Categories

اعلان

Loading…

ایران افغان شیعه جنګیالو ته نوي امتیازت منلي

خبریال: میرویس جلالزی  – رپوټونه وايي چې د ایران دولت په سوريي کې د جګړې لپاره د افغان اوپاکستاني شیعه ګانو د ګومارلو لړۍ چټکه کړي او هغوی ته یې نوي خو بي ساري امتیازات په پام کې نیولي دي.

د ایراني رژيم  له لوري د ځان او د بل د ګټو لپاره له افغانانو څخه کار اخیستنه د پخواني شوروي له یرغل راهیسي روانه ده .

ویل کیږي چې اوس د ایران انقلابي ګارد پلان لري افغان او پاکستاني هغو شیعه کډوالو ته د هغوی په ګټه د جنګیدو په بدل کې پخواني امتیازات څو ځله لوړ کړي.

د یو شمیر رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ایران تر دې دمخه افغان او پاکستاني هغو شیعه کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکول چې د کورنیو ځوان غړي به یي داسلامي جمهوریت د ګټود خوندي کولو لپاره په سوریه کې جنګیدل خو دا دی اوس تهران پلان لري د نوی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال له پيلیدو سره سم د دغو جنګیالو د کورنیو امتیازات په بې ساري توګه لوړ کړي.

تر دې دمخه به هغو افغان او پاکستاني وګړو ته چې د ایران لپآره په سوریه کې جنګیدل ۵۰۰ امریکايي ډالره تنخوا ورکوله او په دې سربیره به یي د هغوی د کورنیو هغوغړو ته چې په ایران کې اوسیدل د ایران افتخاري تابیعت او هغه یو شمیر حقوق ورکول چې عادی ایراني اتباعو درلودل خو د نوي پلان له مخي به هغه افغان ځوانان چې په دغه جګړه کې وژل کیږي د کورنۍ ټول غړي به یي د ژوند تر پایه په ایران کې میاشتني حقوق د کور د کرايي پیسې د خوړو، پوښاک او سفر مجاني امتیازات ولري.

د ایران په فارسي نیوز ټلویزیون کې تیره میاشت داسي یوه ویدیوه خپره شوه چې دمګړۍ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانان په سوریه کې د ایران له لوري د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي.

د منځنیي ختیځ څیړندویه انسټیټیوت ته د حسین یکتا په نامه د ایران – عراق د جګړې یوه پخواني ایراني سرتیري ویلي، چې ډیری افغان ځوانان د فاطمیون د فرقې تر چتر لاندي په سوریه کې د  بشار د رژيم په ملاتړ جنګیږي.

نوموړي ویلي چې د فاطمیون جبهه د افغان کډوالو له لوري شپږ کاله دمخه د ایران په مشهد کې د افغانانو په ابتکار جوړه شوه.

نوموړي ویلي چې اوس د فاطمیون لوا چې د افغانانو له لوري د سوريي د جګړې لپاره د  ایران په ملاتړ جوړه شوي وه او په لومړي سر کې یي ۲۰۰۰ تنه جنګیالي لرل اوس یي د فرقي حد ته لوړه کړای شوي او د جنګیالو شمیره یي ۱۸۰۰۰ شاوخوا ښودل شوي ده .

د یکتا په خبره چې شیعه افغانان په صداقت او کله توګه د ایران لپاره جنګیږي او تهران پلان لري په دغه برخه کې پر شیعه افغانانو اوږدمهالي پانګونه وکړي.

ویل کیږي چې د فاطمینو د ډلي تر څنګ د زینبیون (  فاطمه او زینب دوه اسلامي نومونه چې د حضرت علي کرم الله وجه کورنۍ سره ارتباط لري) ډله هم د ایران په ګټه جنګیږي چې دمګړۍ شاوخوا دوه زره شیعه پاکستانیان پکې تنظیم دي.

دغه اکثریت شیعه ګان د پاکستان د پاړه چنار پښتانه اوسیدونکي دي چې اکثریت یي له خپلو کورنیو سره ایران ته یا پخوا کډه شوي او یا اوس ورغلي دي او د ایران د دولت  امتیازاتو له نوي بستې څخه به دوي هم برخمن وي.

د ایران دولت په خپله ګټه د پاکستاني او افغان وګړو په جنګولو په وار وار انکار کړی او ویلي یې دي چې دا د عربي او یو شمیر نړیوالو مطبوعاتو پروپاګندا ده.

خو د منځني ختیځ د څیړوندوی انستیتیوت وروستۍ پلټني ښيي چې ایران په دوامداره توګه پلان لري چې افغان شیعه ګان په ایران کې دننه او حتی د افغانستان له یو شمیر ولایتونو ایران ته ور وبولي او هلته ورته د امتیازاتو په بدل کې د سوريي جګړې ته وسله ور په لاس کړي.

369 total views, no views today

3 comments

  1. شمس Reply

    خدای دی ټول ورولی چه مونږ تری خااص شوه

  2. خواتی Reply

    هردولت دخپلوملي ګټودخوندي ساتلو اودخپل هیواددپرمختګ لپاره له هرې روا اوناروا وسیلې څخه کاراخلي اودایې هوښیاري ده چې څه ډول دنوروناپوهوولسونودسرپه بیه خپلې ملي ګټي خوندي وساتی. پوره شپاړلس کاله کیږي چې موږدایرانیانواوپاکستانیانو څخه سرټکوواودزړوښځوپه شان دپردیونه ګیلي کوو چې نن زموږدهیوادشیعه وګړي سوریې ته دجګړې لپاره استوي اوپرون یې سنیان اوشیعیه ګان دخلقي واکمنۍ پروړاندې دسپیڅلي جهاد په نامه ددولت دنسکورولواودخپل هیوادورانولو ته هڅولو.موږهم په پوره ویاړسره داکارترسره کاوه اوترننه پورې لاپرې ویاړو. دخپل هیوادورانونکواودپردیو مزدورانوته ملي اتلان اودجهادسالاران وایو. ګیلې پریږدۍ اوخپلوکړنواوفکرونوته پام راوګرزووچې څه کوو اوڅه ډول نړۍ ته ګورو.

  3. SAS Reply

    أفغانانو ته دى خداى د نبكى هدايت وكري. تَر خوً به د برديوً كتوًلباره جنكيزي؟ به تيره بيت ايران يا جتلستان؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2