Categories

5

باد چې پاسنی وي باران یې ګړندی وي

لیکوال محمداکبر حقمل

باد، چې پاسنی وي باران یې ګړندی وي؛ مانا دا، چې هر څه ډېر وي پایله به یې هم په همغه کچه لوړه او اوچته وي. که چېرې مو د علم، وړتیاوو او تجربې کچه لوړه وی، نو ښايي ښې او په زړه پورې پایلې یې ولرو او که چېرې مو په کار کولو یا نورو برخو کې د وړتیاوو، علم او تجربو کچه ټیټه وي، نو څرکنده خبره ده، چې د خپلو کارونو پایلې به مو هم پر زړه جوړې او سمې نه وي. ډېری کسان دي، چې د وړتیاوو او لوړو علمي کچو له نه درلودلو سره سره بیا هم تر ځان، وړتیاوو او علمي کچو یې لوړې تمې لري، چې دا ډول کار د بشبړې ناهیلۍ لامل ګرځي. موږ هغه وخت نه ناهیلي کېږو او بې ځایه پر تمه نه پاتې کېږو کله، چې موږ له خپلو واقعي وړتیاوو څخه خبر واوسو. دا څرګنده خبره ده، چې موږ ټول په بېلا بېلو برخو کې ډول ډول وړتیاوې لرو، له ځینو یې خبر یو او له ځینو څخه نه. کله، چې له خپلو وړتیاوو څخه بشپړ خبر شو او کچه یې راته څرګنده شي او له کچې سره یې سمې هیلې او تمې ولرو، نو موږ به وکولای شو، چې د خپلې خوښ او تمې سره به سمې پایلې په لاس راوړوو او بې ځایه به ناهیلي پاتې نشو. که هر څومره ډېرې وړتیاوې او لاسته راوړنې ولرو، ښه دا ده، چې پرې بسنه ونه کړو او د نورو په لټه کې شو، ځکه ژوند د پرمختګ او ودې دفتر دی. انسان په ژوند او ژوندي حالت کې وده او پرمختګ کوي، نه د مړینې او مرګ په حالت کې. هغه کسان کوم، چې پر خپلو کمو یا ډېرو لاسته راوړنو بسنه کوي، په اصل کې دوی د ځان لپاره د ناخوځنده او مړه حالت په لټه کې دي، چې دا کار به ېې د سترې ناهیلۍ او ماتې لامل شي. هڅه وکړئ د تل لپاره کار وکړئ؛ ځکه تاسو دا هم کولای شئ، چې پر ټوله نړۍ په ريښتیا ډول حکومت وکړئ، خو دا هم کولای شئ، چې حتې خپل ځان مو هم کابو نه کړئ. دا هم کولای شئ، چې تر ټولو ډېرې او لویې لاسته راوړنې ولرئ، خو دا هم کولای شئ، چې ځان کم وبولئ او هېڅ کومه لاسته راوړنه ونه لرئ، اوس نو توپير یوازې یوازې ستاسو پر ټاکنه کې دی، چې تاسو ښه خوښوئ که بد؟ تاسو لږ لاسته راوړنې غواړئ او که ډېرې؟ که ډېرې لاسته راوړنې غواړئ، نو هڅه وکړئ ډېرې وړتیاوې خپلې کړئ ترڅو د ډېرو وړتیاوو، علم او تجربو په لرلو سره وکولای شئ ډېرې لاسته راوړنې او تر ټولو بریالۍ او لویې پایلې ولرئ. (محمداکبر حقمل معینزیM Akbar Haqmal mueenzai )

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *