Categories
اعلان

الوتکه: يا، له ځان سره داسې غږېده لکه شعر چې وايي

ليکوال: هروکي مورکمي

ژباړن: ضمير څار

په هماغه ماسپښين يې ترې وپوښتل: “دا دې کوم پخوانی عادت دی چې له ځان سره غږېږې؟” سترګې يې له مېز پورته کړې؛ پوښتنه يې يو ناڅاپه وکړه؛ تا به ويل چې همدا اوس يې په ذهن کې ګرځېدلې. خو، په دې اړه له وړاندې فکر کړی و؛ غږ يې ناست و. په دغسې حالتونو کې به يې هر وخت غږ کېناست. او، داسې اېسېده چې خبره يې، مخکې له دې چې ويې کړي، ښه يې ژوولي ده. دواړه د پخلنځي د مېز تر شا يو بل ته مخامخ ناست وو. دباندې، ښارګوټی،ډېر چوپ و –له حده ډېر چوپ. يوازې به، کله، يو اورګاډی پر نږدې ‌پټلۍ تېر شو. پټلۍ، چې کله پرې اورګاډی نه تېرېږي، خپله ځانګړې خاموشي لري. د غولي کاشيو يې لوڅې پښې سړې کړې؛ جرابې يې وړاندې وېستېاو د پتلون په جېبونو کې ننويستې وې. هوا توده وه؛ ډېره. بل وخت، د ثور ماسپښينونه به دومره تاوده نه وو. هغې د خړ چارخانه يخن‌قاق لستوڼي تر څنګلو پورته کړي وو. په سپينو نريو ګوتو يې د قهوې کاشوغه نيولې وه. د ده سترګې د هغې د ښورېدونکو ګوتو پر سرونوتتې شوې او فکر يې په عجيب ډول کار پرېښود. داسې ښکارېده چې هغې د نړۍ يوه څنډه پاس نېولې او اوس يې تارونه ورو ورو ورسست کول– بې‌ميله، بې‌پروا، او تر هغې به يې کول، تر هغې چې اړتيا وه؛ د وخت اپه غم کې نه وه.

دهوروکتل خو څه يې ونه ويل؛ اصلاً، نپوهېده چې څه ووايي. څو ګوټه قهوه، چې په پياله کې پاته وه، نوره سړه شوې وه او رنګ يې اوښتی و.

هغه اوس اوس شل کلن شوی و؛ خو هغه اوه کاله غټه؛ واده شوې او د يوه اولاد خاونده وه –داسې يوه مېرمن د هغه لپاره، په خپله،د سپوږمۍ هغه بل مخ و.

د هغې خاوند له هېواد د بهر سفرونو له يوتوريستي شرکت سره کار کاوه.دوه اونۍ به په کور او دوه اونۍ به په لندن، روم، سينګاپور او داسې نورو ښارونو کې و. د هغه، طبعاً، اپرا خوښېده؛ ګڼ تري-اېند-فور ريکارډونه په الماريو کې د هغود کمپوزرانو د نومونو له مخې په ترتيب اېښودل شوي وو – ويردي، پوسيني، دونيزيتي، ريچارد ستراس او داسې نور. د ريکارډونو دا اوږده کتارونه د کلکسيون پر ځای تر ډېره د يوه نړۍ‌ليد ښکارندويي کوله: يو ارام او نه‌خوځېدونکی. له ده سره به چې کله خبرې نه وې؛ يا، نپوهېد څه وکړي، د هغې د خاوند ريکارډونو ته به يې کتل؛ سترګې به يې په البومونو باندې تېرېدلې – له ښي کيڼ لور ته او له کيڼ ښي لور ته – او نومونه به يې په ذهن کې په لوړ غږ ويل: لابوهيمې، توسکا، تورندوت، نورما، فيډليو…. د خوښېدو او نه‌خوښېدو خبره لا پر ځای وه، ده اصلاً داسې موسيقي کله هم اورېدلې نه وه – کله هم ورسره مخامخ شوی نه و. په کورنۍ، ملګرو او شناخته‌ګانو کې يې يو هم د اپرا علاقه‌مند نه و. دومره پوهېده چې د اپرا په نوم کوم ډول موسيقي شته او يو شمېر خلک يې خوښوي. خو، د هغې د خاوند ريکارډونه د دغسې يو نړۍ د شتون لومړنی څرک و.

هغه هم ډېره د اپرا شوقي نه وه؛ ويې ويل:

“زما بدې نه راځي؛ خو ډېره اوږده ده.”

د ريکارډونو د المارۍ په خوا کې يوه زړه‌راښکونکې سټېرو اېښي وه؛ د واليوم غټ، باندنی، ګرد ګوټک يې تیارسی ولاړ و؛ لکه يو ښه روزل-شوی غلام چې د اوامرو انتظار باسي. سټېرو د کوټې له نورو ډېرو ساده لوازمو بېله ښکارېده –ځانګړی ځای يې درلود؛ د چا سترګې خامخا پرې لګېدلې. ده تراوسه سټېرو له نږدې نه وه ليدلې؛ نپوهېد چې غږ ترې څنګه راوځي؛ د روښانولو بټن يې هم ترې ورکه وه او نهيې د لاس وروړلو زړه درلود.

هغې به تل ويل:

“په کور کې هېڅ مشکل نه لرم. زما خاوند له ما سره ښه دی، لور مې راباندې ډېره ګرانه ده، فکر کوم چې خوشحاله يمه.”

دا خبرې به يې چې کولې، یو ډول غلې به شوه؛ ګومان به دې نه کاوه چې ګواکې خپل ژوند ته پلمې جوړوي – د واده په اړه به يې داسې په ناپېيلتوب خبرې کولې کولې چې تا به ويل که څوک د ترافيکو اصول يا د نړۍ تاريخ‌کرښه تشرېح کوي. “زه فکر کوم خوشحاله يم، کومه ستونزه نه لرم.”

په ذهن کې وغږېد: نو ولې بيا له ما سره ويده کېږي؟ ډېر فکر یې وخوړ خو فايده يې ونه‌کړه – ځواب يې د ذهن ور ورونه‌ټکاوه. په واده کې ستونزه لرل او نه لرل څه معنی ورکوله؟ يو ځل به یې زړه وکړ چې راځه مخامخ ترې پوښتنه وکړه:

“که ته دومره خوشحاله يې نو ولې له ماسره ويده کېږې؟”

بيا به يې وويل چې خپه به شي اووبه‌ژاړي.

هغې هسې همپه کافي اندازه ژړلي و. ژړا يې اوږده، او، وړې وړې سلګۍ يې درلودې. دی به نپوهېد، هېڅ، چې ولې ژاړي. چې يو وار به يې شروع کړه، بيا به يې نه تماموله؛ او، که دلاسا به دې هم کړه، ګټه يې نه کوله‎. خو چې يو ټاکلی وخت به واوښت، بيا بهپه خپله غلې شوه. د ده له لاسه، په دې جريان کې، اصلاً هېڅ پوره نه و.

فکر يو ځل بيا پسې واخيست؛ کړل يې:

“خلک ولې له يو بل نه دومره دېر تفاوت لري؟”

دی له ډېرو ښځو سره په اړه اړيکه کې پاتې شوی و؛ که څه هم، ټولو به ژړل؛ يا، غوسه کېدلې؛ خو د هرې يوې طريقه بېله او ځانګړې وه. د دوی تر منځ ورته‌والي موجود وو خو د توپيرونو په پرتله د مشابهتونو شمېر خورا کم و. دا خبره په عمر پورې، هم، تړلې نه وه. دا يې له يو مشرې مېرمنې سره لومړۍ تجربه وه؛ خو د عمر تفاوت، د ده د توقع خلاف، دومره نه ځوراوه. داسې یې احساسوله چې د مېرمنو له عمره بلا ډېر د هغوی د تمايلاتو توپيرونه ارزښتناک وو؛ او، فکر يې کاوه چې، اوس يې، د ژوند د معما د پرانيستلو يوه مهمه کيلي موندلې ده.

چې ژړا به يې ختمه شوه؛ دواړو به، معمولاً، کورواله کاوه؛ او دا کار به، يوازې، له ژړا وروسته، هغې شروع کاوه؛ که نه، نور وخت به تل دی مخکې کېده. کله کله به يې د ده غوښتنه رد کړه؛ سر به يې د “نه” په ډول وخوځاوه او بس؛ خبرې به يې نه کولې. بيا به یې سترګې لکه سپينې سپوږمۍ چې په سپېده‌چاود د اسمان په لمنه کې لامبو وهي – هوارې، پاروونکېچې د هر مارغه په فرياد به لړزې واخيستې. هر کله چې به يې د هغې سترګې په دغسې يو حالت کې وليدلې؛ نور به غلی شو – پوهېده چې هېڅ څه ورته ويلی نه شي. چې رد به هم شو، نه يې د غوسې احساس کاوه او نه هم د بې‌خوندۍ– عادي به و. له ځان سره يې فکر وکړ: دا نو همداسې ده، بله کېدای نه شي. ځينې وختونه به دېحالتيوه ژوره ارامتيا وربښله؛او، وروسته به دواړه د پخلنځي د مېز تر شا کېناستل، قهوه به يې څښله او ورو ورو به غږېدل. اکثراً به یې پرې پرې خبرې کولې؛ يو هم، له دواړو، ښه ويناکوونکی نه و او، سربېره پر دې، د دواړو په منځ کې مشترکات هم لږ وو چې پرې غږېدلي وای. څرنګه چې خبرې به يې پرې پرې وې، نه به يې په يادېدل چې د څه په اړه غږېدل. په همدې جريان کې به، ځنډ وروسته، يو بل اورګاډی له کړکۍ تېر شو.

د هغوی کورواله به تل چوپ او ارام و؛ داسې به دې نه ګاڼه چې دوه اندامونه له يو بل سره له يو ځای کېدو خوند اخلي؛ خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی دې، لکه يو نر او يوه ښځه، د يو بل له جسمونو ګواکې هېڅ خوند نه اخيست. اما د کورواله په وخت کې به يې ډېر فکرونه، برخې او طريقې کولې؛ او همدا وجه وه چې له نورو کوراله‌وو سره يې توپیر درلود، هغه چې ده له دې وړاندې تجربه کړي وو. د ده په ذهن کې وړه کوټه تصوير شوه – يوه ښکلې، منظمه کوټه چې زړه دې نه کېده ترې ووځې؛ د کوټې له چت څخه رنګارنګ تارونه لاندې ځوړند وو؛ د هر یوه شکل او اوږدوالي، له يو بله، فرق درلود. هر تار، په خپل ځای، په ده کې د خوند يو ډول کشش پيدا کاوه. غوښتل يې يو ترې لاندې راکېکاږي؛ خو نپوهېد چې کوم يوه ته لاس وروړي؛ او، داسې ښکارېده چې د تارونو هم همدا تقاضا ده. فکر يې کاوه چې هر تار که ځان ته کېکاږې، ممکن يوه زړه راښکونکې ننداره وړاندې کړي؛ خو داسې هماېسېده چې کېدای شي، په همدومره اسانۍ،  په يوه درنګ کې له منځه ولاړه شي – همدا وجه وه چې زړه نا زړه وو؛ نپوهېد څه وکړي او همدې ډول به يوه بله ورځ هم تېره شوه. دا عجيب او غريب حالت ورته کله کلهدروند تمامېده. تر دې مهاله يې ژوند، باور درلود چې، د خپلو ارزښتونو مطابق کړی و؛ خو چې به په دېخونه کېملاست– له کړکۍ د اورګاډي تېرېدو د غږ اورېدااو په غيږ کې يې يوه غلې مېرمن –کله، يو بل حس به په مخه کړ: لکه په يو بې‌نظمه ښار کې چې اريان دريان ګامونه اخلي. يو څه يې له ځانه ډېر پوښتل:

“ايا له دې مېرمنې سره مينه لرم؟”

خو ځواب به ورک و؛ نپوهېد پرې، هېڅ. يوازې په يو څه ښه ډاډه و: تارونه له چت لاندې هماغسې هماغلته ځوړند وو.

همدا چې دا نااشنا کورواله به ختمه شوه، هغې به ساعت ته وکتل؛ لا به هم د ده په غيږ کې وه؛ يوازې سر به يې کوږ کړ؛ مخبه يې پر ميز ايښي تور راډيو ساعت ته واړاوه. په هاغه وخت کې تورو راډيو ساعتونو ډيجيټلي صفحې نه درلودې خو وړې په نمبر شوې پېنلې يې وې او په يو کليک به پرانيستل کېدې. همدا چې ساعت ته به يې وکتل، اورګاډی به تېر شو؛ عجيبه وه؛ هېڅ ترې نه خطا کېدل – لکه له مخکې چې ټاکل شوي وي: دا بايد ساعت ته وګوري او اورګاډی تېر شي.

هغې ساعت ځکه کاته چې، هسې نه، له وړکتون څخه يې د وړې لور د راتګ وخت نه وي. ده هغه يوازې يو ځل ليدلې وه؛ ډېره ګلالۍ ماشومه وه – او همدا يې ترې يوازېنی تاثر و: ګلالی ماشومه. خو، له نېکه مرغه، اپرا-خوښوونکی خاوند يې، چې يوې ټراول-ايجنسۍ ته يې کار کاوه، لا تراوسه نه و ليدلی.

د ثور ماسپښين و چې هغې، په لومړي ځل، ترې پوښتلي و چې له ځان سره ولې غږېږي. په همدې ورځ يې ژړلي هم و او له ژړا وروسته يې کورواله هم کړې وه. د ده بيا هېره وه چې په څه يې ژړلي و. شايد، همداسې به يې ژړا ته زړه شوی و. کله به فکر يووړ چې هغه ګواکې ځکه د ده ملګرتيا کوي چې هغه يو چا ته ضرورت لري؛ چې پر سينه يې سر ورکېږدي او ګرېوان يې په اوښکو ورلوند کړي. شايد، يوازې يې نه شوای ژړلای او کېدای شي له همدې وجې يې ده ته ضرورت درلود.

په همدې ورځ يې دروازه له شا بنده کړه؛ پردې يې پر کړکيو وغوړولې؛ او تلفون يې کټ ته نږدې راووړ. نور نو پر کټ پرېوتل؛ ځانونه يې يو بل ته نږدې کړل؛ اندامونه يې ورو ورو په يو بل پورې ولګېدل؛ دواړو غږ نه وېست. ناڅاپه د دروازې زنګ وشرنګېد؛ مګر هغې پرې غوږ ونه‌ښوراوه – لکه نه يې وي چې اورېدلی.سر يې په داسې ډول وخوځاوه تا به فکر کاوه چې وايي:

“تشويش مه‌کوه، څه خبره نه ده.”

زنګ څو ځله نور هم وشرنګېد خو ښکاريده چې د دروازې تر شا کس زړه صبر شو؛ نور يې لاس واخيست. هغې ريښتيا ويل، هېڅ خبره نه وه. ممکن کوم ګرځنده، لاسي، سوداګر به و. خو دی فکر يووړ چې هغه په دې څنګه پوهه شوه؟ وخت نا وخت به د اورګاډي د تېرېدا غږله کړکۍ رادننه شو. له ليرېد پيانو يو غږ هم ځان په ګرانۍ تر خونې رارساوه؛ خو ميلودي يې نه شوای تشخيصولای. يو وار مخکې يې، ډېر پخوا، د موسيقۍ په ټولګي کې اورېدلې وه خو دقيق يې په ياد نه وه. په همدې وخت کې يو سبزيو پلورنکی موټر دباندې تېر شو. هغې سترګې پټې کړې، ژوره ساه يې واخيسته، او دی، په بې‌حده ډېرې مهربانۍ، ورنږدې شو.

حمام ته ننوت؛ لږ ځنډ وروسته، راووت؛ جان‌پاک يې پر لمدو اندامونو تېراوه. هغه پر کټ پړمخې غځېدلې وه؛ ليمه يې سره نښلولي وو. څنګ ته يې کېناست او پر شا يې، د تل په څېر، لاس وهل پيل کړل؛ او،‎ سترګې يې د اپرا د ريکارډونو پر نومونو ګرځولې.

شېبه وروسته، له کټ پورته شوه، کالي یې په ځان کړل؛ پخلنځي ته ولاړه؛او، قهوه يېځان ته جوړه کړه. په همدې ورځ، له دې لږ وروسته يې پوښتلی و:

“دا دې کوم پخوانی عادت دی که څنګه؟ داسې چې له ځان سره غږېږې.”

هغې لکه غافلګيره کړی چې وي:

“څنګه؟ مانا مونږ چې کله…؟”

“نه نه. هغه وخت نه. هر وخت؛ لکه، کله چې حمام کوې، يا چې زه په پخلنځي کې يم او ته يوازې پاتې شې او ورځپاڼه لولې يا داسې نور…”

سر يې وخوځاوه:

“زه فکر نه کوم. هېڅ نه يم متوجه شوی. زه ريښتيا هم له ځان سره خبرې کوم؟”

هغې لايټر په ګوتو کې تاواوه راتاواوه:

“ته يې کوې. هو.”

ده کړل:

“دا نه ده چې زه به ستا په خبره باور نه کوم.”

په غږ کې يې د ناراحتۍ اغېز ښکارېده. سګريټ يې په شونډو کېښود؛ لايټر يې د هغې له لاسه واخيست او ويې لګاوه. لږ وړاندې يې د ‘سيون سټارز’ سګريټو څکول پيل کړي و. دا، اصلاً، د هغې د خاوند برانډ و. ده به تل’هوپ’ سګريټ څکول. دا يوازې د هغې د غوښتنې په اساس نه چې د هغې د خاوند برانډ دې نور څکوي، ده د احتیاط لپاره هم دا کار وکړ. فکر يې کاوه چې اسانتيا به ور په برخه کړي. لکه تلويزوني عاشقانه ډرامې.

هغې وويل:

“زه چې وړه وم، له ځان سره به ډېره غږېدم.”

“جدي؟”

“خو مور مې راباندې بندې کړې. هغې به ويل چې ‘يوه ځوانه مېرمن هېڅ وخت له ځانه سره نه غږېږي.’ او چې هر وخت به مې له ځان سره خبرې پيل کړې، مور به مې راباندې غوسه شوه. زه به يې د کاليو په المارۍ کې بنده کړم؛ هغه ډېروحشتناک ځای و، بيا زما لپاره خو بېخي. شاوخوا به ټوله تياره وه او يو ډول وروست بوی به دې په پوزه لګېد. کله کله به يې په خط‌کش پر زنګونونو وهلم. او، دې کاريې نتيجه هم ورکړه؛ ډېر وخت يې واخيست؛ خو اخر مې له ځان سره غږېدل بس کړل، کاملاً. يوه خبره به مې هم نه کوله؛ حتی که په خپله به مې هم زړه وشو ورته.”

دی نپوهېد چې څه ووايي؛ او، همداسی غلی شو. هغې شونډه په غاښ کړه او غبرګه يې کړه:

“اوس هم، که کله پوهه شم چې څه وايم، خبره بېرته تېروم. دا عکس‌العمل غيراختياري دی؛ شايد، ځکه چېپه ماشومتوب کې بار بار په دې ترټل شوې يم. خو، لا هم نپوهېږم چې له ځان سره غږېدل ولې خلکو ته دومره بد کار ښکاري؟ دا خو يو طبيعي کار دی. يوازې دې له خولې خبرې راوځي او بس. که مې اوس مور ژوندۍ وای، ترې پوښتل به مې چې له ځان سره غږېدل ولې دومره بد ګڼي؟”

“هغه وفات شوې؟”

“هو. خو کاشکې مې دا خبره ورسره يو ځل سپينه کړې وای؛ ترې پوښتي مې وای چې ولې؟ ولې دې داسې راسره وکړل؟”

هغې د قهوې له کاشوغې سره وخت تېراوه؛ پر دېوال ځړېدلي ساعت ته يې وکتل؛ او له دې سره جوخت يو اورګاډی دباندې تېر شو. تر هغې چې اورګاډی تېرېده، غلې شوه؛ بيا يې کړل:

“زه کله فکر کوم چې د انسانانو زړونه لکه ژورې څاګانې داسې دي؛ هېڅوک په دې نپوهېږي چې په تل کې یې څه دي؛ يوازې له هغه څه چې، کله نا کله، د اوبو پر مخ راڅرګندېږي، د تل په اړه تصور ترې کولی شې.”

دواړو، د يو لږ وخت لپاره، د څاګانو چورت يوړل. ده وپوښتل:

“مثلاً زه څه وايم چې له ځان سره غږېږم؟”

هغې ورو خپل سر، څو ځله، وخوځاوه، داسې چې تا به ويل که د غاړې حرکت معلوموي. ويې ويل:

“هممم. الوتکې په کې…”

“الوتکې؟”

“هو. پېژنې يې؟ په اسمان کې الوزي.”

ويې خندل:

“نو،په دې دومره ډېرو څيزونو کې، ځم، د الوتکې په اړه غږېږم؟”

هغې هم وخندل؛ د شهادت ګوته يې پورته کړه؛ په هوا کې يې د کوم خيالي ځيز اوږدوالی اندازه کړ. دا د هغې له عادتونو څخه يو و چې د ده ورته پام اوښتی و.

“او، الفاظ هم ډېر واضح واضح تلفظ کوې؛ ته اوس ريښتيا هم نپوهېږې چې له ځان سره غږېږې؟ هېڅ څه دې نه يادېږي؟”

“يو شی مې لا ولاکه يادېږي.”

هغې له مېزه خودکار قلم ورپورته کړ؛ څو شېبې يې په ګوتو کې تاو راتاو کړ. ساعت ته يې بيا وکتل. خپله دنده يې ترسره کړې وه؛ د هغې له تېر ځل کتلو پنځه دقيقې وروسته، د پنځو دقيقو په اندازه مخکې تللی و.

“له ځان سره داسې غږېږېلکه شعر چې وايې.”

له دې خبرې سره يې مخ سور واوښت. ده ته عجيبه ښکاره شوه. له ځان سره يې کړل: زما له ځان سره غږېدا ولې هغه سره اړوي؟د هغې جمله يې په اهنګ کې تکرار کړه:

“زه/له ځان سره/داسې غږېږم/لکه شعر/ چې وايم.”

قلم يې بيا را اوچت کړ؛ زېړ مساله‌يي خودکار قلم چې د کوم بانک د لسمې کليزې مارک هم پرې لګېدلی و. ده قلم ته اشاره وکړه او ويې ويل:

“بل ځل چې له ځان سره غږېدم، ويې‌ليکه. هيله کوم.”

سترګو ته يې وروکتل:

“ته غواړې چې پوه شې؟”

ده د “هو” په ډول سر وخوځاوه.

هغې يو کاغذ ورواخيست او ليکل يې پيل کړل –ليکل يې ورو ورو کول؛ خو قلم يې تل په حرکت کې و؛ هېڅ يې نه دراوه؛ او، نه هم کوم لغت ته يې چورت وواهه. ده، لاس تر زنې، ټول وخت، د هغې بڼو ته کتل. هرې څو ثانیې وروسته به يې رپ وواهه.د رپونو تر منځ يې زماني فاصلې يو شان وې. څومرهډېر به چېد هغې بڼو ته ځير شو– هغه باڼه چې تر څو شېبو وړاندې لامده وو – هغومره لږ به د دواړو د اړيکې په اړه يې ذهن کار کاوه. له ځانه به يې وپوښتل: له دې مېرمن سره زما ويده کېدل څه معنی لري؟ يو عجيب او غريب احساس پسې واخيست، فکر يې کاوه چې له ځانه ورک دی، لکه د کوم پراخ سيستم يوه برخه چې پسې غزېدلې او غزېدلې وې، دومره چې نوره زياتي ساده شوي وي –نوره [لکه دې برخې چې ځان ته ويلي وي] د وړاندې تګ وړتيا نه لرم. هر مهال چې به دغسې يو فکر ورغی، وحشت به وواهه، دومره چې نږدې بې‌حوصلې به يې کړ. د ده، خپل،موجوديت به اوبه کېده – ورکېده. هو، بالکل: دی، لکه نوې لمده شوې خټه، دومره ځوان و؛ له ځان سره يې خبرې هم کولې، او هغه هم لکه شعر چې وايي.

هغې ليکل بس کړل او کاغذ يې ورته ونيو. دی ورنږدې شو او ترې وايې‌اخيست.

په پخلنځي کې، د يو زبردست څه د تصوير پاتې‌شوني سلګۍ وهلې. چې له هغې سره به و، اکثراً به د دې تصوير د پاتې‌شوني شتون حس يې کاوه: د داسې يو څه د تصوير پاتي‌شونی چې نور خپله له منځه تللی دی. هغه څه چې نور يې حافظه کې هم پاتې نه و.

هغې کړل:

“ټول مې له ياده زده دي؛ دا هغه څه دي چې د الوتکو په اړه يې له ځان سره وايې.”

ده ليکل په لوړ غږ ولوستل:

الوتکه

الوتکه الوزي

زه، په الوتکه کې

الوتکه

الوزي

خو ناخوځنده، که څه هم الوتله

الوتکه

اسمان ده؟

حيران شو:

“همدا ټول؟”

“هو، همدا ټول.”

“جالب! هېڅ مې باور نه راځي چې دا ټول دې ما له ځان سره ويلي وي او بيا دې زما هېر وي.”

لاندينۍ شونډه يې لږه په غاښ کړه او لږه مسکۍ شوه:

“تهغږېدې؛ او، په همدې ډول.”

اسوېلی يې وکيښ:

“دا ډېره عجيبه ده؛ ما د الوتکو په اړه هېڅ فکر نه و کړی. په دې اړه مې په ياد کې هم څه نشته. بيا ولې، يو دم، الوتکه زما په ذهن کې راګرځي.”

“نپوهېږم، خو دا دقيقاً هغه څه دي چې تا همدا اوس په حمام کې ويل.ستا ذهن ممکن د الوتکو په اړه فکر نه کاوه خو چېرته لرې، لاندې په کوم ځنګل کې، ستا زړه د هغو په اړه فکر کاوه.”

“څوک څه پوهېږي؟ شايد، لاندې په کوم ځنګل کې، ما به کومه الوتکه جوړوله.”

قلم يې پر مېز کېښود؛ له اېښودو سره يې [ټنګ] غږ لږ وغزېد. سترګې يې پورته کړې او په ده کې يې خښې کړې.

د يو څه وخت لپاره خاموشي خپره شوه. له پيالو يې د قهوې بخار پورته کېده او ورو ورو سړېدې. ځمکه پر خپل محور څرخېده او سپوږمۍ په پټه د جاذبې قوې لوری اړاوه او جزر و مد يې وربدلاوه. وخت چوپه خوله روان و؛ او، اورګاډي پر پټلۍ يو په بل پسې تېرېدل.

دواړو، په يو وخت،  د يو څه په اړه فکر کاوه: الوتکه. الوتکه چې د هغه زړه لاندې په ځنګله کې جوړوله. څومره لويه، په کوم شکل، کوم رنګ، چېرته تلونکې او څوک يې سورلي وه. د هماغېالوتکې په اړه يې فکر کاوه چې لاندې په ځنګله کې د چا انتظار وه.

شېبه وروسته يې يو ځل بيا وژړل. دا لومړی ځل و چې په يوه ورځ کې يې دوه ځله ژړل؛ او، دا يې وروستی ځل هم و. دا د هغې لپاره ځانګړي څه وو. ده له مېز هاخوا هغې ته لاس ورغځاوه؛ وېښته يې ورلمس کړل؛ او، چې څه ډول يې حس کړل،  يو څه يې، کاملاً، حقيقي درک کړل. لکه ژوند په خپله، سخت او نرم، او ډېر ليرې.

فکر يووړ:

هو، په هغو ورځو کې، زه له ځان سره غږېدم؛ داسې لکه شعر مې چې وايه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *