Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د خبریالي درنه دنده/ احسان الله ارینزی

 تېرو نژدې څلوېښت کلنو جګړو د افغانستان خلکو ته د سر او مال دومره درانه زیانونه اړولي چې ښایي د نړۍ د هېوادونو په معاصر تاریخ کې ساری ونه لري.

 په تېرو څو ورځو کې د کابل، کندهار او هلمند خونړیو پېښو، زموږ د ګران هېواد په وجود نوي ټپونه جوړ  او ولس یې یو ځلې بیا د غم په ټغر کیناوه.

 شک نشته چې په جګړه ییزه شرایطو کې ټول خلک زیان ویني؛ خو په اوسنی ناورین کی د خبریالانو صنف په ځانګړې توګه ځورېږي او قرباني ورکوي.

ښاغلی ارینزیارینزی، خبریالیخبریالي، ارینزی

2016 د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې تر ټولو خونړی، مرګونی او له تاوتریخوالي ډک کال بلل کېږي. په دې کال کې طالبانو او د دولت نورو وسله والو مخالفینو، خپلسرو ټوپکیانو، قانون ماتوونکو افرادو او ځینې دولتي کړیو او چارواکو رسنیو او خبریالانو ته دومره زیان رسولی چې په تېرو کلونو کې ساری نه لري.

کوم راپور چې تېره اونۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا خپور شو، په ډاګه وایي چې د افغانستان رسنۍ او خبریالان له سختو ګواښونو او ستونزو سره مخامخ دی. دا کمیټه یوازي هغه پېښې او ګواښونه په پام کې نیسي چې د رسنیو او خبریالانو په مسلکي کاري چاپیریال پورې اړه ولري او هېڅ راز شخصي ستونزې او ملحوظات نه ثبتوي.

 د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نوی راپور چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ماهیت او د کیفیت د بدلون او ډېروالي روښانه انځور وړاندې کوي، په تېرو څلورو کلونو (2012 – 2016م) او په ځانګړی توګه په وروستنی کال کې د رسنیو او خبریالانو د کاري مصونیت ستونزې او ګواښونه نندارې ته ږدي.

 خبریالان هغه صنف دی چې خلکو ته نوي معلومات، او تازه اطلاعات او خبرونه رسوي او خلک د افغانستان او نړۍ په حالاتو خبر ساتي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټی وروستنی راپور وايي چې په کال 2016 کې یې د خبریالانو د سپکاوي او بد چلند، ګواښ، ټپي کېدو او وژنو 101 پېښې ثبت کړی چې د تېر کال په پرتله 38% ډېرې دي!

په دې کال کې په افغانستان کې 13 ځوان خبریالان وژل شوي چې د لسو پړه په طالبانو ده او د تاوتریخوالي 88 پېښې ثبت شوي چې دولتي چارواکي یې د سم نیمایي مسوولیت په غاړه لري. له دې وروسته طالبان، سیمه ییز زورواکي، قانون ماتوونکي او ټوپکیان ځاي لري.

افغانستان په تېرو 15 کلونو کې د غټو ستونزو او خونړیو جګړو تر څنګ د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا ویاړ هم لري چې د رسنیو کمي او کیفي ډېرېدن او پرمختګ یې په سر کې ځای لري.

اوس د راز- راز رسنیو (ورځپانې، اوونیزې، میاستنۍ، مهالنۍ، کتابونه، راډیوګانې، ټلویزیونونه، خبري اژانسونه، پرېس کلپونه او نور) شمېر دومره د پام وړ دي چې حتی په ګاونډیو هېوادونو کې هم ساری نه لري؛ خو د خبریالانو په وړاندې قصدي او تصادفي زورزیاتي او تاوتریخوالي د بیان آزادي او د ولسواکۍ د دې څلورم رکن کمي او کیفي پرمختګ ته زیان رسولی شي.

که څه هم چې د افغانستان دولت په کال 2016 کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب تدابیر تصویب کړي او د دولت وسله وال مخالفین هم له دې اصنافو سره ښکاره دښمني نه په ډاګه کوي؛ خو بیا هم عملاً لیدل کېږي چې رسنۍ او خبریالان دواړه خپلې- خپلې ستونزې لري او د مرګ په ګډون له راز- راز ستونزو ، زورزیاتي، تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخامخ ښکاري.

 عملي تراخه تجارب دا وایي چې د افغانستان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي باید په لومړي سر کې خپل فردي امنیت او ژوند ته ډېر پام وکړي، د رسنیو مسوولین او ژورنالستکي ټولنې باید د خبریالانو د خوندیتوب او د حکومتي چارواکو د پوهاوي د لوړاوي له پاره غونډې او سیمینارونو جوړ کړي، دولت قانوناً، اصولاً او اخلاقاً مسوولیت لري چې د خبریالانو د ژوند او کاري چاپېریال د خوندیتوب د پاره له ټولو ممکنه وسایلو او امکاناتو څخه کار واخلي او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بیان د آزادۍ او د رسنیو د ملاتړ او پرمختیا هڅو ته په داسې توګه دوام ورکړي چې د افغانستان دا پرمختګ همداسې دوام ولري او موجوده ستونزې د رسنیو او خبریالانو د ماتې باعث نه شي.
————-

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *