Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني چارواکي په کابل کې د باجوه د سختو خبرو لپاره تیاري نیسي

تاند- پاکستاني چارواکي په کابل کې له افغان چارواکو سره د خپل هیواد د لوی درستیز د سختو خبرو لپاره تیاري نیسي.
له موضوع خبرو سرچینو وویل، جنرال قمرجاوید باجوه به په لنډ وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
د ده د سفر اصلي هدف به د دوو هیوادونو ترمنځ د خرابو شویو اړیکو ترمیم وي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، جنرال باجوه به احتمالاً وروسته له دې افغانستان ته لاړ شي چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان کړي.
سرچینې همداراز وویل، جنرال باجوه به له افغان چارواکو په کلکه وغواړي چې د خپلو ستونزو په خاطر پاکستان ته د تور ګوته ونه نیسي.
افغان چارواکي پر له پسې وايي چې پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته پناهځایونه ورکړي او په افغانستان کې حملې د پاکستان له خاورې تنظیموي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په وروستیو کې وویل چې لا هم افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر دا خبره د افغان چارواکو د هغو څرګندونو په تایید کې وکړه چې ویلي یې وو په افغانستان کې وروستۍ حملې په پاکستان کې پلان او تنظیم شوې وې.
د جنورۍ په لسمه په کندهار، کابل او لشکرګاه کې په ۴ بمي او انتحاري حملو کې په لسګونو افغانان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

73 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *