Categories

اعلان

Loading…

که امریکایي عسکر نه وي نو بیا؟؟؟

محمد یار یار

محمد یار یار

که امریکایي عسکر نه وي نو بیا؟؟؟

محمد يار يار
نن سبا د ورځې توده سوژه دا ده چې د امریکا دفاع وزارت فیصله کړې چې راتلونکی پسرلی به، هلمند ولایت ته خپل ۳۰۰ سمندري ځواکونه، د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې د افغان ملي اردو د روزنې، مشورې او مرستې له‌پاره استوي.
زما په نظر دا مساله د یوه خبر تر کچې ساده نه ده، هغه چې هره ورځ یې اورو او په سطحې توګه یې تر څنګ تېرېږو. په دې باب، تر تایید د تردید غبرګون توند وو او طبعاً چې اساس یې پر معمولو احساساتو استوار وو.

دا سوژه له څو اړخو د څېړنې وړ ده، د دې څېړنې تفصیل جالب دی، خو د یوې مقالې په فریم کې ممکن نه دی، دلته یې یوازې یوه اړخ ته درسره تمېږم، هغه دا چې ولې امریکایان بېرته هلمند ته را ګرځي؟
په داسې حال کې چې د ولسمشر اوباما د دویمې دورې ټاکنیز شعار، تر ۲۰۱۷ کال پورې په افغانستان کې، د امریکایي پوځو حد اقل ته را کمول وو، ممکن تر ۱۰۰۰ تنه پورې چې یوازې به یې دلته د دوی سفارت ساتلای؟

هغه هم وخت وو چې موږ به د طالبانو، حزب اسلاميانو او نورو ټروریسټانو جنګ و مزاحمت، په افغانستان کې د خارجي ځواکونو، په تېره بیا امریکایانو، د وجود جواز باله؛ نو به د سیاسي اسلام مجنونانو، د هغسې، پنډلي فتواوو په لعنتونو کې غرقولو چې ولاکه یې دوی ته هم مصدر و اساس مالوم وو په سیاسي اسلام کې مصدر، ماخذ، اساس او سند ته ضرورت نه‌شته، د سیاسي اسلامیسټ په توګه دې تر ګردو لوی تکلیف دا دی چې د پېښور تر قصه‌خواني بازاره ځان ورسوه، د سړک پر غاړه، پر یوه تړه باندې یوه ښه تکه توره د کفر ټاپه جوړه کړه او چې زړه دې وو د هغه په څټ کې یې ور وهه، بیا دې نو د چا پلار پیدا شي او دا ټاپه خوړلی مسکین دې بېرته مسلمان کاندي، الا د سیاسي اسلام مفتي یې وغواړي، دا هغه پخه تجربه ده چې دا پنځوس کاله یې، په مسلسل و بې‌وقفې تمرین لګیا یوو او یو وار یې هم نتېجه د توقع خلاف نه ده را وتلې.

نن انکشاف دا دی چې د بیان ازادي او نسبي ډیموکراسي په برکت، ډېر مسایل له ابهامه را وتلي او لا لګیا دي راوځي، هغه د محترم حکمتیار خبره، څېرې بربنډیږي او توطیې رسوا کېږي، خپله د همدې جید جهادي رهبر، هغه یوه توطیه هم سپینه شوه او له څېرې یې له نقابو یو نقاب ور پورته شو بلکې خپله یې پورته کړ چې له افغان ملي یووالي حکومت او په اصل کې له امریکې سره د سولې تړون په فرصت کې یې، په افغانستان کې د امریکایانو د وجود جواز، د طالبانو مزاحمت وباله او دا یې جهاد نه، بلکې جهاد ضد جګړه ثابته کړه، نوموړي د جهاد په نوم، له هغه جنایته حجاب واخیست چې په اول ګام کې یې دی خپله هم دا ۱۶- کاله مرتکب شوی وو، اوس که د نوموړي د دې سرشار انکشاف په زمینه کې، څلورنیمې لسیزې شا ته ریورس ولګوو؛ نو له دې رښتیا سره هم مخ کېږو چې په کابل پوهنتون کې د وخت د قانوني حکومت پر ضد، د بې‌دیني په تور، د دوی او د دوی د اسلافو د اسلامي نهضت را پورته کېدل او بیا په پاکستان کې د سوسیالیسټ ذوالفقار علي بوټو تر ججوري لاندې پنا اخیستل، د دې لامل شول چې؛
یو؛ امریکا دې له شوروي اتحاده د ویټنام د غچ اخیستو په موخه، افغانستان ته د خپل دغه ستر نړیوال سیال پښه را کش کاندي.

دوه؛ دلته دې د شوروي سور پوځ، د پاکستان په رهبري، د عربو په پیسو او لوېدیځ په وسلو و مشورو، د مجاهدینو په ړندو احساساتو، د افغانانو په وینو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخي حیثیت په قیمت، ښه سم را ښکېل کاندي، تر هغه چې داسې یې له ځمکې را وولي چې پر نړیوال سیاسي- نظامي میدان یې په شرمو وشرموي.

درې؛ بیا دې د دې اسلامي نهضت د ډیزاین کړي اسلامي نظام په چوکاټ کې، همدا اخوان المسلمین لکه د ګور چينجي، یو له بله داسې سره وخوري چې د درو کالو په جریان کې دې یوازې په کابل کې۶۵۰۰۰ زره کابلیان قتل عام شي.

څلور؛ وروسته دې همدا د اسلام ناجیان، د شر و فساد په نوم، د طالبانو له خوا پسې واخیستل شي، هغه طالبان چې یووار له اسلامي تنظیم سره تر خونړي تقابل وروسته، د شهید صلح پروفیسور برهان‌الدین رباني له خوا، د افغانستان د نجات فرشتې وګڼل شوې او یو کانټینر شنې پیسې یې پرې وپاشلې.

پنځه؛ بیا دې د ټولې دنیا ټروریزم، په دې سیمه کې متمرکز شي او د دې ترهګري د له منځه وړو په نوم دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجازه، د امریکا په مشري، نړیوال ايتلاف پر افغانستان را شېوه شي، نیم اخوان المسلمین دې یې تر څنګ ودرېږي او نیم نور دې یې خپله د ورور حکمتیار په شمول، د خپلو دغو پرونیو بادارانو پر ضد جهاد اعلان کړي او نن چې ۱۶ کاله وروسته، د جنګ و جهاد دا مشهوره عجوبه، خپل دغه وروستی مورد جهاد نه، بلکې فساد ګڼي نو ایا د دې منطق حکم د هر چا له‌پاره د درک وړ نه دی چې د مرحوم داود خان تر واکمني پورې، دغه نور ټول یاد کړي موارد هم، د ښاغلي ګلبدین د همدغه عیني فورمول په تله د تللو وړ دي؟ یانې که د هغه وخت د مشروع او ورځ په ورځ اصلاح کېدونکي حاکمیت، ولسواکي، مدني ارزښتو، عقلانیت او زمان د نبض پر ضد، د اسلامي نهضت له خوا، د بې‌دیني بې‌اساسه تور نه وای، ته وا افغانستان به د دې ټولو ټراژیدیو و بدمرغیو ښکار شوی وای؟

زه خو په دې ځای کې، د خارجیانو حضور ته د بهانې پیدا کولو په باب، د محترم حکمتیار فورمول د کاڼي کرښه بولم چې هم یې باید په اول ګام کې د ده خپل جګړه‌مار تنظیم مهم وبولي، هغسې لکه نن سبا چې یې د ده رسنوال تبلیغیان تبلیغوي او هم یې د ده هغه مخاطبان جدي ونیسي چې نوموړي د سولې تړون په ورځ غږ پرې وکړ چې نور نو د دې بې‌مانا و بې‌هدفه جګړې په دوام سره، دلته د امریکا وجود ته جواز مه ورکوئ!
که د همدې فورمول پر بنسټ، د هلمند د سقوط تر سرحده ګواښ نه وای، هلته به د امریکا د ۳۰۰ سمندري ځواکونو د لېږد دلیل، جواز او بهانه څه وای؟

عجيبه ده! د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په دې جرګه کې د هلمند دوو استازيو رحمت الله اڅکزي، شیرمحمد اخندزاده او ځینو نورو د دوی همفکرو بې‌فکرو، هلمند ته د ۳۰۰ امریکایي عسکرو د استولو په عکس العمل کې ان له دغه هېواد سره د افغانستان د امنیتي تړون د لغوې غوښتنه وکړه او و یې ویل چې دا تړون او دا نوي ځواکونه به جګړې ته نور هم زور ورکړي.

وایي، وهم دې چېرې او درب دې چېرې شو؟ دا اوس زموږ د ولس د استازيو عقل شو؟ اول د دې منتقدانو په باب، د دې پاراګراف د حسن تکرار ضرورت پیښېږي چې دوی خو د فی سبیل الله مجاهدینو په صفت، د همدې امریکا د سروالي او تېزهوشي په کرامت، په اصطلاح د روس پر ضد جهاد د بریالیتوب تر اوجه ورساوه او بیا دا دی دا ۱۷- کاله کېږي چې د همدې امریکایي و ناټو ځواکونو په برکت یې خوري و څښي او حساب نه مني؛ د خپل ملت په څټ کې ورسپاره او افغانستان یې د جهان په سطح، په دويم و درېیم فاسد او د تاریاکو په اول هېواد بدل کړی دی، که دا امریکا او دا جنګ نه وای نو د هلمندي اخندزاده‌ګانو او مشابه نورو افغاني توپکیانو قاچاقبریو او نورو وطن ضد، سلو و زرو درغلیو ته به څنګه د امکان ګېټ پرانیستل کېدای؟ ایا دوی ماغزه لري او په دې یې سر خلاصېږي، که همدا اوس له امریکا سره امنیتي تړون لغوه او امریکایان له افغانستانه ووځي نو څه به پېښ شي؟

ملت، که دلته امریکایان نه وو، هم د جنګ و جهاد؟ په جهنم کې الوی کېده، که امنیتي تړون نه وو، هم یې نصیب وریتېده وو چې تړون وشو، هم یې د وجود د کباب بوی ورک نه‌شو او که لغوه شي هم یې ځان جیزغاله وبولئ، خو همدا منتقد وکیلان و نور معامله‌ګر به د امریکایي چتر له مصوونیته بې‌نصیبه شي، له پلزن څخه به یې د پلونو نښه، په مټ و ایرو کې ورکه وي، له بلې خوا ایا خپله همدې مسلمیار او د ده مسلمو اخوانیو، له روسیې سره د طالبانو پر اړیکو، د لېونتوب تر بریده غبرګون و نه ښوو؟

اوس که په هلمند کې امریکایي عسکر نه وي نو څوک به وي؟ بدیل به یې څوک وي؟ همدا دوی چیغې نه وهي چې پاکستان د طالبانو د کوټې شورا هلمند ته را انتفال کړې ده؟ او ایا دا په ډېر ښکاره منطق سره، په اصل کې هلمند ته د روسیې، پاکستان، چین او ایران د اجنډاوو انتقال نه دی؟

پر ولس یې فرق څه دی؟ خو یو ابر قدرت به زموږ د وطن او وطنوالو د ژوند په بیه له منځه ځي او بل ستر غضب به یې ځای نیسي، د مفسدو او قاچاقبرو مجاهدینو الټرناټیف به قاچاقبر او ترهګر طالبان وي.

موجود وضعیت ممکن د روسي، چینایي، پاکستاني او ایراني راج په نسبت ځکه نسبتاً مطلوب وګڼل شي چې اوس خو لا د ملګرو ملتونو له خوا یوه د وړو پزه را پورې ده، د امنیتي تړون په نوم، داسې یو سند شته چې لږ تر لږه، په نړیوال حقوقي تعامل کې څه ناڅه یو دستاوېز ګڼل کېدای شي، دا بېله خبره ده چې له دې لاسونده موږ څومره استفاده کولای شو؟

خو هغه تجربه مو هم وکړه چې شاوخوا ۴۳ کاله مو له همدې امریکا او غونډ غرب سره، پرته له کوم دا ډول حقوقي تعامله و تړونه، د جنګ و جهاد پروژه تطبیق کړه او نن یې د جهاد تر بریالیتوب وروسته، افغانستان ته د شا ګرځولو، بې‌تفاوتیو او ورانکاریو د تورنولو له‌پاره خوله هم نه‌شو چوله کولای، ځکه تر منځ مو سند نه‌شته، که سبا په هلمند یا ټول افغانستان کې روسیه، پاکستان، چین او ایران د امریکا د بدیل په توګه تبارز کوي، هلته به بیا د کوم معتبر سند د را منځ ته کېدو او کوم بې‌اعتباره هغه د لغوې سُرنا ږغوو؟

ایا هره ورځ یې نه اورو چې په هلمند کې د افغانستان پر ضد داسې کسان جنګېږي چې سیمه‌ییز خلک یې په ژبه نه پوهېږي؟ ایا په وارو وارو له طالبانو ایرانۍ وسلې و تخریبي وسایل نه دي تر لاسه شوي؟ ایا تازه په تازه، د کندهار په میوند ولسوالي کې، له طالب مجاهدینو سره روسۍ وسلې و نه نیول شوې؟ او د پاکستان په باب خو نو بحث کول، ولا هم زما لپاره شرم دی او هم زما درانه لوستونکي ته.

دغه ليکنه په #سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې.

28 total views, 2 views today

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    که مو واحد سالم قیادت درلودای ،که د بن د انحصاری تړون په ځای ،د ملی ګټو د ساتنی تړون وای او امنیتی قواوی تنظیمی ملیشو منحرف او تضعیف کړی نه وای، که د ملت حق اود امنیتی قواوو ډوډی ، البسه ، روغنیات او وسایل تنظیمی قهرمانانو غلا کړی نه وای، که حکامود ملت د قوت او عزت لپاره یو موټی وای، که علماوو منحیث ورثة الانبیاء عمل کړی وای، که بی ځایه تجملی ،اسرافی اوتخریبی مصارفو مخننیوی شوی وای،که فساد ضعیف کړی نه وای ،که د معاملو او اجیرانو مخنیوای شوی وای،خلاصه تعاونوا علی البر والتقوی ترک شوی .
    مع الاسف ترټولو لوی فساد او معاملی انحصار ګرو پر امنیتی قواوو تحمیل کړی وی چه یوه لحظه یی هم باید تحمل شوی نه وای.
    که دغو ټکو ته حکام مؤمنانه توجه وکړی نو بیا بی له غنی خالق څخه د هیچا زهرجنو مرستو ته نه اړ کیږو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *