Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، ترهګرو ته یې پناه نه ده ورکړې

تاند- د کابل او کندهار له تروریستي حملو وروسته پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ته د پناهځایونو ورکړه رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تاکید وکاوه چې پاکستان اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخیستل شي.

ده همداراز وویل چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه په هره کچه د تروریزم پر ضد د پاکستان ونډه تاییدوي.

زکریا وویل، پاکستان د تروریزم په خاطر په لسګونو زره تلفات او تر ۱۰۰ ملیون ډالره زیات مالي زیان کړی دی.

ده شمالي وزیرستان ته د امریکايي جنرال او د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن وروستي سفر ته په اشارې وویل چې د ضرب عضب عملیاتو په لړ کې تروریستانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

پاکستان تل له تروریزم سره د مبارزې خبرې کوي خو په عین حال کې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او د کوټې شورا له موجودیته انکار نه کوي او ځیني وخت وايي چې د طالبانو ترمنځ باید تفکیک وشي؛ یو شمېر طالبان ښه خلک دي او یو شمېر نور چې د پاکستان د ګټو خلاف جنګېږي، بد دي.

42 total views, 3 views today

2 comments

  1. اسلم Reply

    وخ وخ افغان چارواکي ډير سست او ټنبل خلک دی
    چې تر اوسه یې نړۍ ته هېڅ ثبوت نه دی وړاندې
    اوس باید ټوله نړۍ په فلمونو او اسنادو ډکه وای چې پاکستان په افغانستان کې جګړه کوي
    ټول مشران هملته په پاکستان کې دی

    بس نه څه ووایو!!!
    افسوس

  2. حسن Reply

    آیاکستانی مقامات رښتیا وایی ؟ د ټالیبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې مړ شو ، ملا اختر کوټې ته نژدې د امریکایی ډرون الوتکي په واسطه ووژل شو، بن لادن راولپنډۍ ته نژدې ووژل شو. د ټالیبانو د رهبری شورا په کوټه کې ده ، حقاني هم له وزیرستانه خپله دنده اجرا کوي. دا ټول د نړیوالو په سترګو کې خاورې اچول دي. وزیرستان یی د ټالیبانو په نوم له پښتنو تصفیه کړ او پښتون جنوساید یی د خپل شپیته کلن تورتاریخ یو بل بدنامه داغ د پنجابیانو په تندي پریښود.

Leave a Reply to حسن Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *