Categories

اعلان

Loading…

په ارګ کې له لمانځه وروسته د پیر ګیلاني جنازه په سرخرود کې خاورو ته سپارل کېږي

تاند- ټاکل شوې ده چې د ملي اسلامي محاذ او د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې لمونځ نن /دوشنبه/ په ارګ کې ادا شي او وروسته د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله. نور دولتي چارواکي او پخواني جهادي مشران به د پیرسید احمد ګیلاني د جنازې لمونځ ادا کړي.

د سولې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت او د پیرګیلاني زامنو پتېیلې چې د فاتحې مراسم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په ځای کړي.

پیر سید احمد ګیلاني، چې د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو، د ۷ پاکستان مېشتو افغان جهادي ګوندونو د مشرانو په منځ کې تر ټولو منځلاری ګڼل کېده.

ډېر خلک پیر ګیلاني په دې خاطر هم ستايي چې په کورنیو جګړو کې یې برخه نه لرله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پیر ګیلاني د وفات په مناسبت په خپل پیغام کې نوموړی د قدر وړ شخصیت بللی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانانو په خورا حساس وخت کې خپل ملي او جهادي مشر له لاسه ورکړ.

ښاغلي غني همداراز ویلي چې پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د سولې لپاره په ځانګړي ډول د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د موافقې په لاسلیکېدو کې مهم رول ولوباوه او له همدې کبله د نوموړي مړینه لویه ضایعه ده.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم په خپل پیغام کې پیر سید احمد ګیلاني د معتدلو افکارو خاوند بللی دی.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سولې لپاره د ښاغلي ګیلاني هلې ځلې ستایلې دي.

د پیرسید احمد ګیلاني د جنازې د مراسمو د تنظیم مسوولیت د پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي په مشرۍ پلاوي ته سپارل شوی دی.

پیرګیلاني د شنبې د شپې په ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې سا ورکړه.

414 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸