Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ د کندهار چاودنې د ولي‌الله په مدرسه کې پلان شوې وې

د تېرې سه‌شنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې يو په بل پسې خونړۍ چاودنې وشوې چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.‌

د کندهار په چاودنو کې عرب ډيپلوماټان او لوړپوړي دولتي‌چارواکي هم شهيدان او ټپيان شول، خو د کابل او هلمند په هغو کې قربانيان يوازې افغانان ول.

سرخط ورځپاڼې ته اوس داسې مالومات په لاس ورغلي دي چې ښيي، د کابل، ‌کندهار او هلمند ټولې چاودنې د طالبانو نظامي کمېسيون او د پاکستان استخباراتي شبکې تر کرښه پورې غاړه د ملا ولی‌الله په مدرسه کې پلان کړې وې.

دغه مدرسه له کلونو راهيسې د افغانستان له‌پاره درګرده ځانمرګی روزي.‌

د ورځپاڼې په خبره، وروسته له هغه چې طالبانو و نه کړای شوای هلمند سقوط کړي، نو پوه شول چې تر څه وخته د کندهار نظامي شورا په پښو ولاړه وي،‌ دوی د هېواد په جنوب او لوېدیز کې د کومې سيمې نيولو ته نه پرېږدي، ‌ځکه خو پر دغې شورا د بريد تابيا ونيوه.

د کندهار په نظامي شورا کې د کندهار او هلمند د امنيت رييسان، والي او د کندهار امنيه قوماندان د وروستۍ پرېکړې خلک دي.‌

طالبانو او ای‌ايس‌ای د کابل، کندهار او هلمند د بريدونو له‌پاره شل ځانمرګي تيار کړل او بیا یې په دريو برخو ووېشل.

لومړۍ ډله یې بدري ګروپ نومېده چې په دارالامان کې یې بريدونه وکړل، دويمه یې عرب ګروپ و چې په هلمند کې یې وژنې وکړې او درېيمه ډله چريکي هغه وه چې د کندهار په ولايت مقام کې یې چاودنې وکړې.

ای‌ایس‌ای د کندهار د چاودنو له‌پاره دوه ميليونه کلدارې ملا ولي‌الله ته ورکړې وې او هغه د چمن په رحمان کهول سيمه کې ورته ځانمرګي وروزل.

د کندهار چاودنې داسې پلان شوې وې چې لومړی به يوه چاودنه کېږي، وروسته چې خلک راټولېږي،‌دويمه چاودنه به هم کېږي، همداسې وشول، خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق له لومړۍ چاودنې وروسته، ولايت مقام ته ور په لاره و، خو لا رسېدلی نه و چې دويمه چاودنه وشوه.‌

د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په لومړي سر کې د دغو چاودنو مسووليت ومانه او په خپلو کې یې يو بل ته مبارکيانې ورکولې، خو چې پوه شول عرب ډيپلوماټانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې، له خپلې خبرې منکر شول.‌

117 total views, 1 views today

4 comments

  1. ببرک Reply

    هرورمرو په ولی الله مدرسه کی پلان شوی وه چی دومره قوی وه

  2. Bashir Reply

    پلان سوي خو په ولي آلله مدرسه کي وې سوال په دې کي دئ چه چا دولايت تر مقام راورسولې؟
    آئ ايس آئ دآفغانستان په مورد کي ډير شوم پلانونه لري عملي کوي ئې څوک؟
    آيا په دولت کي ستاسو وڅنک ته دتور پنجاب بې ناموسه اجنټان نه دي ناست؟
    ايا دابې ناموسه وطن فروشه آشرار او اجنټان په کومه اندازه دي؟دا ددولت بې کفايتي ده
    خلص دولت بې کفايته او دهم دې پنجاب نماينده او دهيواد دبچو دتباهئ لپاره ئې ليچي راکښلي دي او هره ورځ ئې دمرګ وکندي ته آچوي.
    دهيواد او خلګو دتباهئ مسول دولت دئ نه دبر کلي ليونئ.

  3. sipahi gomnaam Reply

    Salamoonah;

    porta xaber ba wamano ka na ; xo de milmastoon chawkio lande chawdedoonki mevaad cha , tsanga aw tsa waxt zay-per zay kirree wil?.

    Oos de de doobey amniyty mishr la pokistiany veliolagano ? wakrri;
    na da che AFGHANANo ta chkanzilee kawi? & de A`eraq aw Suriyeh na de zan xaber krri!.>> nunn ttiqy ajsia!wagory…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *