Categories
اعلان

د جنازو ښار/ محمد ابراهیم سپېڅلی

اوسمهال د کندهار ښار په لویو څلور لارو کي ددغه ولایت د وروستۍ خونړۍ پيښي د ځینو قربانیانو غټ عکسونه د هر ښاري توجه جلبوي.

دالومړی ځل نه دی، تردې وړاندي هم په پرله پسې ډول د ښار په بیلا بیلو برخو کي  د هغو کسانو غټ عکسونه ځړول سوي دي،چي په وسله والو بریدونو، بمي چاودونو او ځانمرګو حملو کي وژل سوي دي.

اوس خلک له دغسي عکسونو سره بلد دي او ګوري، چي که په اوونۍ کي نه وي، نو په یوڅو میاشتو کي خامخا د کندهار ښار پر بیلا بیلو چوکونو د «فلانکي شهید، فلانکي ځوانیمرګ، فلانکي پر وطن مینه او …. » لوی لوی عکسونه پرلویو بیلبورډونو لګول سوي وي.

په یاد مي دي، چي یوڅوکاله ترمخه د کندهار د اطلاعاتو کلتور د وژل سوي ريیس، لیکوال او شاعر عبدالمجید بابي عکسونه لګول سوي وو، بیا د کندهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د تکړه استاد او وروسته د ولایت مقام مرستیال عبدالطیف اشنا عکسونه، بیا د شاعر، لیکوال، خطاط اود ولایت مقام مرستیال عبدالقدیم پيتال عکسونه د ښار په بیلا بیلو برخوکي لګول سوي وو.

  اوس بیا د کندهار ولایت مقام په میلمستون کي د وروستۍ خونړۍ پيښي د ځینو قربانیانو غټ عکسونه د ښار پر لویو څلور لارو د خلکو ورکي ایندې ته هیښ ګوري.

که څه هم کندهاریان له دغسي عکسونو سره بلد دي، خو بیاهم د عامو خلکو پر ارواح ښه تاثیر نه کوي او د هرعکس په لیدولو له ځانه پوښتنه کوي، چي ترڅوبه د نورو پرمختګونو پرځای زموږ ښار د وژل سویو کسانو په عکسونو ښایسته کیږي؟

ترکله به دلته اوښکي او ویني بهیږي او ترڅه وخته به دلته د خندا ستونی ویر خپه کړی وي؟

کندهارښار یو وخت د میلو، ساعتیري، خوشحالۍ او نیکمرغۍ ښار و، دنژدي ولایتونو پر اوسیدونکو سربیره د هیواد له شمال او نورو سیمو څخه دلته هیوادوال راتلل اود خوښۍ ورځي به يې د کندهارپه غیږکي ښه تیرېدلې، لیکن افسوس !! اوس په دغه ښارکي د ناامنیو فضاء خپره ده، که مامور دی که امر، که خان که مسکین ټول په ویره کي دي.

د کندهارهغه له خوشحالیو ډک ښار  اوس د «شهیدانو ښار» سوی دی.

اوس دلته خلک تر یو ډول مرموزي ویري لاندي ژوند کوي، لکه غنم په ظاهره خاندي او په زړه يې خدای خبر دی، ځکه حالات سم نه دي او هرسړی د ناڅرګندي راتلونکي په فکرونو کي ډوب دی

داسي ورځ دي نه وي، چي له دې ښاره جنازې نه وځي،  داسي ورځ دي نه وي، چي په دې ښارکي د فاتحې مراسمو ته سړکونه بند نه وي.

داسی ورځ مي نه په یادیږي، چي د ښار په کومه برخه کي یوه بوره مور د زوی د جنازې سر ته ناسته نه وي، داسي شپه نه سته، چي په دې ښارکي یوه کونډه د خپل لالي پر تړلې زنه نه ژاړي او داسي اوونۍ خو بیخي نه ده راغلې، چي یوه کورنۍ دي نه وې بې سرپرسته سوې .

«ماتم دی په دې ښارکي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه سوې توري شپې دي چي راځي
داکاڼي دغضب يوازي زموږ پرکلي اوري
انصاف څه سوآسمانه زلزلې دي چي راځي
داوردپاسه اوردی سره ورک نه سوجانانه
دالومي دشيطان دي وسوسې دي چي راځي»

جهاني

خلک مثبت بدلون غواړي، داسي بدلون چي یوځل بیا کندهار د ګلونو ښار، د خنداګانو او خوشحالۍ په ښار بدل سي، د ځوانیمرګو د لویو عکسونو پرځای د ښار پر لویو څلورلارو کي درغنیزو لویو اساسي پروژو نقشې وویني، یوځل بیا کندهاریان په خوشحاله زړه د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند، د پنجوايي ولسوالۍ د شمشېرغار، د میوند ولسوالۍ د ملالۍ مقبرې، د خاکریز په ولسوالۍ کي د شاه اغا کلنیو میلو ترڅنګ په نورو ولسوالیو کي هم د سولی په مطمینه فضاء کي له ملګرو او دوستانو سره د ژوند شیبې په خوښۍ تیري کړي.

۲۰ – ۰۱- ۲۰۱۷

کندهارښار علامه حبیبي واټ

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په ۴۲۱مه ګڼه کي هم خپور سوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *