Categories

اعلان

Loading…

مشهوره امریکايي فلمي ستورې مسلمانه شوې

تاند- مشهورې سینمايي لوبغاړې لیندسې لوهن له مسلمانېدو وروسته په خپل انستاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې د پروفایل عکس او خپل ژوند لیک (بیوګرافي) بدل کړ.

په تېره یوه اوونۍ کې لوهن له انسټاګرام اکاونټ څخه خپل ټول پخواني عکسونه لېري کړي دي.

دې لیکلي (السلام علیکم)

امریکايي رسنیو ویلي، د دې معنا دا ده چې لوهن مسلمانه شوې ده.

د امریکا ګڼو مسلمانانو د اغلې لوهن له لوري په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د السلام علیکم عبارت لیکلو او د پروفایل عکس بدلولو هرکلی کړی دی.

Lindsay Lohanیوې مسلمانې په ټویټر کې اغلې لوهن ته لیکلي«ډېره خوشاله یم چې لوهن مسلمانه شوه، خدای تعالي دې د دې په ژوند کې برکت واچوي.»

یوې بلې لیکلي «اورېدلي مې دي چې لیندې لوهن مسلمانه شوې. که دا رښتیا وي، الحمدالله. خدای تعالي هغې ته سراط المستقیم وښود.»

لوهن په وروستیو کې نوی میلادي کال په دوبۍ کې تېر کړ.

2په ۲۰۱۵ م کال د دې یو عکس خپور شو چې قرآنکریم یې په لاس کې دی. هماغه مهال هم اوازې وې چې دا مسلمانه شوې ده.

ویل شوي چې لوهن په وروستیو کلونو کې ډېر مخدر مواد استعمالول. دا په ستریس یا ذهني پریشانۍ هم اخته وه.

هیله ده چې په اسلام مشرف کېدا به یې ټولې پریشانۍ ختمې کړي.

39 total views, 3 views today

5 comments

  1. cheragh Ali Reply

    Bad e krai che musalmana shwi monga sa khair krai che dai ba ey wakri bia wrosta de domra kalono ko…warkawalo na.

    1. عنایت الله سهاک Reply

      استغفرالله وروره د ایمان تجدید دی وکړه اسلام کی عیب نشته عیب زمونږ مسلمانی کی دی نیتونه مو عیب لری اعمال مو خراب دی بی اتفافه یو. ځکه دا بده ورځ لرو یو بل وژنو د سلام نه نا خبره یو

  2. mustafa Reply

    انشاالله الله رب العزت به یی ټولې ستونزې او پريشانې ورحل کړي .

  3. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    السلام وعليکم يو بشپړ عبارت دى ،حکمت دي او لورونه ده سوله ده او صداقت دي چې له هغه سره اخلاق، انصاف، مسا وات، ذهني او عيني ښکلاوي ملګري دي. کيداي شي چې هلن په دې کې سکون لاس ته راوړي وي او له مخدره موادو يي د نجات سبب ګرځېدلي وي. په هر حال اخلاق او دين يو دبل سره تړلي دي

  4. ببرک Reply

    زه خبر شوم چی په حنبلی مذهب ده او ډیر ژر به سنت شی او په غلا او بدو به شروع وکړي لکه زمونږ غازیانو چی خپل کور چور کړ او …….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *