز عنصر د کافي انرژۍ شتون دی، په دې معنی چې د ټولو زراعتي او صنعتي تولیداتو لپاره بریښنا اړینه ده. په نړۍ کې د انرژۍ د تولید لپاره بیلابیلې سرچینې شتون لري لکه اوبه، د لمر وړانګې، د ډبرو سکاره، ګاز او تیل. خو اوبه د انرژۍ د تولید لپاره تر ټولو ارزانه، دایمي او نه خلاصېدونکې طبیعی منبع بلل کیدای شي.

د پرمختګ د پورتنیو اړخونو په نظر کې نیولو سره کولای شو دې پایلې ته ورسیږو چې روانې او خوږې اوبه د هیوادونو د اقتصادي‌ او ټولنیز پرمختګ لپاره یو اساسي عنصر دی. له همدې امله دولتونه غواړي د خپلو اوبو زیرمې وساتي، له هغه څخه سالمه ګټه پورته کړي‌ او د ملي اقتصاد د ودې لپاره یې و کاروي.

اوس هغه سیندیزې حوزې چې په پوره توګه په یو هیواد کې پرتې وي په آسانۍ سره مدیریت کیدلای شي، ځکه چې د هغه د مدیریت او پرمختګ مسؤولیت یوازې په یوه دولت پورې اړه لري. د بیلګې په توګه افغان دولت کولای شي په خپلواکه توګه د شمال سیندیزې حوزې ته خپل پراختیایي‌ پلانونه جوړ او عملي یې کړي. خو که یوه سیندیزه حوزه په دوه یا له دوو څخه زیاتو هیوادونو کې پرته وي، نو په دې حالت کې د دولتونو د حاکمیت د تعارض مسئله را منځ ته کیږي. دلیل یې دادی چې کله یو سیند د هیوادونو له سیاسي پولو واوړي نو تړاو (Dependency) رامنځ ته کوي. په بل عبارت که یو هیواد په نوموړي سیند باندې بندونه جوړوي، اوبه یې د کرنې او مالداري لپاره کاروي نو په بل هیواد کې یې منفي یا مثبتې اغیزې لیدل کیږي. نو د دې لپاره چې د منفي اغیزو مخنیوی وشي د مشترکې سیندیزې حوزې دولتونو ته لازمه ده تر څو له یو بل سره د اوبو د پرمختګ پلانونه همغږي‌ کړي او داسې پایلو ته سره ورسیږي چې د ټولو مربوطه هیوادونو په ګټه وي. او که چیرې مربوطه هیوادونه له مشورې او همکارۍ پرته د اوبو د پرمختګ لپاره پرمختیایي پلانونه جوړ او عملي کړي، پایلې به یې خطرناکې او ډیر امکان لري چې د دولتونو تر منځ لوی سیاسي‌ او امنیتي کړکیچ رامنځ ته کړي. د دې حالت ښه بیلګه د ایران او افغانستان تر منځ د هلمند دسیند پر سر کړکیچ او منازعه کیدای شي، له همدې امله وو چې د وخت حکومت د موسی شفیق په نوښت وکولای شو چې د پیړۍ-اوږدې منازعې ته د پای ټکی کیږدي او د ایران هیواد حقابه (د اوبو حق) په عادلانه توګه وروسته له اوږدو او ستونزمنو مذاکراتو څخه تعین کړي.

زمونږ هیواد افغانستان هم له دې حالت څخه مستثنی نه دی، هغه دا چې د هیواد څلور حوزې له ګاونډیو هیوادونو سره مشترکې دي چې شرحه یې پورته ذکر شوې. خو کله چې افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل و، ګاونډیو هیوادونو د هغه اوبو پر سر چې د افغانستان له خاورې وربهیدې بندونه جوړ کړل، کرنیزو ځمکو ته یې پراختیا ورکړه او خپل کورني عواید یې لوړ کړل. د مسئلې پیچلتیا خو داده چې کله افغانستان غواړي د کابل، هلمند، هریرود،‌ مرغاب او د آمو په سیندونو یا د هغوی په معاونینو بندونه جوړ کړي د ګاونډ هیوادونو په ګټو باندې مستقیمه اغیزه کوي. آن تر دې چې کولای شي د دوی غذايي امنیت او کورني عواید له بحران سره مخ کړي. ښه بیلګه یې د سلما د بند تکمیلیدل دي چې د ایران او ترکمنستان د دوستۍ د بند په اوبو کې یې ۹٪ کمښت راوستی. البته دا اغیز به د کلونو په تیریدو سره زیاتیږي. یا هم د کابل د سیند هغه اوبه چې د دیورند له کرښې تیریږي او هلته ورڅخه استفاده کیږي د همدې ډول ستونزو سره مخ دی.

تر ټولو مهم بحث د اوبو د مدیریت په اړه د سیاسي او دولتي حاکمیت اړخ دی، په دې معنی چې اوبه له سیاسي پولو سره جوړجاړی نه کوي بلکې له هغوی تیریږي، نو کله چې اوبه له پولو تیرې شوې د ملکیت بحث پیچلی کیږي. ځکه نو په اوبو باندې سیاسي‌ حاکمیت په مطلق ډول نشي پلی کیدای. که په عامیانه ډول ووایو خاوره یا قلمرو د پولو په ټاکلو سره ویشل کیدای شي او د متبوع دولت ملکیت بلل کیدای شي،‌ خو د اوبو په مسئله کې قضیه تر دې هم پیچلې ده. ځکه د یو واحد سیند د اوبو یوه برخه په بل هیواد کې د باران او واورو له امله تولیدیږي او له یو بل سره له یوځای کیدو وروسته یو سیند جوړوي. اوس که یو هیواد یو سیند په مطلق ډول خپل ملکیت وګڼي‌ او پرینږدي چې اوبه یې بل هیواد ته و بهیږي، د دولتونو ترمنځ د شخړو لامل ګرځي‌ او سولې او امنیت ته جدي ګواښ رامنځ ته کولای شي. له همدې امله دی چې په نړۍ کې دولتونه د بیلابیلو معیارونو په نظر کې نیولو سره د خپلو سیندونو اوبه ویشي او یا هم ورڅخه په مشترک ډول ګټه اخلي. له همدې امله و چې د هلمند د سیند معاهده چې په ۱۹۷۳ م کال کې د افغانستان د وخت د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د دولت د وخت له لومړي‌ وزیر عباس هویدا له لوري امضا او منعقده شوه. نوموړې معاهده د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند دسیند روانې اوبه ویشي او ایران ته یې په یوه نورمال یا فوق نورمال کال کې ۲۶ متر مکعبه اوبه په یوه ثانیه کې ټاکلي دي. سره له دې چې نوموړې معاهده کولای شي د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند دسیند پر سر کړکیچ حل کړي خو د بیلابیلو لاملونو له کبله معاهده تر اوسه په پوره توګه پلې شوې نه ده. له حقوقي اړخه افغانستان د هلمند په سیندیزه حوزه کې مناسب موقف لري او مسئله یوازې د معاهدې تطبیق دی چې د اوبو قوي او فعالې دیپلماسۍ ته اړتیا لري.

د هیواد په دریو نورو سیندیزو حوزو کې هیڅ داسې حقوقي سند شتون نلري چې د ګاونډیو هیوادونو د اوبو حق ځانګړي کړي تر څو افغان دولت وکولای شي د هغه په نظر کې نیولو سره خپلو اوبو ته پرمختګ ورکړي او د خلکو د هوساینې او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یې وکاروي.

په پایله کې ویلای شو چې د افغانستان اوبه د هیواد د اقتصادي، صنعتي او ټولنیز پرمختګ یو بنسټیز عنصر دی، خو د سیندیزو حوزو د وضعیت په نظر کې نیولو سره د ګاونډیو هیوادونو سره همغږي د اوبو د زیرمو د پراختیا لپاره یو اړين ګام بلل کیږي. د دې لپاره چې د اوبو ارزښت، د هغه حقوقي، سیاسي، اقتصادي اړخونه په دقیق ډول وڅیړل شي ډیرو څیړنو ته اړتیا لیدل کیږي چې زه به یې په راتلونکو لیکنو کې د هغوی روښانتیا ته مخه کړم.

اسدالله میلاد

کابل، ۱۳۹۵ ه ل کال د سلواغې۶ مه

[1] دافغانستان د اوبو قانون، دریمه ماده (۱۲، ص)، (۱۳۸۸) ه ش، د غويي (۶)

79 total views, 1 views today

2 comments

  1. mha Reply

    Are 26 Cubic meters per second or minute? As for as I know the amount of water assigned to Iran was based on the inflow of water to the reservoir, which means if there was no water flowing to the reservoir Iran was not given any water from the storage.

  2. نعمت الله احمدزی Reply

    ډیره ښه موضوغ او ښه لیکنه، الله د اجر او نور هم توفیق درکړي.
    په راتلونکی لیکنه کې مو که د اوبو دغو نړیوالو مسایلو د حل په تخنیکی لاروچارو او قوانیونو هم کوم معلومات وړاندی کړل،نو لوستونکو ته به ډیر په زړه پورې او مفید وي. د تخنیکی حل لار نه مطلب لکه ایران ته چی د هلمند په سیند ۲۶ متر مکعب پر ثانیه د جریان حق ټاکل شوی ده. او بل که افغانستان مسایلو ته ورته د بعضی حل شوی مسایلو مثالونه که وړاندی کړی شې نو د حل لاره به لږ واضحه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *