Categories

اعلان

Loading…

تاریخ او د جزا حقوق/ لیکوال: ذبیح الله لېوال

ویل دورانت په «لذات فلسفه» کې د تاریخ د معنا په هکله د فیلسوفانو د یو مجلس خبرې را نقلوي. د دې مجلس په یوه برخه کې د هنري توماس باکل او فریدریش هیګل مباحثه د پام وړ ده:

“باکل: د ویکو له نظره په تاریخ کې یو نظم او ترتیب لیدل کیږي او هر فرهنګ درې مرحلې تر شا پریږدي.
هګل: درې مرحلې؟ زما تر مخه داسې خبره کول استادي او زبر دستي ده.

باکل: اوله مرحله د توحش ده چې په هغې کې اند شتون نلري او هر څه چې شته یوازې احساس دی. دویمه مرحله د جاهلیت ده چې د هغې خیالي علومو د هومر او دانته په شان کسان وزیږول او د پهلوانانو عصر یې منځ ته راوړ. درییمه مرحله د تمدن ده چې پیژندګلویي يې د مفاهیمو پر بنسټ ده او علم، قانون او دولت یې منځ ته راوړ. . .”

د باکل دا ادعا مونږ د بشر له پیدایښت څخه د جرمونو له رامنځته کیدلو او پر مجرمینو د جزاګانو د تطبیق له ډولونو څخه څه نا څه معلومولای شو.

د انسان د انتقام او د تیري پر وړاندې د غبرګون غریزې له تاریخه څخه وړاندې انسان دې ته اړ کوي چې د جرمونو پر وړاندې جزا ګانې منځته راوړي.

خو آیا دا جزا ګانې په هغه ډول وې چې نن دي؟

د تیرو عصرونو جزا حقوقو ځاتګړتیاوو کې یو لړ ورته والی لیدل کیږي چې دا ځانګړتیاوې د اوسني عصر په جزا حقوقو کې نه تر سترګو کیږي. د بیلګې په ډول: په ټولو تیرو عصرونو کې په جزا حقوقو کې له ټولنیزو یا سوسیولوژیکي بدلونونو سره پل په پل بدلون راغلی دی حال دا چې په اوسني عصر کې د جزا حقوقو تحول او پراختیا د دوکتورینو او بیلابیلو مکتبونو د نظریاتو تر تاثیر لاندې سر ته رسیږي.۱

په بله وینا؛ په لومړۍ مرحله کې عقل غوښتل ځان داسې برابر کړي چې له نړۍ سره تطابق وکړای شي، خو اوس د دې اپوټه نننۍ علمي روحیه غواړي یو داسې نړۍ جوړه کړي چې پر عقل برابره وي.۲

نننۍ علمي روحیه او د جزا حقوق له مونږ څخه غواړي چې د جزا تطبیق باید د مجرم د اصلاح او نورو ته د عبرت سبب شي خو د بشر د پیدایښت به اولو مرحلو کې مونږ د جزا ګانو داسې تطبیق وینو چې د باکل په وینا سر چینه یې یوازې له احساس څخه ده او بس.

که چیرته غچ اخیستل د احساس تر پوښښ لاندې وګڼو، نو په دې مرحله کې د عرقي قوانینو له مخې یې ورور د ورور، پلار د زوی، زوی د پلار. . . په بدل کې یوازې د دې لپاره قرباني کیدل چې د بل لوري د غچ اور پرې سوړ شي.په همدې مرحله کې؛ کله چې مجرم ورک وي نو د جرم د قربانۍ ټبر د غچ حس په کراره نه پریږدي، مړی په یوه ونه کې ځوړندوي او کله چې پرې وخت تیریږي له مړي څخه چې کوم لومړی چینجی لویږي هغه څاري، دې چینجي چې د کوم ټبر لاره ونیوله د قرباني ټبر به داسې وګڼله چې مجرم د همدې قبیلې څخه دی. د غچ اخیستو په پایله کې به داسې وخت راغی چې دواړه خواوې او یا حد اقل یوه خوا (ټبر) به له ورکیدا سره مخ شوه.۳

همدا مرحله ده چې د انسان د غچ حس جزا ګانې تر دې حده شدت او بې رحمۍ ته رسوي چې د وخت حاکم ابراهیم (ع) اور ته غوځاروي. دا د هغه څه غچ و چې د هغوې معبودانو ته سپکاوی ګڼل کیده.

له دې ور ها خوا څاروي او توکي هم له مجازاتو معاف نه و، هغه څه چې افلاطون غوندې کس به هم د تایید سر ورته خوځاوه.۴

له دې مرحلې وروسته د عدالت داسې مرحله رامنځ ته شوه چې دا بې حد و حصري یې څه نا څه مهار کړه. دا مرحله د دولتونو په منځته راتلو سره او د ټبرونو خپل منځي جګړو له وجې خپلې بقا ته د خطر له ویرې منځ ته راغله. نور نو ورور د ورور، پلار د زوی، زوی د پلار. . . په بدل کې تر غچ اخیستنې لاندې نه راتلل بلکه هر څوک د خپلو کړنو مسوول و.

د یوسف (ع) وروڼه چې کله هغه څنګه ورځي او هغه غواړي خپل سکه ورور ورڅخه ستون کړي نو په پیټي کې یې شاهي پیمانه ځای پر ځای کوي. کله چې تلاشي سر ته رسیږي، د سکه ورور له پیټي یې پیمانه لاس ته راځي او په دې پلمه چې هغه غلا کړې، کولای شي ځان سره یې ستون کړي، خو ورونه یې یوسف (ع) څخه هیله کوي چې “عالیقدره ریښتیا درته وایو چې دی ډیر عمر خوړلی سپین ږیری پلار لري، د ده پر ځای له مونږ نه یو تن په اسارت ونیسه…”

خو یوسف (ع) یې په ځواب کې وایي: خدای ته پناه وړم چې له هغه چا پرته چې خپله متاع مو ور سره موندلې بل څوک په اسارت ونیسو… ۷۹ ایت سورة یوسف

د جزا ګانو دې تاریخي مرحلو تر مطالعې وروسته دا سوال مطرح کیږي چې آیا پر ننني د   جزا حقوقو یې څه اثر پروت دی؟

باشلار به ویل: د حقیقت باره کې علمي فکر دا دی چې حقیقت هغه اوږده اشتباه ده چې د تاریخ په دوره کې په تدریجي ډول تصحیح او تعدیل کیږي.

له دې اړخه که وګورو د باشلار له نظره اوسني جزا حقوق سربیره پر دې چې د پخوانیو هغه تصحیح شوې یا تعدیل شوې بڼه ده بلکه دا حقیقت (اوسني جزا حقوق) هم د هغې اوږدې اشتباه یوه لړۍ ده چې تصحیح او تعدیل ته به اړتیا ولري.په بله وینا؛ تاریخ او تاریخیت د انساني پوهې اساسي اړخ دی او «ذاتا د تفکر مانا دا ده چې انسان پوه شي چې نه و پوهیدلی».۵

هغه څه چې د باشلار له وینا څخه استنباط کولای شو دا دي چې د اوسني عصر کې مونږ له ځینو هغو جزا ګانو او پرنسیپونو څخه ګته اخیستلی شو چې د تاریخي دورې تر صیقل تیر شوي وي او د «تصحیح او تعدیل» بڼه یې موندلې وي.

د دې نمونه په (جرم یو شخصي عمل دی) پرنسیب کې او د دعوی د سقوط په برخه کې کتلی شو. هغه مهال چې قبیلوي ژوند کې ټبرونه او قبیلې د ورکیدا له خطر سره مخ شوې نو له کومې قبیلې څخه چې به چا جرم تر سره کړ، د نوموړي کس ټبر به هغه له دې ویرې له ځانه شاړه چې هسې نه د قرباني کس له قبیلې سره په جګړه کې پرېوزي. د جرم د قرباني شوي کس قبیلې به هم د مجرم له قبیلې کسات او غچ نه اخیست بلکه یوازې مجرم پسې به کیدل، یا به یې ورته جزا ټاکله او یا به یې له دې امله بخښنه ورته کوله چې نوموړی د له خپلې قبیلې شړل شوی و. له دې ځایه (جرم یو شخصي عمل دی) پرنسیب او (د دعوی سقوط) پیلیږي، د تاریخ تر صیقل تیریږي، نننۍ بڼه خپلوي او تاریخ د جزا پر حقوقو خپل اثر پریږدي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخیستنې

۱ـ دوکتور حفیظ الله دانش: ۱۳۹۵، تاریخ حقوق جزا، مخ ۹۱، (افغانستان: کابل – انتشارات مستقبل)
۲ـ دوکتور سید بهاءالدین مجروح: ۱۳۹۴، د جبر او اختیار ډیالکتیک، مخ ۱۳۸، (افغانستان: کابل – انسان مجله)
۳ـ دوکتور حفیظ الله دانش: ۱۳۹۵، تاریخ حقوق جزا، مخ ۴۲، (افغانستان: کابل – انتشارات مستقبل)
۴ـ هماغه اثر، مخ ۵۵
۵ـ دوکتور سید بهاءالدین مجروح: ۱۳۹۴، د جبر او اختیار ډیالکتیک، مخ ۱۴۲، (افغانستان: کابل – انسان مجله)

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *