Categories

اعلان

Loading…

وسله واله والو زورواکو په جلال اباد ښار کې د امریکاغږ خبریال وډباوه

تاند – وسله والو زورواکو نن پنجشنبه /د جنوري ۲۶مه/ په جلال اباد کې د امریکاغږ خبریال ذبیح الله غازي وواهه.‌

ویل کیږي چې وسله وال د پخواني ښاروال لال اغا کاکړ ساتونکي ول.

ذبیح الله غازي په خپله فیسبوک پاڼه خپاره شوي بیان کې ویلي چې له درونټې نه د جلال اباد ښار ته پر لاره د سره رود د دوه سرکې په سیمه کې د موټرو ازدحام وو.‌ کله چې د لال اغا کاکړ د وسله والو موټر سیمې ته ورسېدل د وسلو په کونداغونو یې د موټرو وهل پیل کړل او ده یې چې عکاسي کوله دی یې هم د خپل موټر په سیټ کې وډباوه.‌

ښاغلي غازي لیکلي چې وسله وال یې تر هغه تعقیب کړل چې د لال اغا کاکړ په کور ورننوتل.

ویل کیږي چې تر دې مخکې هم په جلال اباد، پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې زورواکانو چې ځانونه له قانوني پلوه خوندي ګڼي په ملکي خلکو او د رسنیو فعالانو باندې حملې کړي دي.‌ په یوه ورته پېښه کې نژدې یو کال مخکې د جنورۍ په وروستیو کې په ننګرهار کې د رسنیو یو بل فعال محمد ذبیر خاکسار نامعلومو وسله والو وواژه.

296 total views, 1 views today

1 comment

  1. امسلم Reply

    دا چی په افغا نستان کی قانونی اسلامی دولت نشته اوټولی ما فیا ډلی په قدرت کی دی چه لعل اغا کا کړ هم ددی ما فیا دجملی څخه دی دافغا نستا ن ټول مسلما نان لاس په دعا دی چ پاک الله دی یو ځل بیا دطالبا نو نظام په افغا نستان کی نافد کړی چه دغه دلعل اغا په شان ټول غاصبان اوټوپک سالاران یو ځل بیا دګید ړانو په شان سر ټیټی اوشرمیدلی ووینو او دغه پاک افغنستان ددی حرام خورو څخه په امن اوخلاص شی الله دی دوی وشرموی امین یا رب العالمین یا رب الکاينات ددغه مفسد و اوفاحشو ټوپک مارانو زمنژه دغه خاوره خلاصه کړه امین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2