Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت ادارې په ننګرهار کې ۵ تنه ترهګر ونیول

تاند – د افغانستان د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ۵ تنه ترهګر ونیول.

په یوه خبرپاڼه کې چې ملي امنیت نن /دجنوري ۲۶مه/ خپره کړې، راغلي، «د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د ترهګرو طالبانو څلور غړي هر یو اکرام الله، رحمت الله، قاري محمود، سید محمدد او د اسماعیل په نامه د داعش ترهگرې ډلې یو غړی چې د جلال اباد په ښار او کوټ ولسوالۍ په اړوندو برخو کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو، ماین خښوونو او د مخورو کسانو په ترور بوخت وو نیولي دي.»

حکومتي سرچینې وایي چې دغو ترهګرو ته په پاکستان کې د تخریبي کارونو روزنه ورکول شوې ده.

ویل کیږي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو او حکومتونو پر ضد یاغیان او ترهګر تربیه کوي چې هغوی بیا په خپل وار سره په افغانستان کې ډول ډول تخریبي کارونه او وژنې ترسره کوي.

16 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *