Categories

اعلان

Loading…

ښه مطالعه څنګه وکړو؟

نقيب احمد عزيزي  

د مطالعې په اړه دغه عنوان ډېرو ليکنو خوړلی، خو اکثره وخت چې خبره يوازې د خبرې کولو په نيت شوې وي، نتېجه يې مبهمه وي. زه هڅه کوم په دې اړه فردي تجربه وليکم.

د مطالعې پروسه مشخصاً په درو پښو ولاړه ده چې د مطالعې مثلث يې هم بللای شو. دغه درې ضلعې له «لوستونکي»، «محتوا» او «چاپېرياله» عبارت دي. دا خبره به نه هېروو چې هر څوک مطالعې ته اړ دی، ان هغه کس هم چې کتابونو يې د نوبل او بل بل جايزې اخيستې دي.

د مطالعې د مثلث پر هره برخه به جلا جلا وغږېږو؛

  • لوستونکی

شاګرد، محصل او بلکې هر لوستوال مطالعه د ذوق، مکلفيت او لارښود په غوښتنه يا مشوره کوي. کله کله ذوق اړتيا راښيي، مثلاً د يو کس مينه او ذوق له نويو فقهي بحثونو او معاصرو تعبيرونو سره دی، دی د ذوق په اساس خپل د اړتيا وړ مواد پېژني او پيدا کوي، بيا يې لولي.

مکلفيت يا را منځ ته شوې اړتيا هم هغه توکي دي چې موږ په مطالعه کې رهبري کوي او بلکې مجبوروي. اړتيا چې کله ذوقي شي، مطالعه چټکه پر مخ ځي، کله چې اړتيا تحميلي را منځ ته شي، مکلفيت ترې جوړېږي، د مکلفيت د احساس پر مهال مطالعه کېږي، خو په ذهن کې د ښې برقراري مساله يې لږ ټکنۍ وي. تحميلي اړتيا داسې وي لکه کله چې کوم استاد زموږ له ظرفيت او ذوقه صرف نظر کوي او اوږد سمينار يا کورنۍ دنده راکوي.

دلته د مطالعې په وخت کې تمرکز لکه بې‌مهاره اس په خپله مخه را نه ځغلي، کله چې دا ستونزه را پېښېده، د ذوقي مطالعې قيزه دغه اس مهارولای شي. ذوقي مطالعه په مطالعه د اعتياد له‌پاره هم وړ لاره پېژندل شوې ده. مثلاً که د ادبياتو يا ژورناليزم محصل د پوهنتون له وچ چيپټره تر پزې راغلی وي، لاسونه دې هغو کتابونو ته ور وغځوي چې خوښ يې دي، خو د ازموينې وېرې تر بې‌کاره ورقو لاندې کړي دي. په دې ډول به ورو ورو تحميلي مطالعه هم راته عادي او مسلک ته به ژمنتيا پياوړې شي.

د مطالعې په پروسه کې لارښود کس هم زموږ ښه پالنه کولای شي، خو داسې نه چې ليدلوری د خپل لارښود په تقليد عيار کړو. داسې لارښود مه ټاکئ چې تفکري طرز مو په تقليدي طرز بدل کړي، د ښو کتابونو پوښتنه ترې وکړئ، خو د ده په نظر کتابونو ته ښه يا بد مه واياست، پخپله يې وګورئ.

محتوا

ما دا خبره بل ځای هم کړې چې په کتابتون کې ډېر احتياط کوئ، ځکه ځينو خلکو له ناپوهي کتابونه ليکلي دي، که پوهېدای قلم به يې پټ ګرځاوه. په پيل کې محصلان نه پوهېږي چې اړتيا څه ده او پوره تکميل يې په څه کې دی؟ له دوی د مطالعې لار و ګودر ورک وي، کله د مفتون غرق و پرق کتاب لولي، کله د محمد محق. دا سمه ده چې مطالعه بايد دايروي شکل ولري او متنوع وي، مګر داسې فکري نقطه مهمه ده چې ټوله دايره ترې را وچورلي، د مطالعې هسته د فرد تفکر دی.

د محتوا په انتخاب کې دقت د مطالعې ډېره اساسي لاره ده، تاسې به ليدلي وي چې ډېری کسان غرقه مطالعه کوي، خو بيا هم له دې لامبو پاک بدن نه راوځي. خبره دا ده چې دوی انګېري هر څه په يو وار لوستلو ارزي، حال دا چې ځينې کتابونه په بيا بيا لوستلو ارزي او ځينې نور يې يوازې په پېژندلو ارزي چې څوک يې و نه لولي.

ځينې کتابونه داسې وي چې ښه ده يوازې د اړتيا برخه يې ولوستل شي. ښه مطالعه هغه نه ده چې عادي کتابونه هم د تلاوت په شکل لولو، بلکې بايد د مطالعې د مېوې مغز وخوړل شي، نه پوټکي.

چاپېريال

فکر کوم د ارنسټ همينګوي «۱۸۹۹ ـ ۱۹۶۱ز» خبره ده، دی وايي چې کله به د مطالعې او ليکلو په کوټه کې و، دا به يې هېره وه چې څو شنبه ده. منظور دا دی چې مطالعه، ليکوالي او له قلم سره سر و کار د رياضت تمرکز غواړي.

په پوهنتون کې «زما په شمول» ډېری محصلان د درس په وخت کې په يوه لاس فيسبوک کاروي، په بل کې د کتاب‌لوستنې تمثيل کوي. دوی دغه کار د ځان د تېرايستنې په موخه  کوي.

له يوې خوا يې وجدان د مسووليت په ور احساسولو ځوروي، له بلې خوا يې د کنټرول مهارت بايللی وي، دلته نو زموږ د مطالعې چاپېريال ګډوډېږي او يوازې په دې احساس خوشاله يوو چې کتاب مو له کوټې راسره ايستلی دی او بس.

د چاپېريال باندني شرايط هم مهم دي، ښه مطالعه هلته کېږي چې يو خو فضا له صوتي ککړتيا خوندي وي، بل دا چې زموږ دروني احساس مطالعې ته جوړ وي. که زموږ مېلمه را روان وي او موږ مطالعه کوو، ۵۰ سلنه اخذ هم نه‌شو کولای. ښه ده چې د نن هيڅ کار سبا ته را نه پاتې نه‌شي، په دې ډول به مو شخصيت نه را نه بحراني کېږي او هدف ته په لار کې خنډونه به اسانه تر شا پرېږدو.

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *