Categories

کره کتنه او تاريخ/ اجمل ښکلى

د تاريخ له مطالعې نه هېڅ شى بهر نه دى. تاريخ د فرهنګ پر تحول باندې بحث کوي، ځکه نو ادب تاريخ د عمومي تاريخ د يوې برخې په توګه پر ادبي تحول بحث کوي.

کره کتنه هم د فرهنګ له هرې برخې سره اړيکه لري. هغه کره کتنه چې موضوع يې ادبيات دي، ادبي نقد ورته وايي.

د تاريخ او نقد ترمنځ توپير د دوو ځانګړنو له مخې کېږي. تاريخ راته تحول تشريح کوي او نقد يو ايجاد يا تخليق ارزوي، چې منفي او مثبت اړخونه يې کوم دي او د جز په توګه د فرهنګ په کل کې څه نقش لري؟ يا به داسي ووايم، چې نقد يو بدلون ارزوي.

په نقد کې چې مو هم د بدلون خبره وکړه؛ نو مطلب دا چې د تحول تعريف پېچلى دى. تاريخ د يوه تحول د اثبات لپاره دلايل وايي؛ خو چې د تحول خبره کوو؛ نو فکر مو ماضي ته ځي، ځکه تحول بايد راغلى وي.

د تحول خبره په لويه کچه ادبي تاريخ د دورو د وېش په بڼه مطرح کوي. په پښتو ادبياتو کې درې ځل داسي بدلونونه راغلي، چې د ادبي تاريخ د آرونو پر بنسټ په دورو د ويشلو وړ دي.

هيګل فکر کاوه، چې انسان تل مخ په لوړ ځي او همدا تصور د مادرنيته روح و، چې انسان به تل پرمختګ کوي؛ خو  تر دوو نړيوالو جګړو وروسته او د ساينس په مټ د انسان د انحصار له مخې پسرغښتوالو استدلال وکړ، چې دا ضرور نه ده، چې تاريخ د افقي ليکې غوندې نېغ لاړ شي، بلکېتحول ناڅاپه راځي۔ خپلو ادبي دورو ته چې له دې زاويې نه ګورو؛ نو ويلى شو، چې دويمه دوره ناڅاپي راغله۔

البته په هغو ټولنو کې چې د بدلونونو راتګ عادي ښکاري، هلته د دوو دورو ترمنځ انتقالي پړاو وي، چې هم د تېرې او هم د نوې دورې مهم خصوصيتونه لري؛ خو دا راته په هر حال په تاريخ کې د دورو د وېش اهميت ښيي، ځکه چې د تاريخ نورې څانګې هم(لکه ډبر پېر، د مسو پېر، د اوسپنې پېر يا لکه بزګري دوره، صنعتي دوره يا تر ليک مخکې او وروسته دوره، د مطبعې دوره او د انټرنيت زمانهاو داسې نور)د بشر تاريخ په دورو وېش او په دې پوهېږي، چې له وېش پرته د تاريخ د سمون موخه او پوهاوى سخت دى۔

پخواني تاريخ د بشري بدلون مطالعه د وخت په اوږدو کې ګام پر ګام کوله.مثلا: اسورو بابل، بيا لرغونى مصر، بيا لرغونى يونان، لرغونى روم او …. داسې هم ممکنه وه، چې د يوه هېواد يا يوه قوم مطالعه به په همدې دوديزه بڼه کېده. مثلا: افغانستان د تاريخ په اوږدو کې.

نوى تاريخ د موضوع پر بنسټ هم پر تحول بحث کوي. يوه موضوع ټاکي او بيا يې په بېلابېلو وختونو يا دورو او جغرافيو کې څېړي. مثلا: ښځه د نوي تاريخ يوه موضوع ده، چې په بېلوبېلو فرهنګونو کې مطالعه شوې. همداسې، ښکنځل، ښېرا او هر انساني چلن د تاريخ مطالعه کېداى شي.

د سياسي تاريخ همدا مېتود ادبياتو کې هم کارولى شو. که د تاريخ استاد د دورو په عمومي وېش کې دننه د پنځګرو د بايوګرافي ډوله تدريس پر ځاى يوه موضوع انتخاب کړي؛ نو دا به موثره وي.

په دې طريقه کې ادبي مورخ په يوه ټاکلي مهال کې پر يوه موضوع بحث کوي؛ خو که دا بحث حال ته هم راشي، د تاريخ له دايرې راوځي؛ نو ښه دا ده، چې پر ننيو ادبياتو باندې د دقيقې پوهېدا لپاره د خپل پخواني ادب دجزئياتو مطالعه وکړو. مثلا: که غزل يوه موضوع وي؛ نو مطالعه به يې داسې وي، چې دا په دويمه ادبي دوره کې څنګه و، څه خصوصيتونه يې لرل او شاعرانو ورسره څه ډول اړيکه ساتله؟

پر دې سربېره د ادبياتو مربوط نور موضوعات هم په دې طريقه مطالعه کولى شو.

د ادبي نقد او ادبي تاريخ ترمنځ ډېر مشترکات دي.ادبي تاريخ چې پر يوه موضوع يا تحول بحث کوي؛ نو له نقده کار اخلي؛ خو دلته نقد دويمي ارزښت لري او د مورخ مخه د ادبي تحول تشريح او سپړنې ته وي.

ادبي کره کتنه هم له تاريخه مستثنا نه وي؛ خو مخه يې ارزونې ته وي.

د ادبي کره کتنې او تاريخ ترمنځ يو نازک توپير شته او هغه دا چې، تاريخ پر هره موضوع د هغې موضوع د خپل وخت په شرايطو کې بحث کوي.

“د نوي مورخ ستونزه دا ده، چې لرغونى پېر د خپل وخت د ارزښتونو او دودونو په رڼا کې مطالعه کوي. مثلا: په لرغوني مهال کې چې له ورور سره د خور او پلار سره د لور واده وويني؛ نو څرنګه چې ذهنا د دې خبرې منلو ته چمتو نه وي، نوي تاويلات يې راوباسي، چې واده خو به کېده؛ خو جنسي اختلاط به نه و. د مورخ له داسې تاويلاتو سره تاريخ نور هم پېچلى او مبهم شي”(۱: ۱۳۲)

خو کره کتونکى پر هره ادبي موضوع يا پنځونه باندې د حال د تيورۍ  او د خپلو فردي تمايلاتو په رڼا کې غږېږي. ادبي کره کتونکى که د ماضي د يوه پنځګر پنځونې مطالعه کوي يا پر يوه موضوع يا مکتب بحث کوي؛ نو د حال زمانې له ادبي تمايلاتو کار اخلي، ځکه د ادبي نقد موخه دا ده، چې ادبيات د موجود او راروانوخت د لوستونکو او پنځګرو لپاره د استفادې جوګه کړي او دا هله کېداى شي، چې کره کتونکى ادبياتو ته د وسمهال د ټولنيزو توقعاتو له زاويې نه وګوري او نورو پنځګرو ته وښيي، چې په تاسو پورې د اوسنۍ ټولنې دا دا هيلې تړلې دي.

له دې نه يوه بله پرېکړه هم کولى شو، چې د تاريخ کار له ماضي؛ خو د نقد له دواړه زمانو سره دى او کره کتونکى پر پخوانيو ادبياتو هم نقد کولى شي.

ماخذ:

۱- ډاکټر مبارک علي. ۲۰۱۴. تاريخ اور عورت(اضافه شده ايډيشن). لاهور: تاريخ پبليکيشنز


د استاد ښکلي نوري لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *