Categories

اعلان

Loading…

روسیې له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي

تاند – روسیې په افغانستان کې د حکومت له مخالفو وسله والو طالبانو  وغوښتل چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له فعالیتونو نه لاس واخلي.

په یوه خبرپاڼه کې چې نن /د جنوري ۱۴مه/ په کابل کې د روسیې سفارت رسنیو ته لېږلي راغلي چې، روسان له طالبانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی ترسره نه کړي.

له طالب وسله والو نه د روسانو دا غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راځي چې ویل کیږي څلور ورځې وړاندې طالب وسله والو په یوه ورځ په هلمند، کابل او کندهار کې د درې بېلابېلو حملو او بمي چاودنو په ترڅ کې لسګونه افغانان او یو شمېرعرب دپلوماتان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هغوی د ترهګرو له خوا ترسره شوي جرمونه غندي او دا چې هغه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د پاکستان د استخباراتي ادارې تر څنګ او په ملاتړ په وروستیو وختونو کې روسانو هم د طالب وسله والو مالي او تسلیحاتي ملاتړ ته وردانګلي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان نظامي استخبارات (آی اېس آی) د هغه هېواد د مذهبي مشرانو له لارې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ترهګرو او ورانکارو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي او هغوی هڅوي چې په دغه هېواد کې د خپلې خوښې نظام د رامنځته کولو لپاره هر ډول ناروا کړنې ترسره کړي.

458 total views, no views today

2 comments

  1. اسلم Reply

    دا به یو څه اغیز ولری ځکه دا خو دبادار غوښتنه ده

  2. لونک Reply

    ډیر د افسوس ځای دی، تل مو د بل په اشاره خپل ورونه وژلي او خویندې مو کونډې کړي… د بل وسله، د بل جګړه، د بل ګټه، زموږ وژنه، زموږ ماتم::::: د جنګ لوګو غوندی بدرنګو خلکو

    خپلو وسلو غوندی بی ننګو خلکو

    زما د ښار ښاېست ته اور مه راوړی

    دلته پردی جنګونه نور مه راوړی

    چی می دا شته خویندی بی وروره نشی

    بیا د پرون په شان بی کوره نشی

Leave a Reply to اسلم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2