Categories

اعلان

Loading…

د جګړو او ښکلا جزيرې/ ليکوال: محمد عالم عزیزي

د مالدیف یونلیک  –  

له نړیوالو همکارانو سره تر مخه ښې وروسته موږ په میدان کې پاتې شوو او باید ۱۰ ساعته الوتنی ته منتظر پاتی شوی وای، له ملګرو سره تر مشوری وروسته مو پریکړه وکړه؛ ترڅو د هولی مالي په نوم جزیری ته لاړ شو، موږ ته یوه مالدیوي ویلي وو چی هولی مالي هوایي ډګر ته نږدې  ډیره ښایسته جزیره ده د هوایی ډګر او هولی مالي جزیری تر منځ د بحر په سر یو ډیر اوږد پول تړل شوی وو او موږ کولای شول د بس په واسطه لاړ شو. زموږ یوه ملګري نه غوښتل لاړ شی هغه هوایی ډګر کی پاتې شو، موږ هم خپل بکسونه هغه ته پرېښودل او له غرمی ورسته ۳ بجی هولی مالي ته لاړو .

هولی مالي زموږ تر وړاندوینی ډیره ښایسته او ډیره پرمختللی جزیره وه او دا جزیره سیلانیانو ته ځانګړی شوې وه موږ هلته د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغلی په زرګونو سیلانیان ولیدل او ډیره آزادي پکې وه، فرهنګی تنوع او ډیر بهرنی هوټلونه یی درلودل، د مالي برخلاف دلته سیلانیانو کولای شول شراب هم وڅښي .

  موږ په دغه جزیره کی تر پلی چکر وهلو وروسته د بحر غاړی ته لاړو او ښه خوندوره لامبو مو ووهله، د ماښام لمونځ مو هم د سمندر په غاړه د مدافع وکیلانو د ټولنی د مشر ښاغلی قاري زاده په امامت تر سره کړ او د لمانځه له برکته د بر کلی په خیرات ورپیښ شوو او هغه داسی چی د ماښام له لمانځه مخکی د بحر په غاړه زموږ د لامبو وهلو ځای ته نږدی ښایسته میزونه او چوکی کیښودل شول،  ترهر میز لاندی شنه چراغونه ولګول شول او ډیره زړه راښونکی صحنه جوړه شوه او لوډسپیکرونه هم ولګول شول .

کله چی موږ د ماښام لمونځ په جماعت سره پیل کړ، دوه مادیو یان او دوه نور کسان هم راغلل او زموږ سره په جمعه کی شریک شول، کله چی لمونځ خلاص شو، زموږ سره یی روغبړ وکړ او مادیوي ځان راته معرفی کړ؛ ویل یی زما نوم دوکتور مسعود دی، زه د مالدیف د اسلامی پوهنتون ریس یم او دا ملګری مې هم د نوموړي پوهنتون استاد او دا دوه نور ملګري مې د مصر د الازهر پوهنتون د مالدیف ځانګی استادان دي.  وروسته موږ هم خپل ځانونه ور وپېژندل او دا مو هم ورته وویل چی موږ باد د شپې ۱۱ بجی باید هوایې ډګر ته لاړ شو .

دوی ډیر زیات خوشحاله شول او وویل چی نن دلته د قرانکریم د حافظانو او د الازهر د دیني مدرسې څخه د فارغو شویو نجونو په ویاړ محفل نیول شوی، دا محفل به د شپی تر ۹ بجو دوام وکړي او تاسو به په دغه محفل کی زموږ ځانګړی مېلمانه وى .

لومړی سر کی موږ یو څه ځانونه وکریول؛ خو په زړه کی ښه خوشاله وو او ویل به مو چې ړوند له خدایه څه غواړی؛ دوې سترګی.

موږ هم ورسره قبوله کړه ورسره لاړو او د مخ په څوکیو د چارواکو سره نږدی کیناستو د کابينې د وزیرانو په شمول د مالدیف دولت لوړی چارواکی راغلل، غونډه د قرانکریم په تلاوت پيل او د مالدیف ملی سرود وغږول شو.

 ماته ډېره جالبه وه، سره له دې چی داغونډه یوه دینی او مبارکه غونډه وه او سره ددې چې ډېرى ګډونوال يې ديني عالمان وو ؛ خو زموږ د ځینو دینی عالمانو برخلاف دوی ټول په درناوي ملي سرود ته ودرېدل او هېچا هم ملي سرود ته درناوی ناورا ونه ګاڼه.

 په دغه محفل کی بل مهم ټکی دا و چی نارینه او ښځو دواړو پکی ګډون کړی وو، ښځینه ټولی د دینی عالمانو تر څنګ لوڅ مخ ناستې وې، خو هیڅ دینی عالم ښځو ته بد بد نه کتل او نه یی دا عمل ناورا ګڼلو، همدارنګه د دغه محفل تر څنګ یو زیات شمیر بهرنیو سیلانیانو ښځو او نرو په سمندر کی لامبو وهله، خو هیېچا ونه ویل چی دین په خطر کی دی .

   ترتلاوت او ملی سرود وروسته د غونډی انانسر چی په مالدیوی ژبه غږید او موږ نه پری پوهیدو خبری وکړی، خو د خبرو په منځ کې یی په عربی ژبه وویل چی له موږ سره په غونډه  کې زموږ افغانانو وروڼو هم ګډون کړی او هغه زموږ ځانګړي مېلمانه دی، له دی خبری سره سم ګډونوالو موږ ته وکتل او د خوشحالۍ احساس یی وکړ، د پوهنی وزیر را پاڅید او زموږ سره یی ښه تود روغبړ هم وکړ.

  غونډه د وینا وو تقدیر نامو او شهادت پاڼو په ویشلو پای ته ورسیده او د قرانکریم حافظان وستایل شول ، موږ هم ښه غوړه ډوډۍ ؛ ډول ډول میوې وخوړلی او خدای پامانی مو وکړه او په خندا خندا د هوایی ډګر خواته راغلو، پاتې شوي ملګري ته مو ټوله کیسه وکړه او هغه په خپل نه تګ پښمانتیا وښوده  .

   د شپې ۱۱ بجی الوتکی ته پورته شوو، د سریلانکا پلازمینې کولمبو ته لاړو، تر یو ساعت ځنډ وروسته مو د دوبۍ په لور پرواز وکړ او سهار د لمانځه مهال دوبۍ هوایی ډګر ته را ورسیدو، د ورځې تر ۹ بجو منتظر پاتی شوو، وروسته مو د ښایسته کابل جان په لور پرواز وکړ او له غرمی وروسته ۲ بجی کابل ته بیا هم په داسی ورځ را ورسیدو چی واټونه یی د بی ګناه انسانانو په وینو لړل شوي وو.

یا ربه! سوله راولې.

29 total views, 1 views today

1 comment

  1. توریالی ملیار Reply

    عزیزی صیب ریښتیا هم ټولنې هغه وخت مخکې تلی شي چې دعقیدو، نظریاتو، ادیانو، مذهبونو، او…. تر منځ ، متقابل احترام موجود وي په همداسې ټولنه کې بیا ادیان او عقیدې پرمختګ او په خپلو کې سالم رقابت کولی شي، نورو ته سپکاوی او ټول بشر ته د دښمن په سترګه کتل یوازې د خپلې ناکامۍ پړه پر بل اچول دي. ،

Leave a Reply to توریالی ملیار Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *