Categories

اعلان

Loading…

د هلمند والي: ایران د هلمند سیند د اوبو لپاره د افغانانو وینې تویوي

تاند – د هلمند والي حیات الله حیات وایی چې ایران په هلمند ولایت کې له دې امله د جګړې تنور تود ساتي چې د هلمند سیند اوبه په بې غمۍ سره ترلاسه کړي.

ښاغلي حیات په یوه غونډه کې چې د هلمند د امنیتي وضعیت په هکله یې په کې خبرې کولې وویل چې په یاد ولایت کې د طالبانو وروستۍ جګړې د ایراني او پاکستاني مشاورینو په مستقیمه رهبرۍ پر مخ وړل کیږي.

د هلمند والي وایي چې ایران د ولسمشر غني له خوا د کجکي او کمال خان د برېښنا بندونو په برخه کې د پلان شویو پروګرامونو له امله اندېښنه لري او له همدې امله یې په سیمه کې خپلې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ چارې ګړندۍ کړې دي.

ویل کیږي چې په دې لړ کې په سیمه کې له جنګېدونکیو افغان یاغیانو سره ایرانۍ وسیلې او وسیلې لیدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم د کابل پر سیند د برېښنا د پلان شویو بندونو په هکله اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې نه غواړي چې پاکستان ته د وربهېدونکیو اوبو بهیر دې ټکنی شي.

کارپوهان وایي چې ایران او پاکستان سره له دې چې یو یې خپل هېواد اسلامی جمهوریه پاکستان ګڼي او بل جمهوری اسلامي ایران لاکن د دواړو استخباراتي ادارې هره یوه په خپل ځای له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د خپلو نورو هدفونو تر څنګ د ورتلونکیو اوبو د مهارساتلو لپاره د خپلو مزدورو «تش په نامه افغان» یاغیانو په لاس د افغانانو وینې بهوي.

667 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸