Categories

اعلان

Loading…

پوهاند کاکړ: یوخوږ انسان او یو لوی اکادمیک مورخ/ عبدالوکیل سوله مل

 پوهاند کا کړ مې په لومړي ځل په پیښور کې د آزاد افغا نستان د لیکوالو په ټولنه کې چیرې چې په دنده بوخت وم ولید.

تل به مې په خوند او شوق وفا اونیزې ته ددوی رااستولې لیکنې لوستې. کلونه وروسته راسره په جرمنی کې د افغانستا ن د کلتوری ودې ټولنې په یوه سیمینار کې مخ شو او وروستی دیدن مې په 2007 کال کې په لندن کې هلته چې اوس دیره او اوسیدم.

سره له دې چې موږ څو واره یو له بل سره لیدلی وو او په ګڼو موضوعا تو مو لنډ بنډارونه هم کړی وو خو هسې چې ددغه مهربان استاذ څیره زما په ذهن کې ژوندۍ او هک وه داکتر صا حب ته نه وریادیدم . له دې ټولو سره سره به تل له لندن له دغه مهربان او خوږ انسان سره په ټیلیفون کې مخا مخیدم او د ادب ، سیا ست او تاریخي مسا یلو تر څنګ به مو د یو بل ځا نی احوال هم اخیست . تل به ېې زما د ایجاداتو پوښتنې کولې او د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو  بشپړ راپوربه ېې هم راسره شریکاوه . هغه به نه یوازې زما احوال پوښت ،په لندن کې به ېې د نورو فرهنګیانو حال احوال هم راڅخه غوښت او زما پوښتنه به ېې هم له نورو کوله .

استاذ په خپل مهربانۍ ، خوږوالي او لورینه کې بیساری او ایډیال انسان و. که به ما یو ځل تیلیفون وروکړ، ده به دوه ځل ټیلیفون راکاوه. له دې با بته به ېې هر وخت پوروړی وم او خپلې دې کمزورۍ خورا سخت ځورولم او تل به مې له هغه له دې

کبله بخښنه غوښته .

تیر کال چې په ما ګڼو سفرونو او بوختیاوو غلبه وکړه له استاذ سره ښه غوټه موده ونه توانیدم مخ او احوال ېې واخلم خو استاذ څو ځل ما ته تیلیفونی پیغام پریښی و. دې کمزورۍ سخت ځورولم لکه د ګناه لوی پیټی چې مې په اوږو پروت وي. تیره میا شت مې تیلیفون ته لاس کړ چې د دغه دروند او لوی استاذ احوال واخلم  چې نا ببره مې د وتلی شاعر او لیکوال عبدالغفورلیوال

د فیسبواک په دیوال د هغه د ناروغۍ د سختیدو خبر ولوست . ټکان مې وخوړ ، په سترګو مې له خفګانه توره شپه راغله. لکه زړه مې چې له حرکته ودریږي او غږ مې په ستونی کې وچ شي. تیلیفون راته خورا ګران شو.

دا دئ اوس ېې د ابدی خوب او بیلتون خبر راغئ . ځان خورا ګنهکار او دده پوروړی بولم . استاذ به نه یوازې له خپلو دوستا نو او پیژندویا نو سره د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو  او کتابونو او رسالو محتوا شریکوله ، له دوی به ېې د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ هم غوښت. ښه مې په یاد دي کلونه د مخه چې په (دثور کودتا او دهغې ژورې پاېلې ) په تاریخی اثرېې کار کاوه یو ما ښام تیلیفون راوکړاو ددې کتا ب په هغې برخه ېې زما نظر وغوښت چې د شینوارو پورې تړلې وه. استاذ د کتا ب دا برخه پوره راته ولوسته او بیا یی د یو شینوار ی په توګه له ما د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ وغوښت.

استا ذ پخپلو څیړنو کې خورا دقت کاوه: نه یوازې ېې د هر اثر او څیړنې لپاره په لسګونه او سلګونه ماخذونه اړول رااړول او ګڼو ارشیفونو ته ېې سر ښکاره کاوه بلکې د پیښو د برخه والو ، شا هدانو او په اړونده سکالو د صلاحیت لرونکو کسانو او کارپوهانو په لټه ېې هم پوره وخت اړاوه. که یی له نږدې نشو لیدلی په ساعتونو ساعتونو به له امریکا ورسره غږیده او مرکې به ېې کولې.

د استاذ څیړنې نه یوازې  د خورا معتبرو ملی او بین المللی څیړونکو له اثار و او د ګڼو با اعتباره ارشیفونو او ژوندیو مرکو له کارونې خړوبیدې بلکې څیړنو ېې نوښت او نویوالی هم درلود . هغه د خپل نسل او ځیلۍ یوازینی اکا دیمیک تاریخپوه و چې هم ېې تاریخ د دوکتورا تر کچې  ولوست. هم ېې تدریس کړ او هم ېې تر مرګ تاریخ لیکنې ته خپل ټول ژوند وباخښه.

هغه له دې با بته هم یوازینی مورخ دئ چې زموږ د اولس د وروستیو څلورو لسیزو بوږنونکی او تراژیک تاریخ کښلی دئ. دا دده په :

(دسرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتې پیلامه) پیل او په (افغانستان: شوروي یرغل او د افغانانو ځواب ) پای مومی.

(وطن ته يو سفر طالبان او اسلامي بنسټ پالنه) ېې دروانې غمیزې یو بل تاریخی تحلیل دئ.

حکومت او افغانی ټولنه د امیرعبدالرحمن په واکمنۍ کې) ده ددوکتورا اثر دئ چې په انګریزی چاپ او کښل شوی دئ .

په دې اثر کې استا ذ په لومړی ځل د افغانی عنعنوی تا ریخ پوهانو: غلام محمد غبار، کاتب هزاره، عبدالحی حبیبی

صدیق فرهنګ او نورو بهرنیو مورخینو بر خلاف د تاریخ په هغه پړاو کې ددغه امیر ځای له بل دید او زاوېې ګوری او څیړي.

او لوستونکو ته ېې ورپيژني.

هغه پخپل بیساری تحلیل د آفغان تاریخ ډيرې مهمې پیښې او تاریخي څیرې له سره تعریف او له نوی دید سره وشاربلې او وړاندې ېې کړې. ښه بیلګه ېې :(د پاچا امان الله خان واکمنۍ ته يوه نوى کتنه) اثر دئ.

استاذ د ژباړې په برخه کې هم خورا نادر او مهم اثار په روان او خواږه نثر وژباړل. ښه بیلګه ېې: (د الفنستن د کابل د سلطنت بيان) دئ.

په دې ټولو برسیره ېې د هیواد په ګڼو حالتو د ځانګړو لیکنو شمیر هم زیات دئ : چې ځنې ېې لکه 🙁 زما غوره ليکنې) په کتا بی بڼه هم چا پ او خپرې شوي دي.

استاذ په ګڼو ملی او بین المللی سیمینارونو کې هم خلاقه برخه اخیستې او پخپلو نوو څیړنو او موندونو ېې تل د سیمینار برخه وال حیران کړي دي . دا اساتذ و چې په لومړی وار ېې په ذغرده داستا نبول په کنفرانس کې وویل :  چې هیچیرې د ډیورند لیکلی سند وجود نه لری.

روح دې ښاد وي.

319 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2