Categories

اعلان

Loading…

سپین کالي يې سره شول/ فضل الرحيم “خروټی”

دېوال ته یې وکتل په خندا شو، په دېوال کې نازکو کوتو پنډ تصویر جوړ کړی وه. غوټۍ منډه واخیسته خپله نانځکه یې پټه تر شاه نیولې راغله. غږ یې کړ اتله، اتله دلته ګوره؟ د څراغ په تته رڼا کې جړ پړ سر وښورېد، ماشوم منډه واخيسته پلار غېږې ته یې ځان وررساوه سا یې بنده بنده کېده، پلار يې غوټۍ ته نېغې سترګې ورواړولې، داسې څوک کوي ته خو غټه نجلۍ يې دا لا ماشوم دی زاره به یې پرې وچوې. چغه یې کړه ګاز راوړه.
 دروازې سره کړنګ شو، چلمچي سر پوښ ورغړېد، یو ګاز دی چې ديګ مې پرې پوخ کړ هغه بل کې ګاز خلاص شوی. الیکین خو سته. ګاز یو دوه ورځې دیګ ته خو بس سي. اوس به برق هم راشي. غوتۍ لاسو ته اوبه واچولې. دسترخوان خور شو اتل شاته کېناست، په زړغوني اواز یې وویل زه سابه نه خورم، مړوندونه يې تر ترسترګو تېر کړل ماته لوبیا مور یې پرې په قار شوه، ګوره له ډېره نازه دې څه ترې جوړ کړي هر وخت وایي دا نه خورم هغه نه خورم داسې ورځ دې ناروا شي چې دی دې ډوډۍ ته ارام ناست وي، هروخت دده فرمایشونه وي. پلار یې له مټې وينو غېږې ته يې کړ؛ سبا مې بچي ته حتمن لوبیا پخه کړئ ښکل یې کړ، ډوډۍ خوره ګرانه چې ژر غټ شې، مکتب ته ولاړ شې. درس ووایې چې انجینیر یا ډاکټر درنه جوړ شي. که سم درس د ووایه موټر درته اخلم وعده ده درسره وعده.

اتل مړې کوتې د غوري په لوري وخوځولې. دسترخوان ټول شو، پیالې وشرنګېدې ، وچ چای هم کم پاتې. پیاله یې خولې ته پورته کړه، سوړ اسولۍ یې ویست، سبا به یې راوړم. اتل او غوتۍ د کوټې په کونج کې خپله ساتیري کوله کله به یې جنګ شو کله به پخلا، اتل شوخ وه هم به یې غوټۍ له ويښتو نیوله هم به يې ژړل. سپینه ړنا خوره شوه تلوېزيون نه غږ پورته شو، د اتل د پلار شونډې وخوځېدې، ملک يې تبا کړ، تلوېزيون کې له ځانه سپین چرګان جوړ کړي، بیت المال يې ټول چور که. ښځې ته یې مخ ور واړاوه. وکیل، وزير ان تر عادي ماموره تر خپلې وسې خيانت کوي په رڼا ورځ د ټولو تر مخ نارې وهي ماته پکې څو را کوي، چور دی چور اخر به ددې خاورې څه وي؟

 وچه ډوډۍ خورم خو حرام دې خدای راباندې نه خوري، خو څه وکړم په دې وطن کې نور کار چېرې، بس په اته زره معاش به ګوزاره کوو. ښځې خبره ور غبرګه کړه، ته هسې تشویش کوې، اوس خو مو ګوزاره سره په کیږي.

سړي ګلاس خولې ته پورته کړ شونډې وښورېدې، زه د ځان غم کې نه یم د غوټۍ او اتل لپاره باید یوڅه وکړم اتل خو لا وړکی دی خو عوټۍ باید کال ته ښه ښونځي کې شامله کړم، چې سبا یې سمه وي. خیر يوه ملګري مې د روپو وعده کړې، دا یې هم وویل، چې کله خدای درکړې را به یې کړې. د خدای بلا شته لري له نیکو تجاران دي. يو موټر به واخلم، وروسته له دندې به کار پرې کوم.

ساعت ته یې وکتل یولس نیمې بجي دي، لمونځ به وکړم نور به ويده شو. موبایل وکړنګېد، بېرون دې جوماتونو له لاډسپېکر نه اواز پورته کېده الله اکبر الله اکبر یو نیم د چرګ اواز هم اورېدل کېده. بیرون ووت اسمان ته یې سترګې وغړولې خال خال ستوري ځلېدل سپوږمۍ هم تته رڼا په ځمکې را خوره کړې وه ، پخلنځي ورسۍ ته يې وکتل پلاستيک څرېده. شونډې یې وخوځېدې هوا هم سړه شوه نور بې بخارۍ ګوزاره ګرانه ده.

ور وازشوه پیالې وکړنګېدې، راځه چای تیار دي. شاته يې وکتل، نیمه سپاره پاتې چای به دفتر کې وخورم شیبه وروسته د زوی او لور په لور یې چف وکړ پورته شو. د ښځې شوڼدې و خوځېدې، چای، غوښه، ترکاري، میوه او غوړ دې هېر نه شي چې مازیګر را تلې درسره رایې وړه ، وخته پلار مې له پاکستانه زنګ وهلی وه چې نن درځو تر ماښامه به راورسي. ويده زوی او لور ته یې وکتل حرکت یې وکړ ، لس قدمه ولاندې ولاړه ودرېد بېرته دې کوټې په لور راوګرځېد زوی او لور یې په مخ يې ښکل کړل او په مخه ولاړو. زړه يې نارامه وه ، پنډ کاغذو ته یې وکتل اوف یې کړ، ورسۍ ته پورته شو بیرون يې سترګې تېرې کړې وړاندې غونډۍ سر باندې ورانه ودانۍ ولاړه وه سر یې وښوراوه که دا حال مو وي دادې پارلمان ودانۍ هم ورانه دواخله. سړه ساه یې ویسته، لاندې سپېره چمن ته یې وکتل، مرغیو ټونګې ښکته پورته کولې، سړی یې تر سترګو شو، چې له چوکۍ نه پورته شو وړې ډبرې ته یې لاس کړ، مرغیو وزرونه وښورل.

بېرته په څوکۍ کیناست. موږ څه ډول خلک یو، خپل منځو کې خو یو بل په کرار نه پرېږدو، هغه مرغان هم رانه په امان نه دي. جیب ته یې لاس تېر کړ موبایل یې غوږ ته کړ، دا هم بند دی. زوی، لور نوم به یې نن زیات په خوله اخیستل نن داسې ورته ښکارېده چې څو ساعته مخکې نه پوره کال يې نه وي لیدلي،شونډې يې وښورولې نن به دوه بجې له دندې ولاړ شم. د میزه په سر ایښي کاغذونه ته يې وکتل په یوه ورځ یې کار هسې هم نه خلاصیږي. مازيګر شو ښځې دده راتګ ته ثانيې شمېرلې اوف سره به یې وویل، دومره هم فکر نه کوي چې دا دیګ به کله پخيږي، دوه سترګې دروازې ته نیولې وې، مبایل ته یې لاس کړ، کړس شو ټوتې ټوتې په ځمکه را ولوېد.

ته به هم نن خرابې دې هلک نجلۍ په ساتېرۍ بوخت وه کړس سره یې منډه واخیسته او چغه یې کړه مور یې دواړه په غېږ کې ونيول هېڅ خبره نه سته خو پلار دې نه ګوري وروسته له یوکاله ماته مې مور اوپلار راځي دی لا ورک دی. ماښام په نږدې کېدو وه، غوټۍ او اتل يې د خپلې محلې دوکان ته، چې د اتل پلار به له دندې وروسته هلته کېناسته ، سودا لیست سره ور ولېږل.

د غوټۍ او اتل په لیدو سره د دوکاندار په سترګو کې اوښکې ورغړېدې اتل او غوتۍ د سواد لیست ور کړ او دا یې ورته وویل چې پیسې به مې پلار درکړي. دې دوکاندار د اوښکو ليکې د ګرېوان په لوري راغلې اتل او غوټۍ رنې رڼې ورته کتله. دوکاندار دواړه ښکل کړل، دوکان په مخ کې په ایښې چوکۍ یې کېنول او خپله سودا پسې ولاړه غوټۍ او اتل غلی ناست وه او لارې ته یې دوه سترګې نیولې وې، يو دم چغه یې کړه او منډه واخیسته، یو دې انۍ تر پښو ور تاو شو او بله دې بابا. نیا او بابا یې لاسونه ترې راتاو کړل سینې ته یې نژدې کړل يه دې کې دوکاندار سودا په لاس راورسېد ستړي مشي وروسته یې سودا ورکړه او خپله دې دوکان په لوري ولاړو اتل او غوتۍ دې بابا او نیا په لیدو سره د دوکاندار دې سترګو اوښکې چې په دوی يې خاموشي خوره کړې وه له هېره ووتې. تر ناوخته پوري یې ډوډۍ ماتله کړې وه خو د اتل پلار راښکاره نشو اتل او غوټۍ یې دوکان ته د زنګ وهلو لپاره ولېږل، دوکان مخکې کې تېر په خلاف ډېر خلک سره ټول وه خبرې یې سره کولې، غوټۍ او اتل په ليدو سره ټول غلي او خوا ته شول دوکاندار خپله نه وه خو وراره یې ورته وویل چې کاکا ته یې زنګ وهلی وه اوس به راشي غوټۍ او تل راغلل، دسترخوان خور شو، خو د مور يې زړه نارامه وه يوڅو مړۍ یې پورته کړې نوره بېرته کېناسته مور او پلار ته يې وویل تاسو مو خپله ډوډۍ خورئ ما وخته لږ ووچه ډوډۍ وخوړه اشتیا یې را وسېزله پلار یې ساعت ته وکتل، د خبرونو وخت دی.

 د ریموټ سره بټن یې کېکاګله، تلویزیون نه غږ پورته شو، درې بجو شاخوا دهمزنګ او درالمان په سړک د ولسي جرګې وکيلې شکریه تلاش په موتر ځانمرګي بريد وشو چې په دې برید کې لس تنه ملکیان مړه او شل تنه ټپیان دي خو وکيلې تلاش ته مرګ زوبله نه ده اوښتې نور د احمد په ريپوټ کې په دې کې دروازه وټکېده د خلکو غږ هم ورسره مل وه، د غوټۍ بابا دروازه وازه کړه څلور کسانو د کټ پایو ته اوږې وکړې وې له ډله خلکو سره په وره راننوتل، کور غالمال په سره واخيست چا اوښکې پاکولې يو نیم د ژړا غږ لوړ هم پورته کېده، په دې کې ښخې منډه کړه ټیکړۍ يې تر پښو تاو شو برنډې نه لاندې په ډبره یې سر ولګېد او سپین کالي یې په وینو سره شوه.

موټر راغی، درې کسانو زخمي سره دې شفاخانې په لور ولاړل، پاتې کسان لاس په دعا شول دا دعا یې وکړه خدایه له دې وطنه د جنګ ټغر تول کړې، دې ماشومانو ته یې مور روغه کړې او پلار ته یې جنتونه ور نصیب کړې بې بدو سړی وه ټولو لاسونه پورته کړل او جنازه ته یې اوږې ورکړې.

 پای

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *