Categories

ګوګل سټور کې د پښتو کتابونو د اپلیکشن په ډول کتابتون پر لیکه شو

  نويد ځدراڼ

ګوګل سټور کې چې د انلاین نړۍ يو بازار بلل کېږي، د پښتو کتابونو داسې کتابتون پر لیکه شوی، چې ټول کتابونه يې د اپلیکشن پر ډول پر ليکه شوی او انډرویډ لرونکو موبایلونو کې وړیا انسټالېدای شی.

دا کتابتون چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده ليدل شوې، د هدایت الله جان په نوم یو افغان ځوان وړیا فعاله کړی او په رضاکارانه ډول يې پر مخ وړي.

هدایت الله جان وايي چې تر اوسه يې په دې کتابتون کې ټولټال ۴۵ کتابونه پورته کړي چې ښه هرکلی يې شوی دی.

نوموړی وايي تر اوسه د دې کتابونو له ډلې د ګوګل سټور پر حساب په مجموعي ډول ۳۲۸۴۸ تنو ښکته کړي، چې لا هم شېبه پر شېبه پر مخ روان دي.

هدایت جان وايي د دې کتابتون د پر ليکه کولو لپاره نږدې درې میاشتې وړاندې لاس پکار شو او تر اوسه يې پورته شمېر کتابونه پر لیکه کړي او  لا هم پرې بوخت دي.

نوموړی وايي چې د کتاب د غوراوي لپاره له ملګرو سره په مشوره پر مخ ځي، خو پخپله يې ارمان دا دی چې لوستونکو ته کتابونه وړیا او ډېر ورسېږي، له پورته شویو کتابونو نه تر اوسه «فکري پوهنه» کتاب تر ټولو ډېرو کسانو ښکته کړی دی.

هدایت له خپلو مینه والو مننه کوي چې هڅولی يې دی او پر ځای مشورې يې ورکړې دي، دی هم ژمنه کوي چې د ژوند تر وروستیو سلګيو به د کتاب پر رسولو بوخت وي او نږدې را تلونکې کې به له پښتو کتابونو دا ډول اپلیکشن جوړ کړي چې ایفون ډوله موبایلونو کې به هم انسټالېدای شي.

که له موږ سره د کتابونو په دې رضاکارانه رسولو کې مرسته کوئ نو لطفاً پر دې ایمیل (hedayatjanjan@gmail.com) خپل کتابونه په MSWORD بڼه له موږ سره شریک کړئ، چې اپلیکشن ترې جوړ او ټولو لوستونکو ته وړیا ورسېږي.

د پر لیکه شويو کتابونو مجموعي ادرس:

https://play.google.com/store/apps/developer?id=%D9%87%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D8%AA

3 comments

  1. دوران Reply

    بیخ د ووځه په دا کتابونو

  2. عبدالله ۲ Reply

    ښاغلی دوران وروره ولی ؟ په څه؟ په کومه ګناه؟

    ښه مکوه بد نشته

  3. نیازمحمد نیازمند Reply

    شه کتابونه دی له ستاسومننه
    ستاسو هر خدمت دعلم /به ډګر کی دستایلو وړ دی .
    ځوانان باید خپله انرژی په مثبتو لارو مصرف کړی
    دیو ودان افغانستان په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

google.com [1], pub-1528507673086054, DIRECT, f08c47fec0942fa0
cavixo.com [2],1366,DIRECT
google.com [1], pub-7980196294731979, DIRECT, f08c47fec0942fa0
smartadserver.com [3],1343,RESELLER
smartadserver.com [3],2875,RESELLER
indexexchange.com [4],179394,RESELLER
contextweb.com [5],560288,RESELLER,89ff185a4c4e857c
pubmatic.com [6],156439,RESELLER
pubmatic.com [6],154037,RESELLER
rubiconproject.com [7],16114,RESELLER,0bfd66d529a55807
openx.com [8],537149888,RESELLER,6a698e2ec38604c6
sovrn.com [9], 257611,RESELLER, fafdf38b16bf6b2b
appnexus.com [10],3703,RESELLER,f5ab79cb980f11d1
ibillboard.com [11], 29038, DIRECT
indexexchange.com [4], 180179, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
stroeer.com [12], 14214 ,DIRECT
indexexchange.com [4], 183592, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
Appnexus.com, 1371, RESELLER, f5ab79cb980f11d1
contextweb.com [5], 558750, DIRECT, 89ff185a4c4e857c