Categories

اعلان

Loading…

کریم: طالبان یوه جاهله او متعصبه ډله ده

تاند- د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مشر مرکچي وايي چې طالبان جاهل او متعصب دي.

محمد امین کریم، چې د افغانستان له حکومت سره یې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشري کوله او خبرې یې بري ته ورسولې، د طالبانو ډله له پردیو سره تړلې، ناپوهه او سرزورې ډله وبلله.

ده زیاته کړه، د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د عامو افغانانو، ښوونځیو او جوماتونو پر ضد هر ډول بمي حملې غندي.

حزب اسلامي په ځلونو ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې پر افغان امنیتي ځواکونو برید نه دی کړی.

ښاغلي کریم همداراز وویل چې اسلامي حزب له طالبانو سره خبرو او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب ته تیار دی.

ده وویل چې اسلامي حزب د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې له بشپړولو وروسته هڅه کوي چې د سولې خبرو ته نورې ډلې وهڅوي.

طالبانو په وروستیو کې په څو ولایتونو کې د حکمتیار د اسلامي حزب پر غړیو حملې کړي او د ښاغلي کریم له څرګندونو داسي ښکاري چې دا ګوند نور له طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې نهیلی شوی دی.

5 total views, 2 views today

3 comments

  1. ایمل خاکسار Reply

    جاهل او دپردیو مزدوران خو همدا تاسو یاست!
    دکابل ښار په ورانولو برسیره دزرګونو مسلمانانو قاتلین یاست،
    ملت مو دبیخه پیژني چه دافغانستان په بیلابیلو سیمو کی مو دمظلوم ملت درټلو شکنجه کولو لپاره همدا تاسو پاټکونه جوړکړیوه چه ښه نمونه یی زرداد ،قلم او چمن وه،:

  2. عارف امید Reply

    فکر کړم چې ښاغلي کریم داخبره دنیشې یاخوب په وخت کې کړې ده اوده هغه څه ویلي دي چې دده دډلې سره سمون خوري.

  3. ببرک Reply

    کریم صاحب
    َښه شوه چی دطالبانو ډله چی په اصطلاح دعلماو او ملایانو مچموعه ده چی پلار یی حزب اسلامی او جمعیت دی تاسو د جاهلو په نامه ونومول

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *