Categories
اعلان

څنګه ښه ژباړه وکړو؟!!  ډاکتر نبي مصداق

د ژباړې پېژند (تعریف):

اوس نړۍ په ډېرې بېړې سره مخ پر وړاندې کېدو ده. دا ټول علوم په کتاب او مجازي فضا کې ځای پر ځای کېږي. موږ چې غواړو د علم د پرمختګ له دې کاروان څخه وروسته پاتې نه شو؛ باید انټرنېټي او د کاغذ پر مخ لیکل شوي مالومات په مسلکي ډول وژباړو. دا چې ژباړه څنګه ښه او معیاري کړو؛ راځئ چې لومړی یې تعریف وکړو.

له یوې ژبې نه، بلې ژبې ته د لغاتونو او کلماتو مجموعي اړول دي، که هغه تحریري وي او که تقریري.

لیکل په خپله په لومړي پړاو کې یوه ژباړه ده؛ ځکه چې لیکوال له خپلو ګډو وډو افکارو نه، لومړی جملې او بیا متن جوړوي.

ژباړن باید تل مخلص و اوسي. داسې ونه شي چې که په ځینو خاصو اصطلاګانو یا تاریخي واقیعتونو نه پوهېږي، په ژباړه کې ترې صرف نظر وکړي او نه باید داسې فکر وکړي چې د مؤلف نه، دی ډېر پوهېږي او په ژباړه کې کمونه یا زیاتونه وکړي.

ما چې د بي بي سي پښتو مانېټرنګ په ۱۹۷۹ کې پیل کړ؛ نو هره ورځ به ما کابل رادیو ۱۸ ساعته خپرونه؛ ماسکو رادیو څلور ساعته دري او پښتو او هم تاشکند نه دوه ساعته دري خپرونه، د رییس تر رتبې پورې ټول نقطو نه په انګلیسي ژباړه کوله.

یوه شپه کارمل په خپلو خبرو کې ((کوره آهنګران)) تر څنګ یو چا ته اشاره وکړه چې ما د شپې په ناوخت کې ځان ته مالومه کړه چې مطلب یې له هغه انقلابي نه و چې د پښ په بټۍ کې به یې له اوسپنې نه د جنګ ابزار جوړول. ما کولای شول چې ((د اوسپنې زوبول په بټې کې)) یا بل ډول تحریف کړی وای؛ خو هغو به اصلي او ريښتنې ژباړه نه وای.

د ژباړې ځینې اصول شته چې وروسته به یې ذکر کړم؛ خو ډېر څوک یوازې د ادبیاتو یا بل مسلک د لسانس په اخیستلو سره ښه ژباړن نه شي کېدای. ژباړه له لسو کالو نه، زیاتې زده کړې ته اړتیا لري.

که لیسانس دوره په ۲۰ یا ۲۱ کالو کې پای ته ورسېږي؛ نو تر ۳۰ کلنې پورې که هغه وغواړي چې د ساینس او ادبیاتو د اثارو ژباړن شي؛ ایله په دې لسو کالو کې د هر مسلک په محاوروي ژبه، ځانګړو لغاتونو او اصطلاحګانو باندې ځان پوه کړي. له هغه نه وروسته کولای شي چې په ځان بسیا وګرځي چې د هر ډول کتاب، خوب او خیال په خپله ژبه واړوي.

که ژباړن غواړي چې د انګلیسي، فرانسوي یا روسي ژبې یو سیاسي تاریخ، ادبیاتو او یا فلسفې کوم کتاب وژباړي؛ نو باید، بر سېره د هغې ژبې، پر تخصص، د هغه هېواد په تاریخ، جغرافیه او ادبیاتو کې ښه بلدیت ولري.

زه اوس کله چې د کابل ښار د ترافیکو په ګڼه ګوڼه کې ایثار وم، ۸۸ ورځو په نوم د امریکايي جاسوس کتاب لولم، د CIAمرکز Langleyنومېږي چې د شمالي ورجنیا د ایالت یوه کوچنې ځنګلي برخه ده. موولف په خپله، څرنګه چې کتاب د امریکايي لوستونکو لپاره دی، نه تشریح کوي چې Langley چېرته دی او زموږ ځوان ژباړن فکر کوي چې Langleyد امریکا کوم بل ایالت دی.

نور ژباړن هم داسې غلطي کوي چې ځینې یې مشهورې شوې دي.

د روسي لیکوال Chekhovپه یوه ناول کې، د واده د شپو په حساب لومړۍ شپه، شب زفاف ژباړل شوی او عوام الناس کور، فاحشه خانه، ژباړل شوی دی. په همدې ډول په برطانیه کې د عوام الناس کور چې په لنډ ډول ورته Pub وایي شراب خانه ده؛ خو په ډېرو ژبو کې چې په انګلستان کې بلدیت نه لري په بېلابېلو ماناګانو ژباړل شوی دی.

په همدې ډول په انګلستان کې خصوصي یا شخصي ښوونځي چې لوړ فیس لري او هر څوک خپل زامن او لوڼه هلته نشي لېږلی. Pablic School نومېږي. معمولاً داسې ژباړل کېږي چې هغه دولتي ښوونځي دي.

کله هم ژباړن د خپل کلتوري محدودیتونو له امله نه شي کولای چې د بلې ژبې یوه اصطلاح څه چې ده، وژباړي. په مشهور روسي لیکوال, Leo Tolstoy (1873) Anna Kareninaناول کې لیکوال حامله دارې ته،چې په روسي کې ورته Beremenna وایيپه خپله لیکنه کې یادوي؛ خو حامله ګي، بار داري او یا د بلارب توب اصطلاح ګاڼې په ځینو کلتورونو کې ویل یې عیب ګڼل کېږي؛ نو بیا هماغه روسي اصطلاح Beremenna کارول کېږي چې حتماً لوستونکي به فکر وکړي چې دا کومه ناروغي او یا بل څه دي.

د نړۍ مختلف وګړي چې په استثنايي چاپېریالونو کې ژوند کوي، د خپل چاپېریال لپاره تر نورو زیات لغاتونه لري. لکه: د شمال په قطب کې Eskimo چې د واورې لپاره، دوه درجنه لغات لري؛ یا د افریقا په لویه دښته (صحرای شاګ) کې اوسېدونکي افریقايي قومونه او یا عرب کوچیان چې تر ۳۰ زیات لغات د ډول، ډول شګو لپاره لري، او یا هم د افریقا د دې لویې دښتې د جنوب په یوه برخه کې، قونګ بوش من چې د خوشایو یا پچو لپاره، نه دا چې بېل لغات لري؛ خو په لاس کې هغه، زرې کولو کې پوهېږي چې څومره ورځې ورباندې تېرې شوي دي. ځکه هغوی ښکاریان دي او نه غواړي، په داسې یو څاروي پسې چې څو ورځې مخکې تېر شوی وي ولاړ شي.

ژباړن په داسې حال کې یوازې ویلی شي چې یو ډول واوره، یا شکې، یا پچې؛ ځکه نورې ژبې دومره وسیع لغتونه ورته نه لري.

بر سېره په داسې استثنایاتو، د یوې ژبې د شعر ژباړه هم آسانه نه ده. ځکه د کلتورونو د توپیر له امله، شعر خپل مؤثریت او جذابیت چې بلې ژبې ته ژباړل کېږي، له لاسه ورکوي.

بریتانیايي لیکوال Samuel Johnson(1709- 1784) دا ستونزه درک کړی وه او لیکلي یې و، که غواړئ له شعر نه اصلي خوند او برکت واخلئ، نو هماغه ژبه چې شعر پکې لیکل شوی زده کړئ.

Johnson حتی په ژباړه باندې چې هغه ژبه یې هم زده وي، اعتبار نه لري چې د شعر ټول کیفیت او مؤثریت به په تشریح او ژباړه کې راوستل شي. وايي شعر، هغه شاعر چې دوهمه ژبه یې زده وي ښه ژباړه کولای شي.

ښه ژباړه د مترادفو لغتونو پیدا کول نه دي، نه هم لغت په لغت ژباړه، اصلي مفهوم ادا کولای شي. فرانسوي فیلسوف او لیکوال Voltair (۱۶۹۴-۱۷۷۸) وایي، هغوی چې کلمه په کلمه ژباړه کوي؛ نو موږ ویلای شو چې کلمه مړه شوې؛ خو روح یې ژوندی دی.

دلته Voltairروح د کلمې مانا ته په اصلي ژبه کې وايي.

که لغت په لغت او اصطلاح ګانې وژباړل شي نو متن نه  به د ژباړې بوی راځي (زما د بي بي سي تجربه نه ویلای شم) ډېرو ملګرو به چې په بي بي سي پښتو خپرونه کې کار پیل کړ، یو کال پورې به یې وخت غوښت چې خپل د ژباړې په مهارت کې اصلاحات راولي.

موږ لغتونه، نه، کان سپټ ژباړه کوو. یعنې جمله لولو او ځان پوره ورباندې پوهوو، بیا په خپله ژبه کې داسې لغات خوښوو، چې د هغې جملې اصلي مفهوم افاده کړی شي.

د یوه ملک کلتور له نورو نه په معلوماتو سره غوړېږي او ښه ځلېږي. نن نړۍ د مخابراتي تکنالوژۍ او ترانسپورتي ودې له امله، ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي. نو د انټرنټ او مجازي فضا له لارې ډېر څه چې ۲۰- ۲۵ کاله پخوا به یې ډېر وخت نیوه، اوس په دقیقو کې تر لاسه کولای شو.

سلطان محمود غزنوي په خپل وخت په دې پوهېده چې د یوه هېواد په کلتور پوهېدل څومره با ارزښته دي؛ ځکه هم مخکې له دې چې په هند حملې وکړي، سنائي یې هلته ولېږه چې د هند په کلتور، مذهب او فلسفې باندې ورته معلاومات را غونډي کړي.

انګرېزانو هم پېړئ وروسته د انتروپالوژۍ یا بشر پېژندنې له لارې مخکې له دې چې یو هېواد ونیسي، ځانونه خبرول او بیا به د هغو خلکو د احساساتو په نظر کې نیولو سره مخ پر وړاندې تلل.

دا مالومات زموږ د افغانستان په باب، هغو ته د هندیانو او انګرېزانو د جاسوسانو په لاس را ټولېدل چې زموږ د ۱۹سمې پېړۍ په تاریخ کې یې ډېرې بېلګې موجودې دي.

خو غواړم اصلي موضوع ته راوګرځم چې د ښه ژباړن لپاره څه کول په کار دي؟

ښه ژباړن:

‍۱- باید په خپله ژبه او هم په هغه ژبه چې غواړي ورڅخه ژباړه وکړي، د علاقه سرحد تر سطحې پورې په فکر کې ولري.

۲- د هر مسلک خاص لغتونه او اصطلاحګانې باید زده کړي. د بېلګې په ډول: د طب، حقوق، بشر پېژندنې او داسې نور، خپل خاص لغات لري. د خپلې ژباړې لپاره، باید په خپله ژبه آسان او عوام فهمه لغات او اصطلاحات ورته پیدا کړي.
۳- ډېر وخت باید د هغې ژبې ورځپاڼې، مجلې، ویب بلاګونه، ویب سایټونه ولولی او هم ورته مضمونونه او تبصرې ولیکي.

۴- د هغې ژبې کوم سیمنار یا کنفرانس که کېږي باید پکې برخه ولري.
۵- هر څه چې لیکي باید هغه د کاغذ پر مخ چاپ کړی چې دوه یا درې ځلي یې باید له ځان سره ولولي او په هر ځل به تغیر، هرومرو پکې راولي.

۶- جملې باید له دو کرښو اوږدې نه وي او که اوږدېږي باید په Semi colenباندې سره وصل شي. هر پرګراف باید د متن یوه ځانګړې برخه تشریح کړي. داسې ونه شي چې هره جمله یو پرګراف وګرځي.

۷- متن که د عوامو لپاره لیکل کېږي باید ساده او عام فهمه وي. که متن ساینسي وي، نو بیا د هغه مسلک لغاتو استعمال د اړوند مسلک والو لپاره عادی دی.

زما یو ټولګيوال چې سایسن پوه دی او کتابونه یې د کابل پوهنتون د سایسن په پوهنځي کې تدریسېږي، ما ته خپل د سینې د سرطان په باب، خپل روستي کتاب په ايمېل کې را ولېږه چې ټول طبي اصطلاحات یې په لاتینې او انګلسي لیکل شوي دي. داسې کتاب البته، خپل خاص ویونکي لري او موږ ته د انګرېزانو په اصطلاح دوه ځلي له هالنډي ژبې نه هم سخته وي.

۸- تر هغه چې ژباړن، د ژباړې په موضوع پوره پوه او برلاسی نه وي، ښه ژباړه نه شي کولای.
انګرېز فیلسوف Bertrand Russell د (لویدیځې نړۍ فلسفه) په یوه پنډ کتاب کې، په داسې ساده انګلیسي لیکلي چې لوستل یې خورا اسان دي. دا ځکه چې دی د خپلې فلسفې په مسلک کې ډېر وارد دی.

۹- ژباړن باید په ژباړه کې تل د لوستونکی په فکر کې وي چې هغه به ورباندې پوه شي؛ آیا هره جمله او هر پرګراف ښه او په ساده ژبه لیکل شوی دی؟

۱۰- په پای کې، ژباړې ته باید داسې یو متن په سترګه ولیدل شي چې په خپله د اصلي ژبې په شان یو ډول لیکل وي او که هغه په یوه بله ژبه هم و ژباړل شي، نو اصلي متن به پکې ورک شوی نه وي.

***
نوټ: دا لیکنه د افغان لیکوال انستېتوت د ژباړې د پرانیستېدو په کنفرانس کې ولوستل شوه.

 د دې لیکنې لپاره مې له انټرنېټ نه هم استفاده کړې ده.

2 comments

  1. Dr. Malakzay, Germany Reply

    مصداق صاحب، كور مو ودان، د ژباړې د هنر په برخه كې مو ډېر ګټور ټكي ياد كړيدي چې د ژباړن له خوا بايد په نظر كې ونيول شي. ستاسو په مضمون كې اصلا څه د زياتولو نشته. خو زه غواړم چې د جرمني او انګليسي ژبې يوه بېلګه ياده كړم
    په انګليسي كې عالي ليسې ته وايي
    High school
    اوس به دا دواړه لغتونه په جرمني ژبه واړوو:
    English German
    high hoch

    school Schule

    كه چېرته د عالي ليسې لغت ټكي په ټكي جرمني ژبې ته واړول شي، نو وبه ووېل شي چې:
    Hochschule

    دا لغت په ريښتيا په جرمني ژبه كې شته، خو مانا يې بله ده. په جرمني ژبه كې دا لغت (پوهنتون) ته وايي

    په ژباړه باندې د اقليم يا د هوا اغېز

    په پښتو كې (وږمه) د تودې هوا له پلوه چې ډېر وخت په افغانستان كې وي، په انسان ښه لګيږي، نو له دې پلوه (وږمه) په پښتو كې يو زړه راښكونكى لغت دى چې په شعرونو كې هم ډېر وخت كارول كيږي، لكه (وږمې د پسرلي وې ….)
    خو په اروپا كې هوا ډېر وخت سړه وي، نو له دې كبله (وږمه) كوم زړه راښكونكى لغت ندى. له (وږمه) نه په جرمني ژبه كې د (سوړ لګېدونكى باد) مانا اخيستل كيږي.
    په جرمني كې زما د محصلۍ په وخت افغان محصلينو غوښتل چې يوه مجله د افغانستان په برخه كې خپره كړي. نوم يې ورته په نظر كې نيول شوى و (د افغانستان وږمه)
    په جرمني او انګليسي ژبه كې (وږمه) ته همدا يو لغت دى
    Brise (German), brieeze (English)
    نو كه چېرته دې مجلې ته په لاندې ډول نوم ايښودل شوى واى
    Breeze of Afghanistan Brise Afghanistans

    نو له دې نه به جرمنيانو دا مانا اخيستله چې له افغانستانه (سوړ باد، ساړه خبرونه، خواشينوونكي خبرونه، بد لږېدونكي خبرونه)

    داسې په لسګونو نورې بېلګې هم شته

    ډاكټر اكرم ملكزى ـ جرمني

  2. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    ژبه په خپله يوه موخه نه بلکې د ابلاغ وسيله ده خو بياهم دغه وسيله له ظاهري او ما نيز پلوه ډير ارزښت لري دهر ولس د پېژند لو له توکو څخه يوه هم ژبه ده ژبه د کليمو په بڼه د رازونو او ارمانونود څرګندولو وسيله ده د کليمو په ځانګړې ډول د تلميحاتو او استعارو موخه يوازې د ولس له جغرافياي سره نه بلکې له تاريخ سره هم ژور اړيکي لري

    داکتر صاحب بښنه غواړم پوښتنه داد ه چې تا په خپله ليکنه کې د پښتو ژبې ځينې برخې په نظر کې نه دي نيولي چې مثالونه ېې په لاندې ډول دي
    موږ چې غواړو دعلم د پرمختګ په برخې کې د چې مفهوم
    د ګډوډ لعت استعمال
    اصطالا ګانې
    بسيا
    public should be public
    خوب او خيال….په خپله ژبه
    ذوبول نه زوبول
    او نور…
    and the proximity of the words relationship

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *