Categories

اعلان

Loading…

د جګړو او ښکلا جزيرې/ ليکوال: محمد عالم عزیزي

د مالدیف یونلیک – 

   د دوبۍ نړيوال هوایي ډګر کې به تاسو د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مذهبونو، فرهنګونو او نژادونو خلک نر او ښځی ووینئ؛ زما لپاره د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر د یوه نړیوال کلي او نړیوال کورحیثیت لري او د انساني خلقت د تنوع یو عظیم تصویر پکې وینم او د دغه تنوع د خالق قدرت ته حیران پاتې شم او همدغه ټکی يې راته ډېر جالب ښکاري.

  د مالديف په څېر امن اسلامي هېواد ته د يوه جګړه ځپلي او بېوزلي هېواد د يوه اوسېدونکى د څو ورځني سفر د سترګو ليدلى حال، له يوه کوچني اسلامي هېواد سره زموږ د هېوادنۍ مينې، هېوادنۍ ښکلا، عملي اسلام – اسلاميت او ملي احساس پرتلنه، خو تر پيل وړاندې د مالديف په اړه يو څو معلوماتي کرښې.

   مالدیف د هند سمندر په سویل لودیځ کې له ۱۱۹۲ ټاپوګانو جوړ یو ښکلی اسلامي هېواد دی. دا هېواد هم د پراختیا او هم د وګړو د شمیر له مخی د اسیا تر ټولو کوچنی هېواد شمېرل کېږي، له سمندر څخه یوازې له یو تر یو نیم متر لوړوالی لري.

  پلازمینه یې مالي او د وګړو شمیر یې ۳۲۸۰۰۰  تنه دی؛ خلک یې په د یوهي ژبه  چې له هندي اریایي ژبو څخه کڼل کیږي؛ خبرې کوي او سل په سلو کې مسلمانان دي.

  د ۱۳۹۵ کال د لړم د میاشتې په لومړۍ نېټه مازیګر۶ بجې  د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر نه مو په فلای دوبۍ الوتکه کې خپل د خاپوړو هیواد په داسې یوه ورځ د څو ورځو لپاره پرېښود، چی واټونه یې یوځل بیا په وینو لړل شوي وو.

اوس به بېرته خپل سفر ته را وګرځم:

  د شپې ۸ بجې د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر ته ورسیدو، له لمانځه او ډوډۍ وروسته د شپې تر ۲ بجو انتظار پاتې شوو، دوبۍ نړیوال هوایي ډګر، د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډکو ډګرونو څخه يو دی او د نړۍ هر کنج ته له دغه ډګر نه الوتنې کېږي، ډېرو دوستانو به دغه ډګر لیدلی وي.

   [په دغه هوایي ډګر کې به تاسو د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مذهبونو، فرهنګونو او نژادونو خلک نر او ښځی ووینئ؛ زما لپاره د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر د یوه نړیوال کلي او نړیوال کور حیثیت لري او د انساني خلقت د تنوع یو عظیم تصویر پکې وینم او د دغه تنوع د خالق قدرت ته حیران پاتې شم او همدغه ټکی يې راته ډېر جالب ښکاري.]

  د شپې یوه نیمه بجه اعلان وشو او مالدیف ته د تلونکو مسافرو نه وغوښتل شول، چې اف ۱۲ دروازې ته تشریف راوړي او الوتکې ته د ختلو تنظیم یا برډن پاس پیل شو ، ۲ بجی وي چې الوتکې الوت وکړ او سهار ۷ بجی د مالدیف پلازمینی مالي ته ورسیدو .

د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د کنفرانس د تنظیم کونکې موسسې لخوا د دغه سفر ټولو ګډون والو ته درې پاڼې ورکړل شوې، يوه پاڼه کې د مالي ښار د هغې هوټل په هکله مالومات وو، چی موږ باید پکې میشت شوي وای.

 بله له هغې خوانه د بیرته راتلو د الوتکې تکټ او درېیمه پاڼه کې د کنفرانس له ګډونوالو نه غوښتل شوي وو؛ ترڅو د مالي ښار په هوایي ډګر کې پولیسو ته دروغ ووایو؛ دوی لیکلي وو، چی کله د مالي ښار هوایی ډګر ته ورسیدی، نو هلته به ستاسو په پاسپورټونو مالدیف ته د داخلیدو ویزه ولګول شي او تاسو به پولیسو ته نه وایاست چی موږ کفنرانس کی د ګډون لپاره راغلي یو؛ بلکې تاسو به وایاست چې د سیاحت لپاره راغلي یو .

 د دې کار دلیل یې دا لیکلی و، چی مالدیف ته هر څوک د سیاحت لپاره تلای شي او ویزه ورته په هوایي ډګر کې وهل کیږي؛ خو که په کومه رسمي غونډه کې د ګډون او یا له ګرځندوى پرته د کومې بلې موخې لپاره څوک مالدیف ته تلل غواړي، نو باید یو اوږد او پیچلی پروسیجر طی کړي.

ما دا پاڼه چی په انګليسی لیکل شوې وه، له دوو نورو  پاڼو نه جلا او په خپل بکس کی کیښوده.

    د مالي ښار هوایی ډګر په اوږده لین کی د دخولي ویزې د وهلو په نیت ودرېدو، له ما مخکې زموږ ۶ تنه ملګري په لین کی ولاړ وو، د دوتنو ته ویزې ووهل شوې او داخل شول؛ خو کله چی زموږ د یوه ملګري چی په یوه دولتي اداره کې مهم چارواکی دی، نوبت ورسېد، له پولیسو سره د ده خبرې ډېرې اوږدې شوې او بیا ورته د شاتګ امر وشو، د پولیسو یو افسر ورسره شاته راغی او موږ ټول یې ورته په ګوته کړو د پولیسو افسر له موږ نه په درناوي هیله وکړه؛ ترڅو د لین شاته څوکیو ته لاړ شو.

   پوهیږى چی څه شوي وو؟ زموږ دغه ملګری چی په انګليسی نه پوهېده؛ پولیسو ته هغه پاڼه هم ورکړې وه په کومه کی چې لیکل شوي وو، موږ باید د مالدیف پولیسو ته دروغ ووایو، “قریب بی آب شده بودیم”، کیسه خو ټولو ته مالومه ده، پر موږ هم همغه کانه وشوه، هغه چی وایي “د دروغو مزل لنډ دی”، بلکل رښتیا ده.

   موږ د مالي ښار په هوایي ډګر کی پوره یو نیم ساعت تر پوښتنو ګرویږنو لاندې وو او موږ پولیسو ته  د خپل سفر هغه رښتینې موخه وویله او هېڅ مو هم پټ نه کړل، رښتیا ویلو ډېره مرسته را سره وکړه، یو نیم ساعت ورسته د ولسي جرګې یوه هوښیار وکیل چی زموږ د سفر ملګری و، وکولای شول؛ ترڅو پولیسو ته قناعت ورکړي او د هوایي ډګر پولیسو له خندا سره مل موږ ته د داخلیدو ویزې ووهلی او موږ له ډګر نه ووتلو.

   د هوایي ډګر په خروجي دروازه کې د چمپه سنترال هوټل کارکونکی چی زموږ د اوسېدو لپاره غوره شوى و، زموږ هر کلى وکړ او له خپلو بختورو ملګرو سره يې یوځای کړو، له هوایي ډګر څخه له وتو سره سم مو په سمندر سترګی ولګیدې، تقریبا ۱۵ نه تر ۲۰ کیلو متره لرې د بحر په منځ کی د یوه کوچني ښار دنګې ماڼۍ تر سترګو شوې، د هوټل کارکونکي او ترکۍ میرمنې چی زموږ د سفر د لوژیستیکي تنظیم مسؤله وه، را ته وویل چې هغه د مالدیف پلازمینه مالي ښار دی .

موږ د سمندر څنډې ته لاړو او په یوه ښکلې او پاکه کښتۍ کې سپاره او د مالي ښار ته پورې وتو، بیا د موټر په واسطه چمپه سنترال هوټل ته یوړل شوو او د هوټل په دروازه کی د دوو محجبو نجونو لخوا را ته ښه راغلاست وویل شول او یو- یو ګیلاس جوس یې راکړل.

ورسته موږ هر یوه ته د بیلو بیلو خونو کلۍ راکړل شوې او د هوټل د کار کونکو لخوا خپلو خو نو ته بوتلل شوو، زما لپاره د هوټل په ۹ پوړ کې ۱۱۶ نمبر خونه په نظر کې نیول شوې وه، زه خپلې خونې ته په داسی حال کې چی سخت ستړی او خسته وم، داخل شوم.

لومړی می یو ګیلاس قهوه جوړه او وڅښله، ورسته مې جامې بدلې او حمام وکړ او یو ساعت ویده شوم .

دوام لري…

101 total views, 1 views today

1 comment

  1. zyar Reply

    دادومره په زړه پورې يونليک ولې پيکه کوئ :د (چې) پرځای د پارسي تا په ړندو پېښو (څو، ترڅو) کاروې، چې گړسره پښتو غونډلې بې مانا کوي! په مينه او مننه زيارې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *