Categories

اعلان

Loading…

د ملي شورا د یوې ورځې په مصرف ۶ ښوونځي جوړیږي/ سید الرحمن عابد

ایا پوهیدئ چې دافغانستان دملي شورا ورځنی مصرف څومره دی؟

د نړۍ د نورو ملکونو د ملي شورا ګانو  مصارف په خپل ځای،د هغوی اقتصادي وضعیت ښه دی،خو زموږ په شان غریب مملکت کې چې اقتصادې مو د نورو په مرستو تکیه دی که د ملي شورا د ورځني مصارف خبر شئ نو ګوته په غاش به پاتې شئ او هغه د چا خبره چې له سر به مو  سپګې وتښتي.

په شمشاد کې مې دقادرځاځي بحث اورید،ښاغلي ځاځي ویل : ملي شورا د ورځې ۳۰۰ سوه زره امریکايي ډالره لګښت لري.که له همدغه رقمه د یو مجهز ښوونځي لپاره ۵۰ زره امریکايي ډالره بېل کړو نو د ملي  شورا دیوې ورځې په مصرف شپږ ښوونځي جوړیږي او په میاشتني مصرف يې ورته  ۱۸۰ ښوونځې جوړیدای شی .

نو اوس راځو دیته چې دهېواد په دې ترینګو امنیتي حالاتو ،ټیټ اقتصاد، فقر او تنګدستۍ کې چې میلیونونه ځوانان مو د بېکارۍ له رنځه د نړۍ نورو ملکونو ته په سختو او مرګونولارو زړه ښه کوي څومره لویه بې انصافي او اصراف وي.ملي شورا سره له دې چې مصارف يې هغه دچا خبره له سره خولۍ غورځوي هېواد او خلکو ته به  يې ګټه په کومه اندازه وي.ددوی معاشات او دومره مصارف ؟ دا به زمونږه بدبختي وي چې قانون جوړونکي دومره سترې قانوني سرغړونې کوي چې سړی ورته حیران شي.نو وایو قانون مو دقانون له کوره مات دی.

دلته هرڅه ممکن دی،هسې د ملي شورا د ورځني مصرف پسې هغه مطلب چې څه موده مخکې مې په یو ویب سایټ کې لیدلی ؤ رایاد شو ،په مطلب کې دیوې باورې سرچېنې په  حواله راغلي وه : چې د غزني ولايت د امنيه قومنداني موظفينو د سپټيک څاه د تخليې په منظور د کال ۱۷۰ ميليونه افغانۍ اخيستې، په داسې حال کې چې د غزني ولايت امنيه قومنداني يواځې يوه سپټيک څاه، تر شلو پورې تشنابونه او له ۱۰۰ – ۱۵۰ پورې دايمي اوسیدونکي پوليس لرې.

سرچينه زياتوي چې دا پيسې هلته د شته پرسونل، د هغوی د اوبو اړتیا په متر مکعب او د اوبو لګښت او بيا د هغوی د پاکولو لپاره محاسبه شوي.

د سرچينې د ارقامو له مخې که چېرته دغه تر لاسه شوې افغانی په ورځو، ټانکرونو او بيا پوليسو و ويشو نو داسې نتيجه به په لاس راشي چې که (شيخ چلي) به يې هم سپين نکړي.

تر لاسه شوې پیسې = ۱۷۰میليونه افغانۍ

يو کال = ۳۶۵ ورځې

د يو ټانکر فاضله موادو د تخليې بیه = ۲۰۰۰ افغانۍ

د ورځې تخليه شوي ټانکرونو تعداد= ۲۳۲،۸ ټانکره

په قومنداني کې د مېشتو پوليسو شمير = ۱۵۰ تنه

ورځني فاضله مواد (في پوليس) = ۱،۵۵ ټانکره

د يوه ټانکر ظرفيت = ۱۵۰۰۰ ليتره

پورته محاسبې ته په کتو في پوليس په ۲۴ ساعتونو کې  ۲۵۰ ۲۳ ليتره  فاضله مواد وي  چې په هر ساعت کې نږدې ۱۰۰۰ ليتره کيږي.

 له ملي شورا مو توقع ده چې دولس د استازو په توګه په خپل ولس رحم وکړي،یاده کړې مې ده چې ددوی په میاشتني مصارف ۱۸۰ ښوونځي جوړیږي ،نو ولې دا سې نه کوئ؟ مصارف مو نیم کړي او په نیمو  مصارفو دهېواد بچو ته ښوونځي جوړ کړي څو دجهل تیاري خپل ټغر ټول کړي او پرځای يې دپوهي څراغونه بل شی او  په دې سره هېواد قدم په قدم له شته بدبختیو اوناخوالو خلاصون ومومي.

240 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2