Categories

اعلان

Loading…

د لوړو زده کړو وزارت وایي د پوهنتونونو د بهرنیو استادانو وېزې به تمدید نه کړي

تاند – د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د هغو خارجي استادانو وېزې نورې نه تمدیدوي چې په افغانستان کې په خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کوي.

د وزارت دا کار د یو شمېر افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.

په یوه لیک کې چې ویل کیږي د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسساتو د ریاست له خوا د جدي په ۲۲مه دغو پوهنتونونو ته لېږل شوی راغلي چې د خصوصي پوهنتونونو ادارې دې د بهرنیو استادانو د وېزو د تمدید غوښتنه نه کوي.Untitled

د لوړو زده کړو د وزارت په لیک کې دا هم یاده شوې ده چې د بهرنیو استادانو پر ځای دې هغو افغان ځوانانو ته د کار فرصت ورکول شي چې دوکتورا او ماسټري لري او کارونه نه لري.

په ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغانانو لیکلي، دا کار به له یوې خوا د افغان ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او بلې خوا ته به د هغو بهرنیو اتباعو مخه ونیسي چې غواړي په افغانستان کې له دې لارې د نا امنۍ په جوړولو کې رول ولوبوي.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال په لومړۍ شپه د کابل په سرینا هوټل د ترسره شوي برید په نقشه جوړونه کې د یوه پاکستاني دپلومات ترلاسه کړو معلوماتو رول درلود چې له پېښې نه څو ورځې وړاندې یې هلته سپورټي کلب ته د سپورټ په بهانه تګ راتګ کاوه او د هوټل عکاسي یې کړې وه. (په دې هکله راپور)

339 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2