Categories

5

ملي احساس/ سپين روان نورزى  

تيره شپه مې د هېواد په يوه تلويزون کې دا خبر واورېدو چې ملي شورا وروسته له ډېرو چنيو د لوړو زده کړو قانون داسې تصويب کړ چې د پوهنتون سره انډول يې دانشگاه او له پوهنځي سره انډول يې دانشکده هم ومنل.

د نوم اساسي او بنيادي مفهوم د ځاى، شخص، او شي پېژندل او له نورو څخه بېلول دي، په قران کريم کې خداى ج فرمايي، تاسو قومونه قومونه، ډلې ډلې او قبيلې قبيلې ځکه پيدا شوي ياست ترڅو په خپلو کې سره وپېژنئ. په همدې دليل هره ډله، هر قوم، هر ملت ځانګړي نومونه، نښې او ملي مسايل لري ترڅو خپل هويت او جغرافيه ثابته کړي.

د افغانستان په جغرافيه کې مېشت ولس د نويو څېړنو له مخې تقريباً اته زره کاله قدامت او لرغونتيا لري او داسې ويل کېږي چې د ټولو اريايانو اصلي ټاټوبى همدا نننى افغانستان دى، له همدې ځايه ټول يوې بلې سيمې ته کوچيدلي او د افغان کلمه هم همدومره لرغونتوب لري، د همدې مدعا له مخې د هېواد نافذه اساسي قانون څلورمه ماده حکم کوي:” په افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې اړه لري، چې په مستقم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي کوي.

د افغانستان ملت عبارت دى له ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشيي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي، نورو قومونو څخه جوړ دى، د افغان کلمه د افغانستان د ملت په هر فرد اطلاق کېږي.”

هر وخت چې اړتيا پيدا شوې دلته د ملي مصلحت او نړيوال معيار په نظر کې نيولو سره ستونزې يا اړتيا ته ځواب ويل شوى دى چې ښکاره بېلګې يې موږ د هېواد په جوړه شوې ملي ترمينالوژۍ کې موندلى شو.

ايران چې ډېرى وګړي يې فارسي ژبي دي، پاکستان چې تقريباً دوې صوبې يې پښتانه دي، ازبکستان چې ډېرى وګړي يې ازبکان دي، تاجکستان چې ډېرى وګړي يې تاجکان دي، ترکمنستان چې ډېرى وګړي يې ترکمنان دي، دا ټول ياد هېوادونه د افغانستان ګاونډيان دي، لکه څه ډول چې افغانستان د ګڼو قومونو او ژبو کور دى، همدا ډول د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه د بېلا بېلو قومونو، ژبو او مذاهبو کوربتوب کوي، خو خپلو ملي مصلحتونو ته په کتو د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره تصميم نيسي.

تېر ورځ مې د (ډاکټر محمد رضا زندى) ( تحقيقات مقدماتي در جرايم سايبري) کتاب د ( دوه ويشتم) مخ په لاندنۍ څنډه کې وليدل چې ليکلي يې ول:” البته در قانون برنامه توسعه يې پنجم کلمه سايبر داخل پرانتز در قانون امده است و موريد ايراد شوراى نګهابان که معمولاً مخالف استفاده از الفاظ بېګانه است قرار نه ګرفته است”

زه ډېر ورته حيران شوم، ځکه دا يوه نړيواله علمي موضوع ده، د دې لپاره چې خپل ملي احساس لوړ وښيي په علمي مسايلو کې هم ډېره تنګ نظري کوي.

افسوس په دې در به دره ملت!

په تېرو څو کلونو کې يې داسې ليونى اوبه وڅکلې چې اوبه، دانه او هوا د دې جغرافيې مصرفوي، چاپيريال د دې خاورې ککړوي، قرباني د نورو لپاره ورکوي.

په دې هر څوک پوهېږي چې د افغانستان د ملي ترمينالوژۍ په جوړلو هغو کسانو کار کړى چې په دري ژبه به يې خبرې کولې، خو دوى د خپل هېواد ملي هويت په نظر کې نيولى و، نه د نورو فرمايشات.

ملي ترمينالوژي د يوه ملت ګډ مال وي، ځکه هغه د هغه ملت د علمي او خبيرو اشخاصو له خوا داسې جوړيږي چې د هماغه هېواد او ملت ملکيت په کې ثابت وي.

افغانستان کې چې د ګڼو قومونو کور دى د تاريخ په اوږدو کې ټولو په ډېر متقابل احترام او ځمکنيو واقعيتونو ته په کتو د وروڼو په څېر په يوه ټغر او يوه دسترخوان ژوند کړى او د پرديو په مقابل کې يې له ملي ارزښتونو، ملي نواميسو او ملي احساساتو په ګډه دفاع کړې ده او تل يې شخصي ګټه، شخصي ملاحظات او د پرديو فرمايشونه او فشارونه د ملي مسايلو په مقابل کې ناليدلي نيولې او حتا هر ډول خطر ته يې غاړه ايښي ده، چې د هېواد ملي ترمينالوژي يې ښه بېلګه ده.

نن د پنځو روپيو لپاره کله د افغانستان ګټې د پاکستان لپاره قرباني کېږي، کله د ايران لپاره، کله د عربو لپاره، کله د امريکا لپاره، کله د شرق لپاره کله د غرب لپاره.

رايه له افغانانو اخلي واکمني په افغانانو کوي، ملي هويت او ملي ګټې د نورو ساتي.

هر انسان حق لري چې خپل نظر څرګند کړي، خو دا څرګندونه بايد تحميلي، د پرديو په فرمايش او د خپل ملي هويت پر ضد نه وي.

د نړۍ دا معمول دى چې کله څوک وګرځي نو هغه هوښيار شي، خو افغانان چې وګرځېدل، شته هوښياري يې خاورې شوه. هغه شپې يې هېرې شوې چې د ( افغان …کش)، ( مهجار دى ويه يې)، ( رد مرزش کو) … خبرې به يې ورته کولې، خلکو به د خپل ولسمشر لپاره رايې ورکولې، او خلکو به خپلې ملي ورځې لمانځلې، دوى به يا پرديو ډولونو ته څڼې اچولې، او يا به يې مزدورۍ کولې، نن چې خداى ج رحم پرې وکړ او يو ځل بيا يې په خپله خاوره ورته ځاى ورکړ، دوى بيا د بني اسرائيلو په څېر کبر شروع کړى؛ دا دې نه هېروي چې که چېرې ځانونه ونه پېژني په ټوله دنيا کې به يې ځاى ورک شي. ځکه انسان ټولنيز مخلوق دى، بايد په يوه ټولنه کې ژوند وکړي او خير يې ټولنې ته ورسيږي، نه دا چې کوړت کوړت دلته کوي او هګۍ هلته اوچوي.

4 comments

  1. حسن Reply

    نورزی صیب ستاسو احساس د قدر وړ دی. د دوی خټه داسې جوړه شویده . په بل عبارت « خود کش ، بیګانه پرور » دي.
    له بلې خوا په لسو ، شلو یا سلو ملي اصطلاحګانو هم نه شل کیږي. زما په نظر راځئ خپله ژبه رسمي کړو. په دولت ، نظام ، اداره ، پوهنتون او ښوونځي کې د دري ترڅنګ پښتو ته ځای ورکړو. د لسو ، پنځلسو کلونو منځ کې به دیوې ښکلې او خوږې ژبې واقعي او رښتینې پښتو ژبې څښتنان شو. له دوی نوره ګیله نه ده پکار.

  2. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    .brother wrote very nice;
    the important thing is that,to open mind of people in country.
    ,
    society,like use of Pakistani rupee in some states like nangarhar…….kuner
    ,2-cut tree of countree and send to Pakistan,
    this is bad for invironment,and economic of country.
    3-also minerals is property of all afghans,many mujahid leaders,warloards,parlemant representative are partner in this action.4-
    if FARMERS STOP GROWING OPIUM MARWANA AND TURN
    TO OTHER FRUIT VEGTABLES,WHEAT,
    50% OF THIS WAR BELONG TO DRUG TRAFFICS,
    ****I HOPE ALL MEDIA SPECIAL TELEVISION ANOUNCE SPECIAL PROGRAM TO THE PUBLIC,THANK YOU

  3. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    سلامونه،
    د افغان ملي ترمینالوژۍ په حقله ډیرئ استادانو،پوهاندانو او مسلکي اشخاصو په مختلفو وختونو کښې خپل نظرونه په سمعي او بصري (اوریدلو او لیدلو ) لیارو د ولس د وګړو پوهاوي ته رسولي وو او رسوي يې. د هیواد په اساسي قانون کې پښتو د ملي ژبې په حیث پیژندل شوې وه او دري او پښتو دفتري رسمي ژبې. مګر هیڅکله مونږ دا نه وو اوریدلي چې که یوه ملي کلمه په یوه ژبه منل شوې وه، بیا دې هغې ته بدیل یا معادل ولټول شي هغه هم د منافقو، جنګ اندازو!، شر پسندو … ګاوڼدیو ملکونو په انګشتک !کولو او جاسوسۍ-تهریکاتو ،چې څو کاله مخکې مو په تخار او مزار کې ېې پایلې ولیدلې چې د ځوانانو د مرګ-ژوبلې سبب سوې.
    افغان ولس له اوله تر اخره د خپلو وروڼو ملیتونو ورورولي، خپلوئ ،ښادۍ او غمونه، سولې او جنګونه سره یو ځای ګاللي او که بیسواده هم ساتل شوي دیو بل کلتور، خبرو، سندرو، متلونو، علماوو، ډاکټرانو … ته ېې درناوی لرلی او تر ټولو مهمه خپلې ژبې ېې لکه شکرې او شودو(شیر و شکر) استعمال کړي دي.
    د افغانستان ملي شورا که د افغان ملي ترمینالوژۍ پر ځای د یو څو جاسوسو ،فروخته سویو کړیو له خوا نامانوسه کلمات یا لغتونه په زوره قانون ته ڼنهباسي، دا د دې مانا لري چې د شورا ډیرئ غړي افغانان نه دي او هره افغانۍ چې دولت دوی ته ورکي حرامه ده.

    په دې هکله د ښاغلي مصطفی جان عمرزي لیکنو او کتابونو ته مو توجه اړوم. :پارس= ؟

    دري ،پشتو، ازبکي، بلوچي، پشه ېې،ترکمني، نورستانيي، هندي، هزارګي خود را به فارثي کثیف آلوده نسازید!

    په اوغاني درنښت.

  4. سپين روان Reply

    دوستانو مننه!
    دا زموږ او ستاسو ټولو دنده او وجيبه ده چې خپل ولس راويښ کړو او ټول د ملي يووالي په رښتيني ټغر له پرديو مداخلو او لاسوهنو په امان ژوند وکړو.
    تار تار پروت دى چا راټول نه کړو سائله
    د افغان وطن ګريوان د ليوني دى
    خو موږ به يې راټولوو
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *