Categories

اعلان

Loading…

باتور/اجمل پسرلی

خرهاری و. د باتور له خولې ځګونه راوتلي وو. یو لاس یې یوه سړي پر مځکه کلک نیولی و، بل لاس یې بل.

یو ږیرور د باتور سر ته ناست و، څه یې ویل او چې شونډې به یې تیزې تیزې وخوځیدې، چوف به یې وکړ.

غږ شو:

« ډاکټر صاحب راغی»

ډاکټر د باتور نبض ونیو:

« عصبي اختلال دی»

ږیرور تر خولۍ لاندې ګوتې ننویستې خپله ککرۍ یې وګیروله. ډاکټر پیچکاري پورته ونیوله چې هوا یې وباسي.

باتور سترګې ورغړولې. ډاکټر پوښتنه ترې وکړه:

-ولې داسې شوې؟

-په خپله مې ولید

ډاکټر ورته ځیر شو او باتور کیسه وکړه:« له دیواله سیوری رابیل شو، لوی شو پسې لوی شو، څڼور و، غاښونه یې راوتلي و، پر غوږو یې پنډ ویښته و، غټې پښې یې وې، زما خواته راغی نور نو په ځان پوه نه شوم»

ډاکټر غوږۍ له غوږو لرې کړه:

– که د همدغه سیورې خواته ورغلی وای پوه شوی به وې چې هیڅ شی هم نه شته

ږیرور له رنجو ډکې سترګې ورپولې:

-ډاکټر صاحب ته اوس پیریان نه منې

ډاکټر د باتور رغوی وموښه. هغه رانیغ شو، پریکړې پریکړې ساه یې واخیسته. ږیرور څادر ټک واهه او ډاکټر د فشار اله په بکس کې کیښوده.

پای

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *