Categories

اعلان

Loading…

د سپینې ماڼۍ تور واکمن څوک و؟/ ذبيح الله رحيمزی

د کينايي تورپوستي ”باراك حسين اوباما  ” او سپين پوستې امريکايۍ  ”آن دونهام” زوی  او د امریکا څلور څلورېښتم  ولسمشر باراک اوباما (Barack Obama)  په ۱۹۶۱ زېږديز کال د اګسټ په څلورمه  د هاوايي په هونولولو کې زېږدلی دی.

معلومه نه ده چې د خپل ژوند ملګرې یې په مینه ټاکلې او که کورنۍ یې ورته دستمال راوړی دی، خو ويل کېږي په ۱۹۸۹ زېږدیز کال د میشل سره د پيژندلو وروسته اړيکه پخه شوه.

ده په کال ۱۹۹۲ زېږديز کال ” ميشل  رابينسون”  نومي نجلۍ سره واده وکړ  او دا مهال د دوو اولادونو چې انجوني دي پلار دی. یوه یې ” ماليا ان ” او بله يې ” ناتاشا ” نومېږي.

باراک اوباما په ۱۹۸۳ زېږديز کال د کلمبیا پوهنتون د حقوقو او بيا یې په قضايي برخه کې د  هاورد له پوهنتون  لېسانس ترلاسه او لوړې زده کړې يې بشپړې کړې.

اوباما له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۴ کلونو پورې د ایلینوي ایالات سناتور و او تر دې وړاندې یې د یوې ټولنیز سازمان مشر، سیاسي فعال، د پوهنتون استاد او ان د وکالت دنده پر مخ وړې.

که څه هم اوباما په ۲۰۰۰ م کال هڅه وکړه د امریکا د استازو په جرګه کې یوه څوکۍ وګټي، خو سره د ډېرو هڅو بیا هم بریالی نه شو.

خو په ۲۰۰۳ ز کال اوباما اعلان وکړ چې  دامریکا په سنا مجلس کې به د څوکۍ ګټلو لپاره خپلې ټاکنېزې منډې تړلې جاري وساتي او همدا و چې په ۲۰۰۴ ز کال د امریکا په سنا مجلس کې د لومړیو څوکۍ ګټونکو شي.

همدارنګه اوباما د ۲۰۰۴ ز کال په می میاشت کې د دیموکرات ګوند د مشرانو د ملاټر تر لاسه کولو  لپاره د دې ګوند په کنوانسیون کې وینا وکړه او په ټوله کې د ۲۰۰۴ ز کال په نوامبر کې له لسو د ۷۰ سلنو رایو په ګټلو سره یې د امریکا سنا مجلس لاره ومونده.

اوباما د دیموکرات ګوند د یو غړي په توګه د امریکا د ۱۰۹ مې ګنګرې په غونډه کې د سلاح ګانو د کنټرول له طرحې حمایت وکړ او هغه همدارنګه د امریکا په سنا مجلس کې د لومړنۍ استازولۍ په مهال ختیځ اروپاپي هېوادونو، منځنۍ اسیا او افریقا ته سفرونه وکړل. او ورسره یې د امریکا په ‍۱۱۰مه ګنګره کې د انتخاباتي درغلیو، د اوبو او هوا د بدلون او د امریکا د نظامي پرسونل د ساتنې له طرحو ملاتړ څرګند کړ.

اوباما د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندۍ اعلان په ۲۰۰۷ ز کال د عراق د جنګ د پای ته رسېدو د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ د زیاتېدو او په نړیوالۍ کچه د امن راوستلو په خبرو وکړ.
اوباما په ټوله کې د دیموکرات ګوند د غړې هیلري کلنیټون له لورې د کاندیداتورۍ څخه د تېرېدو وروسته د دې ګوند د اصلي کاندید په توګه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه.

اوباما د یو لیکوال په توګه هم یادېدای شي. هغه په خپل لومړني چاپ شوي کتاب کې چې د ” د پلار خوبونه مې ” په نوم دي د  خپل نژاد او وراثت کیسې، په هونولولواو جاکارتا کې د ماشومتوب خاطرې او د خپل ټولینز ژوند په پیل غږیدلی دی او د کتاب وروستي فصلونه د کینا ته د سفر او  خپل تېر ژوند ته ځانګړي شوي.

د اوباما بل چاپ شوی کتاب ” زړوره هيله” نومیږي دا کتاب په ۲۰۰۶ ز کال خپور شوی او توانیدلی چې په لنډ وخت کې د نیویارک ټایمز د سلو هغو کتابونو په لېست کې راشي چې ډېر پلور شوی دی.

اوباما د ۲۰۰۸ زکال د نوامبر په څلورمه خپلو هیلو ته ورسېد او د امریکا ولسمشر شو.

ده خپله څلور کلنه دوره پای ته ورسوله او د خپل ګوند په نمایندګۍ د دوهم ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه وکړه . د ده ستر سیال د جمهوری غوښتونکو له ډلې ميټ رومني وه چې تر ورستیو پورې د اوباما سره په سیالۍ کې و، خو د ټاکنو په وروستیو شېبو کې یې اوباما د ډېرو رایو ګټونکی شو

او د دوهم ځل لپاره د امریکا د ۲۰۱۳ ز ېږديز کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې چې د ولسمشرۍ دوره يې د ۲۰۱۷ زېږدېز کال د جنورۍ په ۲۰مه ته رسېږي. د ۲۰۱۶ زېږديز کال ولسمشرۍ ټاکنيزې سيالي جهموري غوښتونکي ډونالډ ترمپ له ديموکراتې سيالۍ هيلرې کلنټون وګټلې او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا ولسمشر شو او د روانې مياشتې په ۲۰ مه  به په رسمي توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

اوبا د ټرمپ سرسخته مخالف او د هیلرۍکلنټن لپاره یۍ د بريا اکټونه کول، خو داسې و نه شول.

اوباما د ولسمشرۍ لومړۍ وينا هم د امريکا په شيکاګو ايالات کې واوروله او تر ټولو وروستۍ وینا یې د روانې جنورۍ مياشتې په ۵ مه نېټه واوروله او د امريکا د ولس يې غوښتنه وکړه چې د ” ډیموکراسۍ ساتنه وکړئ. ”  په داسې حال کې چې د مېرمنې ميشل اوباما له سترګو اوښکې روانې وې.

اوباما د ژبې د فصاحت له امله ډېر مشهور دی او هغوی چې غواړي انګلیسي زده کړي د ښوونکو او تجربه کارو وینا ورته دا وي چې د اوباما ویناوې دې واوري،  ځکه دوی د اوباما خبرې دقیقې، ساده، روانې او رڼې بولي.  تر ډېره د هغه اونيزې راډیويي ويناوې د پام دي.

اوباما به د ۲۰۱۷ زېږديز کال د جنورۍ له شلمې ور اخوا د امريکا ولسمشر او لومړی سړی نه وي او ګونګوسې داسې دي چې د اوباما نيت دا دی چې د لنډې دمې وروسته به د استادۍ دندې ته راوګرځي. 

262 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2