Categories

اعلان

Loading…

پاکستان غواړي د کابل سین د اوبو پر سر له افغانستان سره خبرې وکړي

تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد حکومت هڅه کوي چې د کابل سین د اوبو په اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او یوې موافقې ته ورسره ورسېږي.

د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼه وايي چې د پاکستان حکومت د کابل سین د اوبو په اړه د افغانستان له حکومت سره د موافقې د مسودې پر چمتو کولو بوخت دی.

ورځپاڼه ادعا کوي چې د پاکستان حکومت وروسته له دې د کابل سین د اوبو پر سر له افغانستان سره د خبرو او موافقې لټه پیل کړه چې هندي چارواکو وویل، پر کابل سین برښناکوټونه جوړوي.

ورځپاڼه وايي چې د پاکستان په حکومت کې سرچینو ورته ویلي چې له افغانستانه پاکستان ته د بهېدونکو اوبو پر سر د هر ډول اختلاف او جنجال د مخنیوي لپاره غواړي چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت پر اندېښنو غور وکړي.

پاکستان وايي چې کونړ سین ته د بهېدونکو اوبو یوه برخه له چتراله سرچینه اخلي. دا سین د کابل سین یوه مهمه څانګه ده.

پاکستان پر کابل سین څو بندونه او برښناکوټونه جوړ کړي دي.

لومړۍ پروژه یې پېښور ته څېرمه په ۱۹۶۰ کال د کاناډا په مرسته بشپړه کړه. دوهمه یې په ۱۹۸۰ کال بشپړه کړه.

پر دې سربېره پاکستان د کابل سین لپاره د اوبو ستره زېرمه جوړه کړې چې په دغه هیواد کې ۲۵۳۰۰ هکتاره مځکه خړوبوي.

د ډېرو افغان او بهرنیو متخصصانو په باور د افغانستان د جګړې په علتونو کې یو هم د دغه هیواد اوبه دي چې ګاونډیو هیوادونو ته بهېږي او تر څو چې په افغانستان کې جنګ روان وي، ګاونډي به ورڅخه وړیا استفاده کوي او نوي بندونه به ورته جوړوي.

افغان چارواکي وايي، ایران ته د هلمند اوبه د هغه قرارداد سل برابره زیاتې بهیږي چې د موسي سفیق د صدارت په موده کې له ایراني چارواکو سره لاسلیک شوی و.

په وروستیو کې چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ په هلمند کې بل بند جوړوي او کجکي هم پراخوي، په دغه ولایت کې جګړو زور واخیست او د هلمند د والي په وینا حتي د ده پر دفتر ایراني توغندي وکارول شول. (د هلمند د والي نورې څرګندونې)

دې ته ورته څرګندونې د فراه والي کړي دي. په وروستیو کې د فراه ولایت پر مرکز وروسته له دې سختې حملې پیل شوې چې د افغانستان حکومت د فراه د بخش اباد بند د جوړولو پرېکړه اعلان کړه.

د فراه والي اصف ننګ په زغرده وویل چې په دې جګړې کې د وژل شویو کسانو فاتحې د ایران په ښارونو کې اخیستل کېږي.

21 total views, 2 views today

2 comments

  1. Satar Reply

    Never we should not sign any treaty in this regard with monafiq Pakistan.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *