Categories

اعلان

Loading…

فرهنګي سیاست/ اکبر کرګر

یادښت: 

د نويمو کلونو په پيل کې دهغه وخت داطلاعاتو اوکلتور وزارت ديونسکو په لارښوونه هڅه پيل کړه چې دافغانستان د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته فرهنگي پاليسي جوړه اوتدوين کړي ۰ دټاکلي کميسيون له خوا چې دخداى بخښلي داکتر نعمت الله پژواک په مشرى يې کارکاوه يو درې کسيز هيات وټاکل شو چې په هغو کې پروفيسور الهام ، مهدې دوعا گوى اوزه اکبر کرگر غوره شو ۰ استاد الهام يوازې ددلوړو زده کړو دوزارت په اړوند يو کار تر سره کړ خو دپاليسۍ په چوکاټ کې دځاى پر ځا کولو کار ما اواستاد مهدي دوعا گو ې تر سره کړ۰ بايد يادونه وشي چې ددې تگ لاري په جوړولو کې ددوعا گوى کار دزياتې ستايني وړ وو۰ پاليسې تدوين اوجوړه شوه اواطلاعاتو اوکلتور وزارت ته وسپارل شوه۰ دوه ټوکه(گستتنر چاپ) ما پخپله مرحوم داکتر نعمت الله پژواک ته وسپارل۰ وروسته بيا سياسي فضا خړه پړه شوه۰ نظام وپرزيد۰ اوددغه فرهنگي تگ لاري هيڅ درک مالوم نه شو ،کيداى شي ددې تگ لاري کومه کاپي په يونسکو دفتر کې پاتي وي اوي داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په کومه المارى کې خوندي وي يو ځل بياله نويو شرايطو سر ه نوي کار اونوې نظر ته اړه لري۰ ددغه پالسيي دموضوعاتو يو فهرست دلته ديوې سريزي سره له تاسو سره شريکوو ۰ البته دا د ليکوونکي شخص يادښتونه دي نه دهغه تگ لارې محتويات۰ د دې مقالي ځيني برخي دخپلواکٸ مجلي په يوه گڼه کې په مستعار نوم هم خپره شوي ده۰
م-اف-ک


فرهنگي پاليسي :

دا گړنه دتېرې پيړۍ دفرهنگي بحٽونو اواړيکو محصول ده .دغه اصطلاح  ددولت  په ټولو فرهنگي  فعاليتونو باندې  اطلاق کيدله . .طبيعي خبره ده چې هر دولت په يوه فرهنگي حوزه کۍ دخپلو اغيزو په خاطر دخالت کوي اوکله هم له دخالت څخه پرته خپله انديښنه ښندي .

په هره ټولنه کې   دهغه ټولني فرهنگي سياست دبيلابيلو فرهنگي فعاليتونو  يوه پيچلي ټولگه ده چې په ارگانيک ډول په يوه پيچلي جوړښت کې سره اړيکي لري . په بله وينا دغه فعاليتونه په ځينو هيوادونو کۍ يو وزارت يا هغه ته ورته ټولنه   چې   ددولت  دفرهنگي فعاليتونو مسووليت ورپه غاړه وي،پر مخ بيايي .خو په ځينو هيوادونو کۍ  چې  هره ټولنه يۍ خپلواک مديريت لري اوله نورو سره اړيکي نه لري ،جلا فعاليت کوي .

ديونسکو نړيوال سازمان  دتيرې پيړۍ په شپيتمه لسيزه کې په فرهنگي سياست پورې اړونده بحٽونه پيل کړل . هدف يې دا وو چې دولتونه وهڅوي چې فرهنگي حوزۍ ته زياته پاملرنه وکړي   ترهغې چې دخپلې بودجې زياته برخه  فرهنگ ته وقف کړي . فرهنگ ټولو خلکو اوديوه هيواد ټولو اولسونو  ته لاره پيدا کړي. زياترو کارپوهانو په يونسکو کۍ په فرهنگي پاليسی باندۍ ټينگار کاوه اودا ټينگار نن ورځ هم روان دى.دغو پوهانو باور درلود  چې دولتونه بايد دنوي فرهنگ  روښانتياوي ديو هيواد ټولو اوسيدونکو ته ورسوي اوهمدارنگه دخلکو نيک اوغوره سنن وساتي ،دفرهنگي امکاناتو اووسايلو دانحصار مخنيوئ وکړي .

ديونسکو دنړيوال سازمان دغه هلې ځلې ددې سبب شوې چې ددې نړيوالۍ موسسې له خوا دفرهنگي لسيزۍ دنمانځلو مساله را منځ ته شي . خو له بده مرغه موږ له دغې لسيزۍ څخه هيڅ ډول گټه وانه اخيسته اونه خو مو دفرهنگي رغاوني په برخه کۍ دهغوۍ مرستې را جلب کړې .

له دې توضيحاتو سر بيره دا اړه محسوسه ده چۍ ديوې فرهنگي تگ لارې په باب ووايو :

افغاني ټولنه په ټولنيز لحاظ ديوه خاص اتنيک ډلي څخه جوړه نه بلکې دبيلابيلو وروڼو قومونو خاوره داوسيدو ځاى اوگډ کور دى . دا اولسونه له نا متوازنې اقتصادي سياسي اوفرهنگي ودې سره ژوند کوي . په دغه ډول شرايطو کۍ يعنې دودۍ اوانکشاف اوپر مختگ په شرايطو کې  اړه ده  چې دفرهنگي پر مختگ اوودې په خاطر لازم ،ژور ،اوبنسټيز تدبيرونه ونيول شي .

زموږ په هيواد افغانستان په تيره زموږ دهيواد په فرهنگي ټولنو کۍ له بهرنۍ نړۍ څخه دفرهنگ اوفرهنگي بدلونونو په هکله بشپره نا خبري موجوده ده . په نوره بهرنی نړی کۍ د(گډ فرهنگ ) ،(نړيوال فرهنگي کلي ) اونور اصطلاحات اوتيزسونه وړاندي کيږي . خو زموږ ټولنه چۍ په اوسني دوران کۍ دډير ژور وروسته پاتيوالي نمونه اومٽال دئ ،ان دملي فرهنگ يا په مجموع کۍ دافغاني ملي فرهنگ په باب دتفکر اوتامل پوښتنه په کۍ په شک اوترديد مطرح کيږي .(مقاله  په نويمو کلونو کې کښل شوې ده )

اوس ددې له پاره چې زموږ ملي فرهنگ وکړاى شي دازادي په غورځنگ کې خپل اغيز ولري بايد غورځنگ ددې وس ولري چې دهرې ډلي مٽبت ټولنيز ارزښتونه وساتي اوله دغو ارزښتونو څخه دفعاليتونو دسمبالتيا په کار کۍ گټه واخلي اونوې ابعاد  ورکړي . له دغه ډول اړتيا سره په مخامخ کيدو کۍ دملي ازادی اورغاوني له پاره په کار اوزيار کې ملي بعد تر هر څه دمخه داولسونو دفرهنگي ارزښتونوله ساتنۍ اواحيا اوپه يوه ملي چوکاټ کۍ ددغو ارزښتونو ته تکامل ورکول اوهمغاړي کول چاپيروي .

 له فرهنگي ميراٽونو اوارزښتونو سره دبيا رغاوني اونوې جوړونې په شرايطو کې چلند پوره غور ،تاءمل اوبشپړ دقت غواړي .اولسونه په تشه کې ژوند نه کوي بلکې له خپلې اوږدې ماضي سره دسبا په لور درومي . بيا رغاونه ددې غوښتنه کوي چې تير اوتاريخي فرهنگي ميراٽونه په هر اړ خيز ډول وڅيړل اودهغو لوړې اوژورې په ماهرانه توگه وپيژندل شي . بايد هغه په علمي اوانتقادي ډول تحليل اودنن ورځې دټولنيز تکامل اواړتيا وو له مخې تحليل اووارزول شي . گټور عناصر يې وپيژندل شي  اودنن ورځې د مدني ژوندانه بهير کې په حرکت راشي .دا خبره هم دغور اوتاءمل وړ ده چې له نورو مدنيتونو څخه اخيستنه بايد څه ډول وي ؟ اوڅرنگه په ملي فرهنگ کۍ جذب شي .

په ټوله کۍ دافغانانو  ملي فرهنگ دهند ،پارس اوماوراءلنهر ترمنځ سيمه کۍ دپيړيو اوزمانو په اوږدو کې را زيږيدلي دى . دغه فرهنگ اوس دټولو افغانانو يعنې دهيواد دورونو قومونو اوقبايلو ته په ميراٽ پاتي دي . ددوى گډ اوشريک ميراٽ دئ . زموږ دفرهنگ دتکامل درجه داقليمي مشخصاتو ،دنورو فرهنگونو سره په اړيکه کۍ دنړی دسترو تاړاکونو اويرغلونو سره په اغيزه کې دلويديځ نه دختيځ لورې ته دکډه کولو اوبالمقابل ليږديدلو اودغه را ز د وگړو دفکري اورواني ځانگړنو اوددۍ سيمي اوسيدونکو وگړو دتاريخي مطالعاتو په رڼا کۍ مطالعه کيدائ شي .

په لنډ ډول  موږ دخپل ملي فرهنگ غوره ځانگړنۍ په دې لاند ې ډول يادولی شو :

زموږ ملي فرهنگ خالص اوسوچه  فرهنگ نه دى . بلکې دگاونډيو اولسونو سره په رابطه اودهغو له فرهنگي اغيزو سره په رابطه کۍ دبيلابيلو مدنيتونو ،فرهنگونو دالتقاط اويو ځائ کيدو په نتيجه کۍ منځ ته راغلى اوتشکل يې موندلي دئ . له اساطيرۍ نړی ليد اوافسانو څخه نيولي  تر ډيرو عالي شاعرانه اوخيال انگيزه افکارو پورۍ دلته منځ ته راغله۰ زردشت  سپين تمان دلته ظهور وکړ ، دسکندر ديرغل په مهال ديوناني اوبودايي مدنيت دلته سره يو ځائ شو . داسلام دين ددې هيواد له لورۍ ختيځ لورۍ ته خپور شو . اوداسۍ نور … ويلي شو چۍ زموږ فرهنگ دختيځ اولويديځ اوشمال دفرهنگي اغيزو او  زموږ دخلکو دتاريخي وياړونو نتيجه ده .

-دژبو اوادبياتو له پلوه زموږ فرهنگ په هيواد کۍ دخپلو ځانگړنو لرونکئ دئ . دټولو قومونو فرهنگي نموني زموږ ملي فرهنگ ته ځانگړئ بډايتوب وربخښي .  پښتو اودرۍ ژبې په دغه فرهنگ کۍ خاص مقام لري . دورونو قومونو اومليتونو اوقبايلو فولکلور ،عادات ،نرخونه ،څلي ،تيږه  اوهر څه هم ځانگړى مقام لري .

-دټولنيزۍ ارواپوهنۍ له مخۍ زموږ اولس له خپلو ملي ځانگړنو اوتاريخي وياړونو سره سخته ليوالتيا لري . دخودۍ احساس اوپه خپل نفس اوځان باندۍ  باور اواعتماد تر هر څه زيات زموږ په خلکو کۍ پياوړى دى .

ددغه ډول زياتو ځانگړنو دشمير په پايله کۍ بايد ووايو چې :

ددې له پاره چې په اوسني موقعيت کې خپل موجوديت احساس کړو ،بايد خپل فرهنگي هويت ته مراجعه وکړو . بايد دخپل فرهنگ مٽبت ارزښتونه خوندي کړو . هغه اٽار چۍ په کليوالو سيمو اوليرۍ پرتوسيمو کۍ تر اوسه پاتې دي پاک اوبسيا خلکو ته وړاندۍ کړو اوددغو تاريخي روا ياتو په رڼا کۍ ديوه ملي اومترقي فرهنگ دبنسټ ايښودلواوبيا رغاونۍ په فکر کۍ شو ، فرهنگي بيا رغاونه ددې غوښتنه کوي چۍ نه خو افراطي موقف غوره شي . په هر ډول ماضي باندې دبطلان کرښه وباسو اونه هم تفريطي دريځ غوره کړو  چۍ دهر ډول نويوالي سره مخالفت وکړو . بايد داعتدال حد وساتل شي . يعنۍ له تيرو ارزښتونو څخه دفاع اودنويو ارزښتونو دجذب په برخه کې چې دخلکو له روح سره برابروي ،کار وشي .

په  هيواد کۍ دملي مترقي فرهنگ د ودې له پاره اړينه ده چې دهر ډول فرهنگي پرديوالي (بيگانه گۍ)اوفرهنگي مرييتوب سره مبارزه وشي . دنړيوال فرهنگ دجذب اوخپلولو له پاره هم بايد په غور او هوښيارتيا سر  کار وشي .

مارتينيک شاعر امه سزر وايي : له بل تمدن څخه اخيستنه معتبره نه ده ، خو کله چې دټولني دننئ حالت دغه اخيستنه وغواړي  ،تعادل منځ ته راځي اوپه نتيجه کۍ ر اخيستل شوي عنصر په اخيستونکي کې حل کيږي اودهغه دوجود برخه اود هغه د مال اوشتو حيٽيت  پيدا کوي . يعنې داسې حالت چې بهرنئ دځان کړي .

دنويو خپلواکۍ ته درسيدلو هيوادونو دفرهنگ ارزيابی دا ښوولي ده چۍ داستعمارگرو قدرتونو يوه ډيره ستره تيروتنه دا وه چۍ دبومي اولسونو فرهنگي قدرت ته يۍ لږ ارزښت ورکاوه .

يو مشهور ليکوال  چې تل دلويديځ په فرهنگ نيوکي کوي په خپلو اٽارو کۍ دغه مساله تحليلوي اودشرق فرهنگي اصالت اوغنا بيانوي ،نوموړى ليکي : غواړم ووايم چۍ لويديځ په پيل کۍ دختيځ هر څه وړل .هغه که عاج، تيل اووريښم وو ،درمل وو اونور مالونه ،خو وروسته کرار کرار وپوهيده چۍ ختيځ پر مادۍ متاع سر بيره معنوي پانگه هم لري .نو يۍ ځکه دختيځ  معنوي زيرمې ،دوگړ پوهنۍ څيړنې ،اسطوره پوهنۍ اولهجه پوهنۍ اوپه زرگونو نورۍ پوهنو برياوو دشرقي لاسته راوړنو پر بنسټ ددنيا په هغه خواکۍ منځ ته راغلي دي .

خو موږ تر مخه له دۍ چۍ دخپلۍ افغاني ټولني دفرهنگي بدلونونو له پاره څرگند وړانديزونه وړاندې کړو ، لومړئ به دۍ ته اړتيا لرو چې نن ورځ په نړيوال فرهنگ باندۍ لاسبرى  فرهنگي  اتموسفير اوهغو بهيرونو باندې چې دغه هستي تر اغيز لاندۍ را ولي يا موجود دي،خبري وکړو .په لويديځه نړۍ کې  د انرژۍ په کشفيدو سره صنعتي انقلاب پيل شو .هغه تمدن چۍ په لويديځه ټولنه کۍ منځ ته راغئ دبخار ،دډبرو دسکرو ،تيلو او بالاخره دهسته يۍ انرژۍ  پر بنسټ را منځ ته شو . ددغه وروستې ډول انرژئ کشف ددې سبب شو چۍ دبراون دفزيکي قانون له مخې دغربي ټولنۍ ماليکولونه  حرکت اوسرعت پيدا کړ . نو دانسان بالقوه قواوي يې کشف کړې .تحول اوسرعت لويديځو ټولنو ته نوى بڼه  ورکړه  . دغو بدلونونو دويم ډول بدلون ته زمينه برابره کړه چۍ هغه داطلاعاتو يا مالوماتو په برخه کۍ بدلون دئ .

اطلاعاتي ټولنه داسې هغه شوه چۍ فرهنگ اوپيغام جوړوونکي په کې ډيرې عالي درجې ته رسيږي .په دې ډول که صنعتي انقلاب دانسان مټئ څو واري پياوړئ کړۍ نو له صنعتي بدلون څخه اخواته بدلونونه يا اطلاعاتي اوارتباطي انقلاب ، څولسيزۍ له مخه پيل شوئ دئ . دانسان مغزی وس يۍ څو وارۍ زيات کړ .

دنن ورځې انسان ددوه ډوله بدلونونو شاهد دئ اودغه بدلونونه په يوه وخت کۍ تجربه کوي . دغه دوه بدلونونه چۍ يوه يۍ دټولنۍ صنعتي کيدل دي اوبل هم اطلاعاتي اوارتباطي کيدل ،خاص اوځانگړئ سمبولونه لري . دمٽال په ډول دصنعتي کيدلو سمبول ماشين اوداطلاعاتي کيدلو سمبول کمپيوتر دئ .خو مخکۍ تردۍ چې دصنعتي کيدلو زمينه برابره شي  موږ داطلاعاتي کيدلو تر اغيز لاندې واقع يو . ددې له پاره چې موږ ته له نورو فرهنگونو سره دراکړۍ له پاره زمينه برابره شي يعنۍ دصنعتي کيدلو لاره اواره شي اوبيا دويم بدلون ته شرايط برابر شي  .

موږ بايد دصنعتي کيدلو دنظام دجوړيدو له پاره اودنوي تکنولوژی دجذب اواخيستنۍ له پاره کار وکړو . په عين حال کۍ دنړيوال فرهنگ دلاس ته راوړنو دجذب له پاره لاره هواره شي . دښه غوره ،هستوونکي اوپر مختللي فرهنگ دايجاد له پاره اړتيا ده چې دصنعتي کيدلو اواطلاعاتي کيدلو زمينه په منطقي توگه برابره شي  .

بايد ومنو چۍ دنوي اومنل شوي فرهنگ دايجاد له پاره کليشه يي ذهنونه اوپه مغز  اوذهن کې له مخه جوړ شوي چوکاټونه په درد نه خوري اوبايد په ټولنه باندې تحميل هم نه شي . بايد نوي ،متحرک ،مترقي اوخلاق فکر وشي چۍ دادپراختيا مفهوم هم لري .

 همدا راز دټولۍ ټولنۍ جوړښت ، بايد مناسبه ،متوازنه اوبرابره تکنولوژيکه وده ولري .بايد پراختيا په خپل پراخ مفهوم سره عملي شي  چې يو مصداق يۍ فني اوتکنولوژيکه وده يعني صنعتي کيدل دي . اودا ټول بايد ديو چمتو  فرهنگ پر بستر وده وکړي اوخپل ځائ ونيسي.دټولنۍ تکامل ،پر مختيا اودهغې اهنگ اوشرايط په پام کۍ نه نيول اودپردي اونا اشنا فرهنگ تقليد کول هرو مرو ددې سبب کيږي  چۍ په فشار اوزور سره گام اخيستل کلونه کلونه ټولنه شاته غورځوي اووروسته يۍ پريږدي .دفرهنگونو سره دچلند په ترڅ کۍ هغه څه چې دخپل فرهنگ دغنا سبب کيږي،اوکوم شيان دفرهنگ دله منځه وړلو سبب کيږي .

په دې برخه کې اړټيا ده  چۍ لږ تر لږه اړين اومهم شرط يۍ په پام کۍ ونيول شي .

لومړى شرط دادى چۍ يو فرهنگ بايد دپرديو له فرهنگ سره  مخامخ کيدنو کۍ دزوال اوکمزوری احساس ونه کړي اوورسره مخ نه شي يعني ځان بايد له يو ډول تحرک اوبشپړ ژوندانه څخه برخمن کړي .

ددۍ بهير له پاره مهمه خبره داده چې نوي شيان چې نوى فرهنگ يې مطرح کوي دانعطاف اومنلو وړتيا ولري . په دۍ مانا نه چې هر څه ومنل شي بلکې دتجزيي اوتحليل په مانا اودغوراوي دقدرت په مانا وي  يعنۍ ددې وس بايد ولري چې له فرهنگي بدلونونو سره چۍ په فرهنگي روابطو کۍ منځ ته راځي يو شانته والئ اوبرابر بنسټ پيدا کړي . بايد څرگنده شي چې هم غږي پريکوونکي مانا نه لري . بلکې دخپل اصالت اوموجوديت دساتلو دلوري دموندلو په مانا ده .

په دۍ برخه کۍ بله ډيره مهمه خبره داده چۍ دقهر اوتعصب له مخې اوپه ړندو سترگو نفي اوطرد اويا په پټو سترگو دهر څه منل ددغه فرهنگ په متوليانو کۍ نه وي .  دپردي اويا په بله مانا دنسبتا اوکاملا پر مخ تللي فرهنگ مطلقه نفي اومطلقه مننه ناسمه ده .

دغه راز دفرهنگ متوليان يا ساتونکي اويا هغه څوک چۍ په دې برخه کۍ کار کوي که مذهبي  عناصر وي اوکه روښانفکران اونور بايد په خپل وخت کۍ مناسب عمل وکړي . فرهنگ اودهغه ساتونکي  بايد يو لړ دفاعي ميکانيزمونه ولري . دخلکو په دودونو کۍ هم دا ډول دفاعي ميکانيزم موجود ددئ .خو دغه ميکانيزم هر وخت اغيزمن نه وي بايد دخطرونو اټکل وشي . دمٽال په ډول وايي چۍ دمسيحيت په دوران کۍ دبدلون درامنځته کولو له پاره دمفکرو مغزونو شمير لس يا دولس تنه وو اويا له دې نه هم لږ وو . په هر صورت په هر قدم کې بايد هوښيارانه عمل وشي چۍ دذهني بحرانونو مخه ونيول شي .

په مسيحي کليسا کې کۍ ريفورم (پروتستانت اوکاتوليک )  منځ ته راوړل .  دهارولد اينس اقتصاد پوه دتيزس له مخې دمک لوهان دتيزس پراختيا يو استدلالي بنسټ پيداکوي اوهغه دادئ ،لکه څنگه چۍ نوموړئ عقيده لري دالکترونيکي ارتباطي وسايلو ،لکه تلويزيون په بشري تمدن کۍ ستر بدلون را وست . شفاهي اوکتبي دنيا ته يۍ بدلون ورکړ ،ددغه بدلون په برخه کې اړتيا ده چۍ دبدلون دتوازن په ټکي ټينگار وکړو . په دۍ مانا چۍ بدلون بايد راشي . استٽنايي حالت دمننۍ وړ نه دى خو دغه بدلون بايد هيڅکله دفشار له لارۍ نه وي بايد يو اړخيزه او په يوه ساحه کۍ هم نه ،بلکۍ عموميت ولري .په ارامی اوقدم په قدم دوام ولري چې  په ټوله کې دا ديوې فرهنگۍ پديدي ځانگړني دي .

موږ داطلاعاتي وسايلو رول اواهميت ته اشارې وکړې . خو کله چۍ دهغو دپيغام په باب خبرې کوو دې ټکي ته مو پام را اوړي چۍ هنري ظريف تبليغ ديوه فرهنگي بدلون له پاره دخاص پروگرام له مخې ډيره اغيزه لري .خو توندي ،چټکي اوبۍ هنره سياسي ويناوي به هيڅ اغيزه ونه لري .

اوس چۍ کله خپلۍ خبرۍ را ټولوو په دۍ خبره پوهيږو چۍ دارتباطي وسايلو دنړيوال کيدلو سره جوخت چې په فرهنگي برخه کۍ يۍ ستر بدلون را ووست.په وروسته پاتې ټولنو کې ددغه نړيوال جريان اوخاصتا دغربي فرهنگ په وړاندې دبومي اومحلي فرهنگونو عکس العمل هم را پورته شو . ځکه چې له سياسي اواقتصادي اړخونو پرته زياته خبرتيا نه وه  چې ددغو اولسونو دفرهنگونو داحيا له پاره اغيز ولري . نو په دې خاطر چې داقتصادي ،سياسي ، پراختيا سره جوخت فرهنگي پراختيا اووده تر سره شي  دنا انډولی مخه ونيول شي  اړتيا ده چې :

-سياسي ملي اصلاحات په اطلاعاتي اوارتباطي نظام کۍ منځ ته راشي .

-په داخلي اطلاعاتو وپروگرامونو باندۍ بايد يو نوئ نظر وشي .

-يو سم ملي سياست غوره شي چې ټول سياسي فرهنگي اقتصادي اوټولنيز نظام کې د بدلون سبب شي .دښووني اوروزنۍ اودصنايعو اوتکنولوژی په برخه کۍ پانگه اچول زيات شي .

هغه څه چۍ ديوه ملي با ثباته مرکزي دولت دفرهنگي دندو پر سر کې بايد واقع وي په لاندې ډول وړاندې کيږي :

-دبلخ ،کندهار ،هډۍ اوهرات موزيمونه بايد له سره جوړ شي ،

-دکابل موزيم يا ملي موزيم بايد په ټولو امکاناتو احيا اوجوړ شي .

-دنورستان موزيم بايد جوړ اوايجاد شي .

-په کابل ،هرات اوکندهار کۍ بايد څو تاريخي کورونه وساتل شي .

-دغاليو ټغرو ،لمڅيو اوشطرنجيو موزيم بايد جوړ شي .

-دکاشي کاری ،منبت کاری ،اوکندن کاری ميوزيمونه اودصنايعو دايجاد په برخه کۍ کار وشي .

-له اوستا څخه ترننه پورۍ بايد دافغانستان مفصل تاريخ له سره وليکل شي .

-داريانا دايرت المعارف بايد ديوه کميسون له خوا وکتل شي ،کار پرې وشي اوله سره چاپ شي۰

-دافغانستان دجغرافيايي اعلامو قاموس بايد له سره چاپ شي په کلي نوي نظر اوتصحيحي اضافاتو سره ورته پاملرنه وشي .

-دافغانستان دتاريخي اعلامو قاموس بايد تدوين اوچاپ شي .

-دافغانستان دتاريخي ابداتو البوم بايد تهيه اوچاپ شي .

-دکابل عامه کتابتون او نور کتابتونونه بايد پياوړي اودفغانستان پيژندنۍ څانگۍ په کې فعالي شي . –دهيواد دولاياتو په مرکزونو کې عامه کتابتونونه بايد بيرته احيا اود ولسواليو په مرکزونو کۍ هم بايد کتابتونونه جوړ شي .

– په افغانستان کۍ دمحلي کاليو دموزيم جوړيدل .

-دکابل ښار اونورو ولاياتو نقشه .

– د شمس النهار اوسراج الاخبار دکلکسيونونو تکٽير اوبيا چاپ .

– د افغانستان دعاميانه لغاتو دقاموس بيا چاپ .

– د دري –پښتو اوپښتو –دري فرهنگونو له سره چاپول .

– د ازبيکي – دري او ازبيکي –پښتو فرهنگ ترتيب اوچاپ .

– د تاريخي ابداتو جوړول ،دهرات دجامع جومات ،دمزارشريف دروضي ،دجام منار ،دهرات مصلا ،دغزني دمينارونو ،دخواجه پارسا جومات اودکندهار دچهل زيني ترميم .

– د افغانستان راديو اوتلويزيوني شبکو پراختيا .

په افغانستان کۍ دسينما توگرافی پراختيا .

-دهنرونو اوفرهنگ په برخه کۍ دکارکوونکو دژوندانه تاءمين .

-دکابل پوهنتون اونورو پوهنتونونو دتحصيلي سويي دلوړيدو په ټينگه مواظبت .

-داکاديمي بيا احيا اوجوړونه .

– دوړ اولايقو کادرونو روزنه .

– دملي گالري اوملي ارشيف غنا آوپياوړتيا .

– د مطابعو له سره ودانۍ اوپه نورو وسايلو دهغو سمبالښت .

-دخصوصي مطابعو فعالول.

-دملي مطبوعاتو بيا احيا اوفعالول .

-دعلمي ،تاريخي اوفرهنگي اٽارو دچاپ په برخه کۍ ديوۍ ازادۍ اواسلامي پاليسی ترتيبول .

اونور ۰۰۰۰۰

پاى

65 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *