Categories
اعلان

دخترسنګ (کږه بی بی) حیات الله حلیم

د روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸ ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د  حیات الله حلیم لیکنه له تاسو سره شریکوو چې دخترسنګ (کږه بی بی )

نومېږي (اداره)

 
 
د جغتو ولسوالۍ سهیل پلو د هلاکو غره په ختیځه لمن او د سلطان بند لویدیځې خوا ته د برغولي په نامه یوه داسې تاریخي او لرغونې سیمه موقیعت لري چې عجیبې غریبې غټې او وړې تراشل شوې او سکښتې تیږې پکې موجودې دي چې د دې تیږو په ډله کې د نوموړي غره په ختیځه لمن کې ښځې ته  ورته  یوه داسې مجسمه لېدل کیږي چې خول یې په سر دی او په دخترسنګ ٬ کږه بې بې او داسې نورو  نومونو یا دیږې.
محمد عظیم ستومان د خپل نیکه مرحوم محمد حکیم له خولې روایت لري چې د یفتلیانو د حکومت په زمانه کې د وردګو او غزني په دواړو جغتوګانو یوې ښځې حکومت کاوه چې د دې ښځې پلازمېنه به په دوبې کې د وردګو په جغتوکې وه او د ژمي په ساړه موسم کې به دا پلازمېنه دغزني جغتو (ګل بوری ) ته بدلېدله ٬ د دې پلازمینې مقرد وردګو په جغتو کې د همدغه (برغولې) غره په ختیځه لمن کې موقعیت درلود چې دغه ځای اوس هم له هماغه زمانو راهیسې د ماضي ډیرې کیسې او افسانې په خپله سینه کې خښې لري؛ ځکه له قراینو داسې معلومیږي چې دلته به یو لوی انساني تمدن تیر شوې وي؛ خو لکه د مخه چې وویل شول  د دغه ځای د تاریخي ارزښت په اړه یوه بله ستره طبیعي ښکارنده همدا د (دخترسنګ ) په نوم هغه ښځې ته ورته مجسمه هم ده چې د دغه غره په شمال اوږه کې اوس هم د(کږې بی بی) په نوم هسکه غاړه ولاړه ده. دا ښځې ته ورته مجسمه د ذدغه ځای د اوسنیو او پخوانیو میشتو وګړو په تاریخي روا یا تو کې په بیلا بیلو نومونو یاده شوې مثلا د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ په زمانه کې هغه وخت چې د وردګو د اوسنی جغتو سیمه د غزني د سترواکی یوه ښاري ناحیه ګڼل کېده دا مجسمه د دخترسنګ په نوم یادیده خو کله چې وردګ په دغه جفرافیایې محدوده کې میشت شول دا مجسمه یې د (کږې بی بی) په نوم ونوموله ٬ عجیبه دا ده چې دا ښځې ته ورته مجسمه په سر یو داسې ( خول ) هم لري چې جوغې ته ورته دی ٬ له همدې امله د یو شمیر کسانو په باور د جغتو (جوغه تو) د تسمیې وجه هم له دې مجسمې ته ورته ٬ تیږي نه شوې؛ ځکه په درې ژبه کې د تو کلمه یوه نسبتې کلمه ده لکه شملتو ٬ آب تو ٬ نامتو، سرخانتو او داسې نور….
خو ځینې کسان بیا د جغتو د تسمیې په اړه نور روایات هم لري او دا روایات دومره ډیر دي چې واقیعتونه تر شعاع لاندې راولي.
 په هرصورت موږ د جغتو د نامه د لرغونتوب په اړه د مرحوم اكاډيمیسن پوهاند عبدالشكور رشاد له زحمتونو یو بل داسې روایت هم لرو چې له موضوع سره یې ټینګه ګنډه خوړلې او د جغتود نامه په بشپړلرغونتوب زموږ د ادعا ښه مصداق هم ګڼل کېدای شي ٬ کله چې افغانستان ته د اسلام د سپیڅلي دین له راتګ څه باندې سل کاله د مخه (هیون څانګ ) د بودایې ارزښتونو یو ستر چینایې څیړونکی یاعالم د لویو بودایې معبدونو د لیدلو٬ کتلو لپاره لومړی افغانستان او بیا نا ویشلي هندستان ته راغی دا وخت د نړۍ تر ټولو ستر معبدونه په (بامیانو) کې وه چې بیا وروسته نوموړی عالم له دغه ځایه هندوستان ته تللی دی ٬ دغه نامتو څیړونکي په هند او افغانستان کې پوره پنځلس کاله په مطالعو او څیړنو تیر کړل او کله چې له افغانستا ن او هند نه بیرته د چین په لورروانېده  نو شل آسونه یې له هندي متنونو نه د ژباړې په موادو بار له ځان سره چین ته یوړل.
 د علامه رشاد معلومات دي کله چې په ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه نیټه هیون څانګ فالانا ( اوسنى بنو) ته راغى، نو د جون پر پنځوشتمه اپوكان =افغان = پختيا ( اوسنى پكتيا) ته راغى بيا له دغه ځایه د جگدو (اوسنى جغتو) له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى”. له دې څخه را په ډاگه كېږي، چې د جغتو سيمه اوسني ټول روایات او د تسمیې وجې تر شعاع لاندې را ولي او د رشاد صیب د جګدو (جغتو) د کلمې په ذکر جغتو ډېر پخوانی او لرغونی نوم دی چې تاریخونو سجل کړی دی.
خو د رشاد صیب په معلوماتو کې دا نه ده څرګنده شوي چې هیون څانګ جګدو ته څه له پاره د مثلث په څیر کږو وږو زاویو لاره تر پښو کړې په داسې حال کې چې له اوسنی پکتیا نه کاپیسا ته لنډه لاره هم تللې ده.
وجه دا وه چې د بودایې دین پیروان چې هر ځای د انسان اویا بل ژوندي ژوي مجسمه وګوري؛ نو خپل ارزښتونه یې ګڼي. په جګدو (جغتو) کې د دوی ارزښت (کږه بی بی یا دختر سنګ ) وه چې هیون څانګ یې د لېدو او مطالعې له پاره له اوسنۍ پکتیا نه په مثلثي زاویو لاره چپه کړې وه او پاته دې نه وي چې جګدو اوس هم د هیون څانګ د سفر په یونلیک کې په بشپړ او کره متن خوندي پروت دی.
 د احمد شاه ابدالي په زمانه کې کله چې افغانانو په هند لښکرکشی وکړې؛ نو د سپاه سالار غازي کمال خان چې د سلطان له بند سره د نیږدې پراته کلي (کمال خیلو) د کلي نیکه دی د هندوانو پښه هم د خادمانو په په توګه د نوموړي د لښکر په لیکو کې افغانستان ته اوږده شوه چې په نتیجه کې دغه خادم هندوان په کمال خېلو کې هم میشت شول او (کږې بی بی)  دغه میشت هندوانو ته له ددو وجوهاتو له وجې لوړ مذهبي قدسیت پیدا کړ.
لومړی : له دوی نه د دخترسنګ (تیږه نجلې ) او دختر(سنګهه) تر منځ چې سنګهه په ټولو هندې نومونو کې د نومونو وروستې صفتې پس وند دې، توپیرورک شو او دا تیږه یې د( سنګ ) په ځاي له (سنګهه)  سره ګنډه وبلله او د الفاظوپه نیږدې والې یې دخترسنګ ویی د دخترسنګهه په  ادآ  د خپل ځان ټینګ او لوړ ارزښت وباله او د  دې تیږې مذهبي لمانځنه او درناوی یې پیل کړ چې په نتیجه کې دا تیږه د دوی له پاره له ډیرو لوړو ارزښتونو نه وحسابل شوه.
  دوهم : لکه د مخه چې وویل شول هندوان هم د چینایانو په څیر یا په مجموع کې ټول بودایان چې هرچېرې او هر ذځای انساني مجسمه ووینی؛ نو د خپلو پخوانيو مذهبي روایاتو په بنا یې خپل معبود ګڼې چې د دخترسنګ په مجسمه کې دغه ټول مشخصات او مواصفات بشپړو٬ دغه هندوانو د جغتو په کمال خیلو کې د استوګنې ځایونه در لودل چې اوس هم د کمال خیلو کلي ته نیږدې د سېدې کلي په کرنیزو ځمکو کې د (هندوسوز) په نوم یوه بیله ټوټه ځمکه موجوده ده.        
                                                                                     
 د جغتو د خلکو ترمنځ د هندوانو په اړه یو بل داسې روایت هم شته (چې یو وخت د برغولي په موقعیت کې یوه هندو په خپل خره څه سودا له غزني نه بار کړې وه او تصادف د کږې بی بی سره نیږدې خره بار ورته غورځولې و. دا وخت شپه  مخ په را نیږدې کېدو وه او یخني هم زوره وره وه. هندو له ډیرې وارخطایې (بابه نانک) ننګېیلې و ٬ د خداي پاک کارونه و په همدې شیبه کې د آبتلې د کلي کوم اوسېدونکی د غزني له خوا په هندو  برابرشوی او له هندو سره یې بارد خره شا ته ور پورته کړې و٬ هندو د خپل ځان په ګټه دا پیښه د بابا نانک ستر کرامت ګڼلې او خیال یې کړې و چې دا خو بابه نانک وچې د انسان په بڼه په نیک را ورسید.  دغه پیښه د هندوانو تر منځ کې دومره تبلیغ شوه چې د دې تیږي ارزښت یې د هندوانو ترمنځ زښته ډیر لوړ کړ چې له هغې ورځې راهیسې به هندوان پرله پسې دې سیمې ته را تلل او د بابه نانک په ارواح به یې خیراتونه  کول او میلې ٬ د زمانې په تیریدو سره د انګلیسانو د استیلا په مهال هندوان افغانستان ته را ډیر شول اود هېواد په هر ښار کې په سوداګری او نورو مشاغلو بوخت شول؛ خو له هره ځایه به د دې تیږې زیارت ته راتلل او جالبه دا ده چې د کږې بی بی ترڅنګ د برغولې غره نورو طبیعې منا ظرو ته یې هم عقیده پیدا شوه ؛ ځکه دلته په طبعي ډول داسې تراشل شوې او ښکښتل نورې تیږې هم وې چې ته به وایې د انسان په مداخله په دې بڼه اوښتې دي.
له هغه وروسته به هندوان له غزني، ګردیز او آن د هېواد له نورو ښارونو او ولایتونو نه دلته راتلل او د دې تیږو تر څنګ به یې میلې کولې ٬ مذهبي سندرې به یې غږولې او نور ساز به یې کاوه او په دې توګه به یې خپل روایات تازه کول.
خو سیمې ته د هندوانو تګ او را تګ ورو ورو خلکو ته دا شکونه هم پیدا کړل چې ښایې دوی به ظاهرا خپلو ارزښتونو د لمانځلو په پلمه دلته نورې موخې هم ولري؛ ځکه هندوانو(هندیان) په افغانستان د انګلیسانو د یرغل په مهال د هغوی په فوجونو کې د څارګرو٬ نوکرانو او مرییانو دنده درلوده .
د یادولو وړ ده چې افغانان په دې اړه سخت ساده او خوش باوره دي او په ضمن کې بې توپیره  ٬ ځکه هیڅکله په داسې ملحوضاتو فکر نه کوې چې دوی ته ترې زیان تکیه کیږ ٬ په قرینوې لحاظه د هندوانو ارزښتونه د برغولي د غره په لمنه کې څه کوې چې موجود وي ؟ خو کله چې د سیمې د ځیرکو کسانو شکونه  په یقین بدل شول؛ نو د ددوی راتګ هم کم شو او اوس دری نیمو څلورو لسیزو را په دیخوا هندوان د لته د میلې او یا خپلو نورو ارزښتونو د لمانځلو په پلمه  نه را ځې.     
           
   پاته دې نه وي چې په دې سیمه کې د پخواني انساني تمدن نښې نښانې زښته ډیرې دي. پخوا وختو به کله چې باران وشو نو د نیږدې کلیو هلکان به دلته راتلل، غمي او نور قمیتي داسې شیان چې باران به یې رویت مینځلي وه او رڼه به ځلیدل ٬ پیدا کول او له بل پلوه د یو شمیر داسې کسانو لخوا چې په خلکو کې یې محبوبیت درلود دلته د عتیقه آثارو د موندلو په تمه  ډیرې خاورې لټ په لټ شوې. دغه محبوبو کسانو به عامو خلکو ته ویل: تاسې دلته کېندنې مه کوی له دې ځایه لیرې وګرځی دلته د پیریانو ښارونه تیرشوي که نه ٬ پیریان به درباندې کښیني .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *