Categories

اعلان

Loading…

غږ/ اجمل پسرلی

ازابیلا د یوې نجلۍ انځور تر ګورې ونې لاندې ایستلی و. شنې پاڼې پرې راتویدې او نجلۍ خپل لوڅ ټټر ته کتل. ورته ومې ویل:

ـپه اوړي کې مو منی جوړ کړی

دې په ډډ نارینه غږ راته وویل:

-زما ژوند هم منی دی

-څوک چې خپل ژوند ته په تور او سپین نظر ګوري هغسې ورته ښکارې او که رنګین ورته ګوري شنه زرغونه ترې نه جوړیږي؟!

 دې په موټ کې خپل اوږده ویښته راکش کړل، څو انځورونو ته یې د بل لاس نازکې ګوتې ونیولې:

-دا څرنګه دي؟

په یوه رسم کې د نجلۍ سینو اور اخیستی و، په بل کې یې وریځې ایرې شوې وې. په بل عکس کې یوه دنګه نجلۍ د سر او پښو له خوا ویلي شوې وه.

ما ورته وویل:

-خپل احساس دې رسم کړی

ازابیلا په لاسونو داسې پوښتنه وکړه لکه څوک چې ناڅي. ما لومړي عکس ته ګوته ونیوله:

-په دې، دوهم او دریم رسم کې غواړي چې نارینه یې په وروستي انځور کې دې زړه غواړی چې نجلۍ یې

دې خپله لاندنۍ سره کړې شونډه په غاښ کړه:

-نارینه مې ستا په څير دستي پيژني او چې له ښځو سره یم غلې یم، زړه مې درزیږي چې له غږه مې ونه پیژني

ما پر انځورونو سترګې راتیرې کړې. د المارۍ پر سر یې د ځان رسم ایستلی و چې له خولې یې لکه ښامار اور راوتی و.

ورته ومې ویل:

-ته وایې چې بې زړه یم خبرې نه شم کولی دا دی ځانته د ښامار په سترګه ګورې

سترګې یې سرې شوې:

ـښامار نه یم له خپل غږه مې کرکه کیږي کاشکي د نارینه په څیر نه وای.

پای

22 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *