Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پیر سیداحمد ګېلاني مړ شو

تاند – د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او د ملی محاذ ګوند پخواني لارښود پیر سید احمد ګېلاني نن شنبه /د جنوري ۲۱مه/ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له رسنیو سره په خبرو کې د ښاغلي ګېلاني مړینه تایید کړه.

چارواکي وایي چې ارواښاد ګېلاني د ماښام په ۷:۴۵ بجو د کابل په یوه روغتون کې ومړ.‌

ویل کیږي چې د پیرسیداحمد ګېلاني نیکه سید حضرت ګېلاني په ۱۹۰۵ کال له عراق نه افغانستان ته راغلی وو چې په دغه هېواد کې د صوفیزم قادریه طریقه چې عبدالقادر ګېلاني په عراق کې تاسیس کړې وه روانه کړي.‌ د افغانستان د وخت واکمن امیر حبیب الله خان سید حضرت ګېلاني ته په کابل او ننګرهار کې ځمکې ورکړې او نوموړی پرې مېشت شو.‌

افغان بایوز لیکي چې،‌ پیر ګیلاني د ۱۹۳۲ کال د می په ۱ د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د حضرت نقیب صاحب په کور کې وزېږېد.‌ وروسته یې په کابل کې ابوحنیفه مدرسه ولوسته او په ۱۹۶۰ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شو.‌ په ۱۹۵۲ کال کې د امیر حبیب الله خان لمسۍ عادلې سره په واده کولو سره ارواښاد ګېلاني له شاهي کورنۍ سره نور هم نژدې شو.‌

ویل کیږي چې پیر سید احمد ګېلاني یو له هغو ۷ تنظیمي مشرانو څخه وو چې د پاکستان او امریکا په مرسته یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او وروسته د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر ضد جنګونه وکړل خو نوموړی د معتدل فکر لرونکی بلل کېده او د ۱۹۹۰مو کالونو د کابل په تنظیمي جنګونو کې چې احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني،‌ ګلبدین حکمتیار، رسول سیاف، عبدالعلی مزاري او عبدالرشید دوستم یې مهم لوبغاړي ول،‌ او کابل ښار په کې په کنډوالو بدل شو،‌ برخه وانه خیسته.‌

13 total views, 1 views today

1 comment

  1. حضرت صالحزوی Reply

    .
    زه په خپل وار سره د پیرصیب کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو ، مینه والو او دافغانستان ملي اسلامي محاذ د تنظیم غړو ته د جناب پیرصیب د ناڅاپي مړینې له امله تسلییت وایم.
    پیرصیب سید احمد ګیلانی یو نیک ، خیر خواه او وطندوسته شخصیت و،هغه تر خپلې وسې پورې خپل هیواد او خلکو ته د سولې په راتلو او سوکالۍ لپاره کار کړی دی.
    هیله ده د افغانستان اسلامی جمهوریت ولسمشر د سولې عالی شورا د رهبري او مشرتابه لپاره داځل هم یو خیرخواه ، وطندوسته ، فعاله او ټولو خواو ته منلی شخص وټاکي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *