Categories

اعلان

Loading…

بلخ ادبي خوځښت د پوهاند محمد حسن کاکړ په وير غونډه وکړه

راپور: جعفر فيصل

د جدي ۲۴مه، ۱۳۹۵لمريز

په غونډه کې وويل شو، چې پوهاند محمد حسن کاکړ ثابته کړه، د ډيورند په تړاو د افغان او انګليس تر منځ کوم قانوني سند نشته.

ياده غونډه د مرغومې په۲۴د افغان کلتور د ودې ټولنيز او رسنيز مرکز- بلخ ادبي خوځښت په بلنه جوړه شوې وه، چې په بلخ ولايت کې د بېلابېلو فرهنګي بهيرونو سربېره، دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، د پوهنتون استادانو، فرهنګيانو او د مدني ټولنو لسګونه غړوپکې برخه اخيستې وه.

2افغان تاريخ ليکونکی پوهاند محمد حسن کاکړ د روان کال د مرغومي په ۱۷مه، په جلا وطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د بلخ ادبي خوځښت لخوا د ارواښاد کاکړ په وير ناسته کې د پوهاند محمد حسن کاکړ  مړينه ستره ضايعه وګڼل شوه.

د بلخ پوهنتون استاد او فرهنګي مشر پوهندوی غلام فاروق خپلواک هم د ښاغلي محمد حسن کاکړ په تړاو خبرې وکړې.

 نوموړي وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ نه يوازې تاريخ ليکونکی و، بلکې د تاريخ د چاڼ او تحليل استعداد يې هم درلود.

استاد خپلواک سربېره پر دې، چې د پوهاند کاکړ په مړينه يې انديښنه څرګند کړه؛ ټينګار يې وکړ، چې راتلونکی نسل بايد په دغه برخه کې بېسارې هڅه وکړي او د تاريخ هره کرښه په واقعي او حقيقي ډول افغانانو ته ورسوي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي ذ بيح الله کاکړ چې په دغه غونډه کې يې وينا کوله وويل، د پوهاند محمد حسن کاکړ د پوهې تر اغيز لاندې راغلی دی.

نوموړي د پوهاند محمد حسن کاکړ مړينه يوه ضايعه وګڼله او ځوانانو ته يې وويل، چې د ارواښاد کاکړ په پل، پل واخلي او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري چارو مسئول ذ بيح الله اختري بيا وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ يو علمي شخصيت و، چې د سيمې په کچه يې درناوی کېدو.

نوموړي زياته کړه، کوم علمي کدرونه چې په دغه برخه کې کار کوي د تاييد يو مهر هم غواړي، چې په وينايې د سيمې او نړۍ په کچه د پوهاند محمد حسن کاکړ تاريخي څېړنې منل شوې وې.

د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس د پوهاند محمد حسن کاکړ د وير په تړاو د جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ارواښاد کاکړ هڅه وکړه د لوی افغانستان په تاريخي اړخونو باندې ښې څېړنې وکړې.

هغه وويل، چې ښاغلي کاکړ دغه حقيقت په ښه توګه بيان کړ، چې د افغانانو تر منځ تپل شوې- ډيورنډ کرښه هېڅ په ليکلې بڼه کوم حقيقت نه لري.

ارواښاد پوهاند حسن کاکړ په پښتو ،انګليسي او دري ژبو د افغانستان، افغانانو او تاريخ په اړه لسګونه کتابونه، ژباړې او سلګونه مقالې خپرې کړي دي.

پښتون، افغان او افغانستان، د کابل سلطنت بيان «ژباړه»، د پاچا امان الله واکمنۍ ته نوې کتنه، زما غوره ليکنې-د مقالو ټولګه يې مشهور کتابونه دي.

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *