Categories

اعلان

Loading…

د جګړو او ښکلا جزيرې/ ليکوال: محمد عالم عزیزي

د مالدیف یونلیک     

د غرمې له ډوډۍ نه وروسته په افغاني جامو کې له هوټل نه بهر شوو او په مالي ښار کی پلي وګرځیدو او د سمندر غاړې ته لاړو، د مالي ښار کی چې کله ګرځیدو خلکو به ډیر راته کتل او موږ پوهیدو چی دوی ته زموږ جامی ډیری جالبی ښکارېدې او حتما به دا پوښتنه ورته پيدا کېده ، چی موږ به د کوم هیواد اوسیدونکي وو؟

 ځینو ځوانانو به په ډیر درناوي له موږ نه پوښتنه کوله، کله به چی موږ ورته وویل چی د افغانستان یو، دوی به د خوشالۍ او خپګان دواړو احساس وکړ، ویل به یې خوشاله یو چی تاسو هم مسلمانان یاست او خپه ځکه یو چی ستاسو هیواد کی جګړه ده او هره ورځ موږ ستاسو د هیواد د مرګ او ژوبلی خبرونه اورو.

د مالي ښار کی ډېرى خلک په ځانکړې توګه ښځې  په موټرسایکل ګرځي؛ خلک یی ډېر مودب او نېک خويه وو، د جماعت  لمانځه ته ډېر ژمن وو.

 د مالي ښار په هره کوڅه کی مو ډېر ښایسته جوماتونه ولیدل، موږ هم د ماښام لمانځه لپاره یوه مسجد ته لاړو. له اذان نه ورسته ۱۵ دقیقې منتظر پاتی شوو، وروسته جماعت ودرید، د مسجد ملا په لومړي رکعت کی د الرحمن مبارک سورت په دومره خواږه اواز ولوست، چی هغه د وردګو خبره هډونه مو یې زیږه کړل.

 کله چی لمونځ خلاص شو، ټولو خلکو موږ ته کتل، لومړی د مسجد ملا را ولاړ شو او له موږ سره یی ډیر په مینه روغبړ وکړ، وروسته یو زیات شمیر لمونځ کونکي مالدیفیان په موږ را ټول شول، د مسجد ملا امام له موږ نه د هیواد پوښتنه وکړه، ورته ومو ویل موږ افغانان، یو ملا امام او نور لمونځ کونکی سخت خوشاله شول او له موږ نه یی د افغانستان د جګړې پوښتنه وکړه.

 زموږ ملګرو ورته معلومات ورکړل او سخت خپه شول، که رښتیا درته ووایم په مسجد کی مو د اسلامي اخوت، ورور ولۍ او همدردۍ هغه واقعی تصویر احساس کړ. زموږ یوه ملګری ورته د افغانستان د جنګ او مسلمان وژنی کیسی وکړې او تر تاثیر لاندی راغی.

 د خبرو په وخت کی یی وژړل د مسجد ملا امام او ځینو نورو مالدیفیانو هم زموږ د هیواد  وضعیت  ته اوښکی تویی کړی او کله چی همدغه مسجد ته چی زموږ د اوسیدو هوټل ته نږدې پروت وو، د ماخوستن لمانځه ته ورغلو له لمانځه ورسته ملا امام او ټولو لمونځ کونکو سخته خوندوره دعا وکړه او ټولو له لوی پرودرګار نه وغوښتل چی الله دې په افغانستان کی سوله او امن راولي، کله به چی خلکو آمین ویل پر ما یی سخت تاثیر وکړ که رښتیا درته ووایم سخت می وژړل.

د لړم د میاشتی په درېیمه نیټه سهار ۹ بجی زموږ ټول ملګری او نړیوال متخصصین  د هوټل د کنفرانس خونی ته راټول شوو او کنفرانس پیل شو، تر پیلیزو خبرو ورسته د عدلیې وزارت د مشاور ښاغلی اشرف رسولي لخوا د شکنجې د منعې قانون هغه مسوده چی د ولسمشر په امر او د مختلفو دولتی، ملي او مدنی نهادونو په مشوره جوړه شوی وه، د غوڼدی ګډونوالو ته ولوستل شوه او پرېکړه وشوه چی دا ۲۰ ماده ایزه مسوده به په راتلونکو ۴ ورځو کی ماده په ماده لوستل کیږی.

 د نړیوالو متخصیصینو او ګډونوالو نظر به پری اخیستل کیږی او نهایی کېږي به. همداسی وشول، موږ څلو ورځی پر دغه قانون سخت او جدی بحثونه وکړل، که رښتیا درته ووایم او د ځان غوره ونه کړم؛ په وظیفوي لحاظ زه په هیواد کی د زندانونو توقیف خونو او نظارت خونو پر وضعیت تر ټولو ګډونوالو ډیر خبر وم او د شکنجی د سلګونو قربانیانو سره می مرکی کړې وې، همدا زما د قووت ټکی و او په هره ماده به مو چی بحث کولو زما په سترګو کی به د همغه سلګونو قربانیانو تصویر راګرځیدو او ما ډیره هڅه کوله چی زموږ د هیواد د شکنجې د منعې قانون په داسی شکل جوړ شی چی هیڅ افغان د شکنجی د غیر انسانی او غیر بشری کړنی قربانی نه شی او د شکنجی هیڅ عامل د عدلی تعقیب او جزا نه پاتی نه شی او باید د شکنجی قربانیانو ته رسیدلی روحی روانی او فزیکی خساره په عادلانه توګه جبران شی .

له نیکه مرغه همدا روحیه په ټولو ګډونوالو کی موجوده وه او په څلورو ورځو کی مو له ډیرو جدی او ستړی کونکو بحثونو نه ورسته په افغانستان کی د شکنجی د منعی د قانون یوه ډیره هراړخیزه او جامع مسوده چې د سیمی په هیوادونو کی ساری نلری تیاره کړه هیله لرم چی د ولسی جرګی تر تایید ورسته دا قانون په عمل کی پلی شي او نور هېڅ افغان د شکنجی د ناوړه نا انسانی او نا اسلامی کړنې قربانی نه شی .

د کنفرانس پینځمه ورځ ډیره د خوښیو ډکه ورځ وه، له یوې خوا موږ خپلې هغه اصلي موخی ته رسیدلی وو او هغه خوابدی چی د کنفرانس په جریان کی د نظر د اختلاف له کبله د ملګرو تر منځ پیدا شوې وه له منځه تللی وه او د ملګرو تر منځ صمیمیت او شناخت ډیر شوی و، له بلی خوا نن مو باید پریمانه چکر وهلی وای او پروګرام داسی پلان شوی و چی باید درې ټاپوګان مو لیدلی وای، د نهنګانو سیل مو کړی وای او د  سمندر په سر مو د لمر غروب ننداره کړی وای .

 سهار ترچای څښلو ورسته په یوه کښتۍ کی سپاره شوو او د کښتي وان لخوا راته وویل شول چی موخه مو د “هیموپوشی” ټاپو او یو نیم ساعت مزل ورسته به هلته رسیږو، زه چی کله کښتۍ ته اوچت شوم، لومړی می سترګی  په یوه لوحه چی د کښتۍ د ننه لګول شوی وه ولګیدې.

  په دغه لوحه د سفر دعا لیکل شوی وه او ترڅنګ یی یوه بله لوحه هم وه چې په انګلیسي ژبه ورباندی  لیکل شوی وو (سمندر وساتئ! سمندر ته درناوی وکړئ او د سمندر ملاتړ وکړئ)

 دا شعار می سخت خوښ شو او د خپل هیواد د چاپېریال حالت او زموږ بی پروایي می سترګو ته ودریده او د کیښتۍ بام ته وختم.

 لوستونکو! زه یوه ناوړه عمل هم لرم چی لکه شکنجه غوندی نه د پاملرنې وړ دی او نه هم کوم انساني عمل دی، دا عمل  د سګریتو څکول دي. باور وکړئ چی دغه شعار دومره تاثیر را باندی وکړ، چی د کیښتۍ په بام به می سګریت څکول او پیلتر به می یی په جیب کی اچول، سمندر ته می نه غورځول.

لنډه دا چی په دې ورځ مو درې ډېرې ښایسته جزیری ولیدې ،ښه ډیر ناریال او کبان مو وخوړل، ښی پریمانه ټوکی ټکالی مو وکړی، ښه ډېر مو وخندل، نهنګان مو له نږدی ولیدل، د لمر د غروب زړه راښکونکی  ننداره مو وکړه او ماسخوتن بیرته مالي ښار ته را ستانه شوو.

  د شپی د ډوډۍ په سر یوی ترکۍ میرمنی او خاوند یی چی زموږ د سفر تنظیم کونکي وو، راته وویل چی سبا به تر چای څښلو ورسته د غرمی د یوولسو بجو مخکی خپل کالی ټول ، خونی به خالی او چیک اوټ به وکړی او دایی هم راته وویل چی سبا غرمه هوایی ډګر ته څیرمه په یوه ښکلی هوټل کی ستاسو لپاره د غرمی ډوډۍ تابیا شوی ده او اصلی غذا به هم کبان وی او تر غرمی ورسته تاسو کولای شی پر همغه هوټل کی چې ډېر ښایسه د لامبو وهلو او لوبو ساحې لری، چکر ووهی او د شپی پر ۹ بجو به هوایی ډګر ته ځی او پر یوولسو بجو به تاسو د سیرلانکا هیواد پلازموینې کولمبو ښار او له هغه ځایه دوبۍ ته پرواز ولری .

همداسی وشول د سهار چای وروسته مو خونی خالی او تسلیم کړې او د یوی کښتی په واسطه هغی ټاپو ته چي یوازی هوایی ډګر پکی دی، پوری وتو، ښه لوکسه او ګران بيه ډوډۍ مو وخوړه، هغه خوند چی د درونټی په کبانو کی دی، د مالي په کبانو کی نه وو .

وروسته مو له نړیوالو متخصیصینو او ترکی همکارانو سره مخه ښه وکړه ، د دوی الوتنی وختی وی، د خدای پامانۍ په وخت کی ترکۍ ښځی او خاوند یی د افغانانو صفتونه وکړل، ویل یې لومړی ځل دی چې افغانان وینم، تاسو ډیر ښه خلک یاست او د مخه ښې په وخت کې دواړو ژړل؛ زموږ یوی ښځینه افغانې چی هغه هم له خپل خاوند سره زموږ د سفر ملګری وه او تکړه حقوق پوهه ده؛ ښې ډېرې اوښکې يې تويې کړې.

دوام لري…

25 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *